غزل

شېرالرحمان بېتاب

شکر ماتم خو يې له مرګه پس پر ما وکړو
چې ساه مې ووته قاتل بريد په ژاړه وکړو

نور مې د ژوند په دې خونخوار ښار کې څه نه کړي
د يو ظالم مخکې اقرار مې په رښتيا وکړو

ما چې تورتم کې خپل بې وسه شان څراغ روښان کړو
بغاوت څنګه په سپيڅلي نوم هوا وکړو

دومره د فکر له زندانه تښتېدلى ومه
ما انتها کې سوچ په خپلې ابتدا وکړو