غزل

دادنیا په کومې لورې ده روانه

څه خو وایه خاموش ولې یې اسمانه؟

غبرګ لاسونه دخپل ځان ځنې چاپیرکړم

تنهايۍ باندې مين شومه ارمانه

دا هنداره خو انسان راته راښايي

پکې ولې زه ویرېږمه له ځانه

دکاروان ملګري ولې ستړي ښکاري

دشپې شمع تر سهاره وي روښانه

دسپرلي په اهمیت باندې دې پوی کړم

ښه ده ته هم يو موسم چې يې خزانه

باران هم دی سيلۍ هم ده خاموشي هم

دروازه هم خلاصه پاتې ده جانانه

طایرځلاند