غزل
په دښتونو کې د ښار سندرې وايي
ليوني څومره د کار سندرې وايي
يو مزدور بنګړي اخستي ډېر خوشال دی
را روان دی له بازار سندرې وايي
اوس د هغو بابولالو دور تېر دى
اوس دې خلک د معيار سندرې وايي
زه دې دواړو اورېدلو ته قايل يم
ملا وعظ کړي، که فنکارسندرې وايي
د ساحل په شګو ناست ليکې راکاږي
سمندر ته د خپل ېار سندرې وايي
يو سړى بيا ګناهګار شو د چا ېار شو
د منصور غوندې په دارسندرې وايي
بد خواهان يې د فرياد دپاره غوږ دي
خو اتل ورته په جار سندرې وايي
05.11.2011
- طاېر ځلاند
غزل
په دښتونو کې د ښار سندرې وايي ليوني څومره د کار سندرې وايي
يو مزدور بنګړي اخستي ډېر خوشال دی را روان دی له بازار سندرې وايي
اوس د هغو بابولالو دور تېر دى اوس دې خلک د معيار سندرې وايي
زه دې دواړو اورېدلو ته قايل يم ملا وعظ کړي، که فنکارسندرې وايي
د ساحل په شګو ناست ليکې راکاږي سمندر ته د خپل ېار سندرې وايي
يو سړى بيا ګنا...
05.11.2011
- طاېر ځلاند
غزل/قدرت الله عتیق سپني کوتري زماپيغام وطن ته ورسوه زما دزړه هم دامرام وطـن ته ورســـوه دوطن خلګوباندي وغوړه وه ښکلي وزرزمــا تحفه زما سلام وطــن تــه ورســـوه سپيني کوتري!داسي هم وکړه زمادپاره دسولي پاک سپيځلی نام وطن ته ورسوهزماسوچونه اوخیالات ټول دوطن ده پارهزمادژونـــددغه الهام وطــن ته ورســــوه زمادزړه پـــه دردخبري دهواکـــــوتري نودغه دردمي نن ماښام وطن ته ورسوه...