غزل
په دښتونو کې د ښار سندرې وايي
ليوني څومره د کار سندرې وايي
يو مزدور بنګړي اخستي ډېر خوشال دی
را روان دی له بازار سندرې وايي
اوس د هغو بابولالو دور تېر دى
اوس دې خلک د معيار سندرې وايي
زه دې دواړو اورېدلو ته قايل يم
ملا وعظ کړي، که فنکارسندرې وايي
د ساحل په شګو ناست ليکې راکاږي
سمندر ته د خپل ېار سندرې وايي
يو سړى بيا ګناهګار شو د چا ېار شو
د منصور غوندې په دارسندرې وايي
بد خواهان يې د فرياد دپاره غوږ دي
خو اتل ورته په جار سندرې وايي
03.11.2011
- طاېر ځلاند
په داسی حال کې چی پاکستاني چارواکي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو خبره کوي، ګڼ شمیر افغانان اوس هم له هیواد څخه کډوالی ته اړ کیږي.ممتاز بهیر ۱۳۹۰ کال د لړم میاشتې ۸مه نیټهد پاکستان لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني دوه ورځی مخکې په لندن کې د پولیو په اړه جوړې شوی غونډی ته وویل: نړیوال دې له پاکستان سره د افغان کډوالو په بیرته ستنولو کې مرسته وکړي....
05.11.2011
- طاېر ځلاند
غزل
په دښتونو کې د ښار سندرې وايي ليوني څومره د کار سندرې وايي
يو مزدور بنګړي اخستي ډېر خوشال دی را روان دی له بازار سندرې وايي
اوس د هغو بابولالو دور تېر دى اوس دې خلک د معيار سندرې وايي
زه دې دواړو اورېدلو ته قايل يم ملا وعظ کړي، که فنکارسندرې وايي
د ساحل په شګو ناست ليکې راکاږي سمندر ته د خپل ېار سندرې وايي
يو سړى بيا ګنا...