غزل/قدرت الله عتیق
سپني کوتري زماپيغام وطن ته ورسوه
زما دزړه هم دامرام وطـن ته ورســـوه
دوطن خلګوباندي وغوړه وه ښکلي وزر
زمــا تحفه زما سلام وطــن تــه ورســـوه
سپيني کوتري!داسي هم وکړه زمادپاره
دسولي پاک سپيځلی نام وطن ته ورسوه
زماسوچونه اوخیالات ټول دوطن ده پاره
زمادژونـــددغه الهام وطــن ته ورســــوه
زمادزړه پـــه دردخبري دهواکـــــوتري
نودغه دردمي نن ماښام وطن ته ورسوه
05.11.2011
- طاېر ځلاند
غزل
په دښتونو کې د ښار سندرې وايي ليوني څومره د کار سندرې وايي
يو مزدور بنګړي اخستي ډېر خوشال دی را روان دی له بازار سندرې وايي
اوس د هغو بابولالو دور تېر دى اوس دې خلک د معيار سندرې وايي
زه دې دواړو اورېدلو ته قايل يم ملا وعظ کړي، که فنکارسندرې وايي
د ساحل په شګو ناست ليکې راکاږي سمندر...
15.11.2011
- طاېر ځلاند
غزل
ښکاريږي چې دا هم د پښتنې سيمې منظر دى
اسمان په وينو سور دى چا وژلى مازېګر دى
سور رنګ چې راڅرګند شو په رګونو د چينه کې شوم پوې چې ښکته شوى تل د ځمکې ته پرهر دى
کوچۍ سره اوس مينه ستا ناشونې ده شپونکيه ستا لاس کې دى ټوپک دهغې شين منګى په سر دى
ته تل وايې چې ولې راته لار کې نه درېږې؟ دا ځکه چې په دې کې ګرانه ستا د سر خطر دى...