غزل

په دښتونو کې د ښار سندرې وايي
ليوني څومره د کار سندرې وايي

يو مزدور بنګړي اخستي ډېر خوشال دی
را روان دی له بازار سندرې وايي

اوس د هغو بابولالو دور تېر دى
اوس دې خلک د معيار سندرې وايي

زه دې دواړو اورېدلو ته قايل يم
ملا وعظ کړي، که فنکارسندرې وايي

د ساحل په شګو ناست ليکې راکاږي
سمندر ته د خپل ېار سندرې وايي

يو سړى بيا ګناهګار شو د چا ېار شو
د منصور غوندې په دارسندرې وايي

بد خواهان يې د فرياد دپاره غوږ دي
خو اتل ورته په جار سندرې وايي