طایرځلاند دنوي غزل نوی غږ:

 

 ليک شېرالرحمان بېتاب

 

 

په ٢١مه پېړۍ کې که له يوه اړخه د ساينس چټک پرمختګ او پېش رفت نړۍ ګوته په خوله کړه، نو بلخوا ادب هم بې  روحه کالبوت پاتې نه شو. بلکې خپله ځولۍ يې دومره پراخه او ارته کړه چې له اثره يې ساينس هم خپله لمن ونه ژغورله.پخواني ناکاره او مښل شوي مضامين له يوې مخې لرې کړل شول پر ځاى يې نوي نوي مضامين پښتو شاعرۍ ته ورګډ شول. له روايته اديبان او شاعران د نوښت (جدت) لورې ته راوکوچېدل. سربېره پردې په زاړو ژانرونو هم نوې نوې تجربې او ازميښتونه وشول. هم يې په فورم کې بدلون راغى او هم يې نوي مضامين په خپله ځولۍ کې ځاى کړل.له همدې کبله يې د خلکو نظرونه ځان پلو راجلب کړل.په دې ازمېښتونو يې که يو پلو ساه اوږده شوه نو بل پلو يې ظاهري بڼه او فورم کې هم بدلون راغى. نوي نوي ژانرونه پښتو ادب ته وروپېژندل شول. دې ژانرونو کې هم کار وشو.

        د ٢١مې پېړۍ په لومړۍ لسېزه کې ځوان او تکړه شاعر او ليکوال طاير ځلاند هم د خپلې لومړۍ شعري ټولګې(خوشبو نه وينه د رنګونو څاڅي) په واسطه ځان د پښتو په شعري بهير کې راڅرګند کړو. په ډېره لږه موده کې د يو نوښتګر  او تکړه شاعر په توګه په ګرده پښتونخوا کې د ځلانده لمر په څېر وځلېده.

          طاير ځلاند په خپله شاعرۍ کې ګڼو موضوعاتو ته د شعر ژبه ورکړې ده. يعنې د فکر په دايره کې يې رنګه رنګ فکري زاويې وجود لري. خو د شاعرۍ زياته برخه يې د خپل وطن (افغانستان) درد، غم، الميو، د کونډې او يتيم اوښکې، د بورې مور ژاړه، د مهاجرت دردونکې شپې او ورځې انځوروي. طاير ځلاند چې په کوم ماحول او چاپېرچل کې ژوند کوي ددې ماحول په وېر باندې وېرجن دى ځکه خو وايې.

هغسې تور دي په لوګو وران ديوالونه د کور         دجنګ سېلۍ مودې وژلې څراغونه دکور
په نېمه شپه دلته راځي د الوتکو کاروان              هر چاته خپله کربلا ده انګړونه د کور

         پورتني شعرونه که د وخت ښه انځورګري کوي نو د حقيقت تر پولو هم رسېدلي دي. ځکه چې زمونږ دې دوو نسلونو دا تريخ حقيقتونه د سر په سترګو ليدلي دي. په مخکېنې نسل (پلارنۍ طبقه) باندې د روسيانو د بمونو ډالۍ وارېدل کېدې. پر موږ خو د خداى رحم دى د لسو هيوادونو د اتومي بمونو ښکار ګرځېدلي يو. پر موږ باندې د خپلو اتومي بمونو ازمېښتونه کوي. زمونږ شېرين او خوږ هېواد ددې لسو هېوادونو د وحشي بمونو تجربه ګاه ده. ملامته هم موږ يو. ترهګر هم موږ.

          طايرځلاند چې د کوم هدف او منزل په لټون لالاهانده او سرګردانه روان دى. هغه منزل ته مزل په تورو شپو دى، منزل يې ډېر لرې پروت دى، ځاى پر ځاى پر لاره تېندکونه خوري، وجود يې په کاڼو او ډبرو لګېږي، ټول وجود يې زخمي زخمي او ژوبل ژوبل دى، دا چې طاير ځلاند يو روڼ فکره او بااحساسه زلمى دى. پدې زړه چاودې او ستومانه سفر کې که هر څو وهمونو او شکونو په دايرو کې راګېر دى. خو طاير ځلاند د همت ، عزم او ارادې ترک کولو نه دى او په ډاګه چغې وهي او وايي.

