غزل

هر نظر کې یې يو نوی کوه طور دی

ستا په سترګو کې دچا دسترګو نور دی

غونډه ورځ یې ستا دبام په سر ولاړ و

داچې لمر نن په ماښام کې داسې سور دی

دیوالونه دې هم ځان سره په شور کړل

دا په شونډو دې دچا دفن زبور دی

ژوند بې ځایه په څو کرښو کې راګیر شو

بغاوت له سرحدونو نه ضرور دی

صلیبونه خو په هره لاره جوړ دي

خوکمی دحق اواز ته دمنصور دی

 ځلاند