جلالکوټ ادبي خوځښت يوکلن شو!

جلال الدين جمال

د جلالکوټ ادبي خوځښت غړو دتېرې جمعې پر ورځ خپله اونيزه ادبي غونډه ټوله  د خپلو ادبي هڅو د يو کلن کېدو نمانځنې ته بېله کړې وه.

خيبراحمد ترور چې د غونډې وياندويي کوله،لومړى محمود خزان د قرآنکريم د څو سپېڅلو ايتونو تلاوت ته وباله.

بيا فرهاد الله حسيب د تېرې اونيزې ناستې رپوټ ولوست،چې وستايل شو.

وروسته د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشادرغاند وبلل شو چې د خوځښت د پيل،هڅو او يو کلن کېدو په اړه وغږيږي.

رغاند د خوځښت د پيل اړتيا د ناپېيلو او ناندريو په امنو ځوانو فرهنګيالو له لورې په ننګرهار کې د پاى ته رسېدلو منظمو ادبي غونډو بيا پيلول وګڼل او ويې ويل،د خوځښت د يوه غړي او مشر په توګه ځان سرلوړى ګڼي چې خوځښتوالو تر وړاندوينې ډېر پرته له دې چې له چا کومه مالي يا بله مرسته ترلاسه کړي،پرخپل مټ او امکاناتو په يوه کال کې پنځوس اونيزې او لس ځانګړې کره کتنيزې او شعري غونډې وکړې.

 رغاند په دې برخه کې د خوځښت د ټولو او په ځانګړې توګه د مرستيالانو(خالدسنګر او انورالحق يرغل)هڅې نه هېريدونکې وګڼلې،پرخوځښتوالو يې د خپل فرهنګي احساس د لاسپېڅلي ساتلو او له تربګنيو د همداسې لرې والى غږ وکړ.

د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر دې ټکي ته په پام سره چې په ډېرو هڅو کې د مشرۍ،کشرۍ پر سر هڅې ناکامۍ او ټکني توب سره مخ کېږي،له داسې احتمالي کړکېچه د خوځښت د ژغورنې په نيت له مشرۍ څخه خپله او همدا شان د خپلو مرستيالانو (خالدسنګر او انورالحق يرغل)په استازۍ د هغوى استعفا خوځښتوالو ته اعلان کړه او پر دې دندو د نوو کسانو د ټاکنې په غوښتنې سره يې ټينګار وکړ چې  د خوځښت د دوام او پرمختګ لپاره به هرې قربانۍ ته حاضر وي.

د رغاند په خبرو پسې خوځښتوالو د خوځښت په اړه د غونډې د ځانګړې کېدو غوښتنه وکړه،د خوځښت لومړى مرستيال خالدسنګر وبلل شو چې د دې ناڅاپي پريکړې په اړه خپل نظر څرګند کړي.

سنګر د رغاند د خبرو په پخلي سره وويل،چې خوځښت پرخپلو ژمنو ولاړ دى او د يوه نېک احساس له مخې له کومې ستړيا،اختلاف او ستونزې پرته دوى په ګډه د استعفا پريکړه کړې.

محمود خزان وويل:(تېږه پرخپل ځاى درنه ښه وي)زه  د خوځښت د مشرتابه ډلې  پراستعفا خواشينى يم او ترې له دې پريکړې لاس په سر کېدل غواړم.

وروسته پر همدې موضوع بحث وغځيد،جانان زمري هم د خزان د خبرو پخلى وکړ او ويې ويل:زه وياړم چې په خوځښت کې داسې نېکه روحيه موجوده ده،زما هم هيله ده چې مشرتابه پلاوى دې پرخپل ځاى پاتې وي.

افکارمجرب وويل:زه فکر کوم چې که اوسنى مشرتابه پلاوى خپله استعفابياوانخلي،د خوځښت هڅې به ستونزو سره مخامخې شي.

جلال الدين جمال وويل:مشرتابه پلاوي د چا له خوابدۍ پرته خپل مسوليت ښه ترسره کړى او د بدلون ضرورت نه وينم.

احمد جمال جمال بيا له دې نظر لرونکو سره د نورو خوځښتوالو تر همغږۍ  وروسته     وويل:زه فکر کوم چې نوربحث ته به اړتيا نه وي،چې ټولو په يوه خوله د مشرتابه پلاوي استعفارد کړه او  د اختلافاتو د نه پيداکېدو اطمينان يې ورکړ،دوى بايد زموږ خبره ومني.

ارشاد رغاند د چکچکو په بدرګې سره سټېج ته ودريد او ويې ويل:د دې مننه درنه نه کوم چې زمونږ استعفاګانې مو ونه منلې،خوښ په دې يم چې د فداکارۍ يوه نوې روحيه پخپلو خلکو کې وينم.

رغاند چې د خوځښتوالو له نظرونو ډېرمتاثره برېښيده،وويل:نن زه د سنګرصيب او يرغل صيب په ملتيا ستاسې په ډاډ ټولو هغو ښاغلو ته چې د خوځښت پر هڅو حساب کوي،په ډېرې سرلوړۍ او اطمينان د لا ډېرو هڅو او هلو،ځلو ژمنه ورکوم.

د خوځښت مرستيالانو ښاغليو سنګر او يرغل هم د خوځښتوالو د يووالي،باور او فداکارې روحيې مننه وکړه او د خپلو مسوليتونو د لا ښه ترسراوي ډاډ يې ورکړ.

په وروستۍ برخه کې د ازادې مشاعرې ترڅنګ چې نېږدې دېرشو شاعرانو پکې برخه واخېسته،پريکړه وشوه چې د خوځښت مشرتابه پلاوى(رغاند،سنګر او يرغل)به د نورو ملګرو په مشوره  د خوځښت لپاره د نوو هڅو فکر کوي.

دا پريکړه هم وشوه چې خوځښتوال به پخپل دويم کال کې تر شعر ډېر نثر ته لومړيتوب ورکوي او په ادبي درسونو کې به نثري ځېلونه ډېر تشرېح کېږي.