بيا نو دا لارې سر کول ګرانه خبره نه ده     

         خو که منزل ته د مزل جامې رښتيا کړو په ځان

يا دا لکه چې وايي.

خېردى ملګرو که کږې دي او اوږدې لارې دي       

      مونږ به منزل ته پرې رسېږو ډېرو ښې لارې دي

     ډېر ملګري د طآير ځلاند استعداد ته ګوته په خوله وو او اوس هم دي. پروفيسور سورج نراين چې د اردو ژبې په خېبر پښتونخوا کې ډېر ښه شاعر دى. يعنې د اردو ژبې د شاعرانو په صف کې اوله نومره  شاعر دى. په اردو ژبه کې يې ټولو شاعرانو نه زياتې غزلې ليکلي دي هغه ورته د پښتو ژبې غالب (مېرزا اسدالله خان غالب) وايي. ځکه چې هغه سورج نراين اسدالله خان غالب خپل تره ګڼي او د هغه په ليکو (ځمکو) کې خپله شاعري کوي. ټولې غزلې يې د هغه په ځمکو کې ليکلي دي. اکثره ملګري وايې چې د طايرځلاند نه يې شاعري ډېره مشره ده.

          نفسياتي کره کتنه اصول او ارونه مونږ ته دا راښايې چې انسان څنګه سوچ او فکر کوي. څنګه يو کيفيت يا حالت محسوسوي او په څه وخت کې د انسان څه څه احساسات او جذبات وي. کله چې په يوه فنپاره نفسياتي تنقيد کېږي نو کره کتونکى دا سوچ کوي چې داسې کوم خارجي او داخلي عوامل وو چې په تنيجه کې يې دا فنپاره تخليق شوه. يعنې څه عوامل وو چې تخليقکار يې دې ته اړ کړى وو. ضروري او اړينه خبره داده چې ددې فنپارې د تخليق په دوران کې د تخليقکار ذهني حالت څه وو؟ او داسې کوم عوامل وو چې دا يې دې فنپارې ته وهڅولو؟نفسياتي کره کتنه د ويښته نه نرۍ او د تورې نه تېره ده. پدې لاره مزل کول ډېر اخطياط غواړي. که د تخليقکار ژوند کره کتونکي ته څرګند او معلوم وي نو نفسياتي کره کتنه کې يې رهنمايې کوي.

     راځئ چې د پورتنيو اصولو او ارونو په رڼا کې د طايرځلاند شاعرۍ سره په دې لاره يون او مزل وکړو.

بس دى تقديره ازمېښت څو پورې کوې به په ما 

  يو تنهايې ده بله شپه ده بل يادونه د کور

     پورتنى شعر طاير د مساپرۍ (پردېسۍ) په جريان او دوران کې لېکلاى دى. طاير ځلاند د مساپرۍ په دوران کې په يوې ځانله اطاق (کوټه) کې اوسېده. د خپل کور، کلي ، ديار په ارمان کې به کله کله د فکرونو په نړۍ کې يې له سترګو دومره اوښکې توې شوې چې ګرېوان به يې پرې لوند شو له قسمت او تقدير نه به يې هم ګېلې په ترنم کې شروع کړې او همدا اثر او وجه وه چې طاير ځلاند يې دې شعر پنځولو او زېږولو ته اړ کړى وو. خو بيا کله کله به دفکرونو په نړۍ کې د امېد پرښتې له لاسه ونيوه او په سر به يې ورته د امېد لاسونه راکاږل او طاير ځلاند به څه په دا رنګې ګويانه شو.

