زه+ زما وطاق : طایر ځلاند
چې دښار له شورو شره مې زړه تنګ شی
احساسات مې دفکرو سره په جنګ شی
دوطاق ورکړمه ځان پسې راپورې
تر غوږونو مې دا ستا دبنګړو شرنګ شی
ستا یادونه لکه سېوری په ما راشی
زما زړه یو سمندر شی په غورځنګ شی
ښایستونه دفطرت راته مسکی شی
ښاره ستا دښایستونو پیکه رنګ شی
نو دښار له ښکلاګانو مې زړه تور شی
راپه زړه راته یارانو کلی کور شی
هغه شپې ، هغه شیبې ، هغه وختونه
هغه زیړمازیګری ، تور ماښامونه
چې په ښکلو ښکلو حورو وې ابادې
هغه لارې او کوڅې او ګودورونه
په غنمو به تک شین کلی سمسور و
او شړشم به وو ولاړزیړ زیړ ګلونه
ټول ځوانان به له مستۍ نه لیونی و
وو شلیدلی به دژڼو ګریوانونه
پرهرونه مې دزړه په کې دمه شی
راپه زړه چې کلی کور یوه شیبه شی
هغه سترګې چې نشې وې خمارونه
دکتو سره راتلل به قیامتونه
چې به کله هغه دوه سترګې څلور شوې
نو سینو کې درزیدل به ورته زړونه
هغه شونډې چې خیرې یې وې سندرې
هغه لیچې غږول یې چې سازونه
یو انځور زما دخیال په اینه کې
راته وخاندی او راوړی بارانونه
په تنها وطاق کې ځان سره مسکی شم
ګله ستا دیاد مستۍ کې لیونی شم