د طاېر ځلاند لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل / رحمان بابا
غزل رحمان بابا ستا په عشق کې هسې خلاص يم له شعورهچې يوه خبره نه لرم منظورهطبيبان وايي چې صبر دى دارو ديخداى فرقه زمونږ پيدا کړه ناصبورهتورې هر چرې تړلي په دښمن شيياره ستا سترگې دوستان وژني په تورهمعشوقې د زمانې شوې سره ټولېدزړه خونه مې يې ولوټله چورهزه تنها په ضرور نه يم ستا له غمهپيدا شوې عاشقي ده له ضرورههرې شپې لره
ما مې پلار ته ماتې ورکړه/ ځولۍ
ما مې پلار ته ماتې ورکړه ځولۍ ..........ماته اوس هم په یاد دي چې کله به مې مور د پلار يادونه راسپړل نو د پلار مینه به مې د مور په سترګوکې داوښکو سیلابونه جوړ شول اوموربه مې داسې ستر منه ، سترمنه د سترګو راوویسته او دخپل سپيڅلي پوړني په څنډه کې به یې ونغښته.مور به مې د فخر د جذباتو په وجدکې ورکه وه .ما به داسې انګیړله چې مور مې د کوم میړني سرتیري کیسه راخیستې ده چې د وطن د عزت او ازادۍ جنډه یې په لاس کې ده او مخامخ د غلیم مخې ته وردانګي غلیم ته ماتې ورکوي او دخپل خوږ وطن سپ
دسندرو شهزادګۍ / قلندر مومند
د سندرو شهزادګۍ قلندر مومند دسندور شهزادګۍ رانه خفه دهرنګینۍ مې په غزلو کې عنقا دي داچې خیال ته مې راالوځي هغه ده چې خورې یې تورې زلفې په هوا ديچې مستۍ یې ګډي کړي په هرخوا دي چې له سهمه یې نګهت پریشا
غزل / طایرځلاند
غزل طایر ځلاند داسې دحالاتو پیچ و تا ب کې راګیر شوی یم راشه کنه یا ره اظطرا ب کې راګیر شوی یم ژوبل مې احساس شو په تیرو تیرو ازغو دوختپوه نه شوم خو سحر دګلا ب کې راګیر شوی یم پخو لاندې نه زمکه لرم نه په سر اسمان مې
د چرسو کنډولی/ ځولۍ [پ]
د چرسو کنډولیځولۍ [پ]له واده نه مې وروسته دا لمړی وار دی چې خپلې پلارګنۍ ته ورځم د خسرګنۍ او پلارګنۍ د کورونو تر منځه مې د ورځو او شپو مزل پروت دی خو زما ډیره بیړه ده چې کله به خپل کلي ته ور رسیږم اودا اوږد مزل به کله پای ته رسیږی په ستو مانتیا هیڅ نه پوهیدم خو دا اوږد مزل راباندیې ډيرغمیدلی و.زړه به راته وایلې چې کاشکې مې وزر درلودلی چې په هوا شوې وای او خپل کلي ته رسیدلې وی او په سپین رود کې مې مخ مینځلی وی او د سړې چینې نه مې سړې ،سړې اوبه چکلې وی چې ما به هر مازیګر ترینه
نوی خط / طایرځلاند
نوی خط طایرځلاند: لکه یو ورک مسافر دافریقا په یو ه تور ځنګل کې کړي دښار لاره پیدا ، یا سمندر کې بې بادبانه کشتۍ چې ترېنه لاره دسا حل ورکه وي په سمندر کې جزیره اومومي، یا یوه چټه پیغله له شل کلونو روسته
غزل ګو شاعر ، څوك ؟/طایرځلاند
غزل ګو شاعر ، څوك ؟ طایرځلاند كله چې هم په شعر خبرې كيږي نو تاسې به هم دداسې ډيرو اصطلاحاتو سره مخ شوي يې ، چې يا خو به مو دهغې داصطلاح په پټو معانيو سوچ نه وي كړى او راوړل شوې اصطلاح ته به مو په يو بابيز نْظر كتلي وي ، او كه سوچ مو پرې كړى هم وي نو دتوهم ديو نوي جهان سره به مخ شوي يې ، چې له دې جملې نه يوه هم دغزل ګو] او [ نظم ګو] اصطلاحات دي دغه دوه اصطلاحات چې هريو يې يو بشپړ شاليد لري زياتره وخت
غزل/ امجد شهزاد
غزل امجد شهزاد مونږه هره ورځې يو خبر لرۀمونږه دَ مُودو نه جنګ پۀ سر لرۀمرګ مو خپل ليدو خو وارخطا نۀ وودومره مو ايمان پۀ خپل نظر لرۀمونږه دَ تيارو به څۀ خاطر کوۀمونږه چې هر فکر لکه نمر لرۀمونږه همه ګير انسانيت منۀزړۀ کښې مو دېوال لرۀ نۀ ور لرۀمونږ دَ محبت باچاهي غوره کړهمونږه سوچ دَ زور اؤ نۀ دَ زر لرۀمونږ دَ تشدد دَ فلسفې خلافمونږه خو بس دغه يو هنر لرۀ
