غزل

ورځه چې ستړي شي نو ژوند ته شي دشپې ضرورت

دهجران لمر کې راته دی ستا دسايې ضرورت


مابه ژړل زه به له درده غرو نيولی ومه

ماکه خندل نو وه به دا دزمانې ضرورت


څان به پېدا کړي په کې ځان به په کې وپيژني

دمرګي ښار ته دی دژوند د آيېنې ضرورت


داهسې نه دی شو له خپلې ناکامۍ خاموشه

دی دې تصویر ته ستا دزړه داستانې ضرورت


طایره نور به داحساس رڼا کې سا اخلمه

ستړي مزل ته به ترڅو وي دډيوې ضرورت

2011ـ7ـ30 کابل