غزل / طایرځلاند
غزل طایرځلاند انعام دمحبت دي دې کوڅو کې زنځیرونه راوړي مې دي خدایګو په لاسو کې زنځیرونه ماداو کړل پرې په یو ځل دځوانۍ برکتونهخو تا راته ساتلي وو کمڅو کې زنځیرونه اظهار چې دالفت دسپین سبا دناوې غواړم شرنګیږي مې دخیال په تورو شپو کې زنځیرونه
غزل / طایرځلاند
غزل ځلاند ورښکاره یې چې څهره کړله میراتهاینه دوخت په لاس کې شوله ماته نیست خو نه یې ، هو په هست کې دې ګمان دیځان راوپیژنه څه یې کایناته ؟ دهجران دتجربې له پاره ګرانهیو څه وخت زړه صبروو له ملاقاته
زه دجنت او ددوزخ په دروازه کې یمه
زه دجنت او ددوزخ په دروازه کې یمه
نو ی غزل / طایرځلاند
غزل طایرځلاند کاینات واړه ،یاره ستا په انتساب ښکلی شيتاته چې دریې کړم نو هله ګل ګلاب ښکلی شي چې دلونګو خوشبو نه لري . وي تور په لوګونو دغه ښار به اشنا بیا په کوم حساب ښکلی شی خدای شته دتا دسترګو نور وي معجزه ، که بل څهکله ناکله رقیب هم لکه ثواب ښکلی شي چ
زه+ زما وطاق : طایر ځلاند
زه+ زما وطاق : طایر ځلاند چې دښار له شورو شره مې زړه تنګ شیاحساسات مې دفکرو سره په جنګ شیدوطاق ورکړمه ځان پسې راپورېتر غوږونو مې دا ستا دبنګړو شرنګ شیستا یادونه لکه سېوری په ما راشیزما زړه یو سمندر شی په غورځنګ شیښایستونه دفطرت راته مسکی شیښاره ستا دښایستونو پیکه رنګ شی
ستا د تصوير په ليدو / طایرځلاند
ستا د تصوير په ليدو ** ګران افغانستا ته زما په خيال خپسه کينا ستلهزما د ذهن دروازې بندې شوې زما احساس د خپله برمه پرېوتزما دفکر انګازې بندې شوېچې مې دستا دژوند منظر وليدو
ورکه ماضي
ورکه ماضي طاير ځلاند ژوند لکه سيند په مخ روان دى په شا نه راګوري وخت دهوا په اوږو سور دى چاته وار نه کوي څومره کلونه څومره ورځې څومره شپې تيرې شوې خو څو شېبو ته مې درزا دزړه ونه درېدله اوس هم ستا لارې څارم ګرانه او هم تا يادوم ځکه يوخــــــت تاهم زما په ياد ژوندون تــــيروه يووخ
د ځلاند شاعري د يوې ځغلندې کتنې په درشل کې
د ځلاند شاعري د يوې ځغلندې کتنې په درشل کې ارشاد رغاند ډ ېرې خبرې داسې وې چې پرې تر پايه ټينګار ناشونى او ناسم کاروى،شعر هم زما په اند يو له هغو توکو دى چې د پولو ټاکل او پوره تعريف وړاندې کول يې نېمګړې اود نه کېدو چاره دهدا خبره مې
پښتو غزل په سرو تال کې
پښتو غزل په سرو تال کې ليکوال طايرځلاند دمحفل ښايست په څه دى ؟ په نغمه يا په شراب ، له شرابو مۍ توبه ده ، زه مهي يم نغمه اب ، موسيقي دانساني سرشت او انسان روح دتسکين يوه فطري ذريعه ده په قدرتي توګه په ابشارونوکې د اوبو په شور کې خپله موسيقي ده . ددنسيم په نرمه او پسته هوا چې له پاڼو سره کله غاړه کيږي نو په هغې کې هم يو قسم خوشالۍ بښونکي اهنګ محسوس
لنډه کيسه
لنډه کيسه پيژندګلو خاورچودھری ژباړن ـــــ طاير ځلاند دهغې په دماغو کې څړيکې وې ،لکه دهغې دسر هډوکي او رګونه دريل ګاډي پاټلۍ وي او ريل ګاډى پرې خپله لاره وهي ،دهغه خيالات خواره واره و،دوه درې ځله هغه غوښتل چې خپله توجو بدله کړي خودهغه په بې قرارۍ کې هيڅ کمى رانغى،ددفتر دتورو شيشو بل خوا هغه کتل په سوچ کې ډوب شو، اودکلونو دمودې وهلوسره هغه ته دراتلونکي وخت يو سپين ګيرى په نظر راغى ،دپيپل په خورو ورو ښاخونو دځان پټولو هڅ