که وايم نه لرم څوک زه د تنهايۍ نه سېوه    

       بيا د نسيم ښکلې وږمې نو د چا زېرى راوړي

     راځئ چې د لا اسانتيا لپاره د طاير ځلاند ځنه شعرونه د يو بل مساپر شاعر له شعرونو سره مقايسه او پرتله کړو. کاظم خان شېدا (رح) که هر څومره د پښتو مشکل پسند او نازک خياله شاعر دى خو له دى نه هم انکار نه شي کېداى چې د عمر زياته برخه يې په جلاوطنۍ يا مساپرۍ کې تېره کړېده. دا چې جلاوطني د دواړو شريک سمبول او علامت دى. نو د ژوند نفسياتي فضا يې هم سره نږدې ده.او د يو بل پرتله او مقايسه هم په اسانۍ سره کېداى شي.کاظم خان شېدا په مساپرۍ او جلاوطنۍ کې نور څه لرل، که لرل يې د کاغذ پر مخ يو څو شعرونه (غزلې) وې. چې پښتانو ته يې د (ديوان کاظم خان شېدا)په صورت کې پرېښې دي. کله به چې څوک له هنده روه(پښتونخوا) ته څوک راتلو. نو کاظم خان شېدا به ورته خپلې غزلې ورکړې. چې يو يې له خپلې خاورې سره ادبي رشته پالـله بل يې دې بې بها خزانې او ګنج نه نور څه لرل؟ غزلې او شعرونه به يې د سرايې يارانو ته رالېږل. ځکه خو وايې

 

شېدا واستوه رنګين اشعار له هنده

ستا له رايې سره اشنا د سرايې ياران دي
دا غزل د شېدا ژر يوسئ له هنده

چې ياران يې د وطن څه رنګ ځواب که


     راځئ چې اوس طايرځلاند ته غوږ شو چې دا شاعر څه وايې.

 

دا خو دا ستا برکتونه دي بآګرامه زار شم

ګنې اول کې مې خواږه داسې شعرونه نه وو
دا ستا زخمي څېره مو هېره نه ده

کابله خوښ که پېښور کې اوسو


  د طاير ځلاند په شاعرۍ کې د شعر رواني، مقصديت، د قوم او وطن درد او غم، د وخت ښه عکاسي، نوي نوي رديفونه، نوي نوي ترکيبونه، په مختلفو قافيه ګانو ازمېښت، نوي نوي تشبېهات، نوي نوي استعارات، مختلف صنعتونه، خوږ تکراريت، تلميح ګانې، ذولقافتين، تضمين، پاراډوکس او ..... موجود دي.

د طاير ځلاند په فکري دايره کې هر رنګه فکري زاويې وجود لري. لکه (هاده فکري زاويه، منفرجه فکري زاويه، او قايمه فکري زاويه) بلکې په مختلفو درجو کې فکري زاويه ګانې لري.د طاير ځلاند شاعري درې  لوې فکري زاويې لري (اوله فکري زاويه عشقي شاعري (عشق مجازي او عشق حقيقي)، دوهمه فکري زاويه فطري شاعري، دريېمه فکري زاويه يې د وخت عکاسي يا د حالاتو انځورګري ده، چې يو تاريخي حثيت هم لري. څنګه چې يو شاعر او ليکوال د ټولنې نه اخذ او اخستنه کوي او هغه بېرته ټولنې ته ورکوي. که د هغه په فنپارو کې هرڅه وي هغه به په ټولنه کې ضرور موجوديت لري.شاعري د ژوند نه اثر اخلي د ژوند عکسونه او د ژوند موضوعات په خپله ځولۍ کې رانغاړي او ځاى ورکوي. له همدې کبله شاعرۍ ته د ژوند ترجماني يا عکاسي وايي مګر ددې سره سره د شاعر شخصيت هم ورباندې د خپل علم او استعداد مطابق اثر غورزوي. په دې نظر طايرځلاند هم باور لري. ځکه خوطاير ځلاند وايي.

 

د رواياتو د محل اشتهار

زما تخليق د چاپېرچل اشتهار


              څنګه چې عشق او مينه د شاعرانو مېراث او اثاثه ده او شاعري د عشق او مينې تخم دى. يتيم هر وخت په ژاړه سر وي.

 

حيف اس چاره ګره کپړے کې قسمت غالب

جس کے قسمت مين هو عاشق کا ګريبان هونا
                                                                                                   مېرزا اسدالله خان غالب

 

         همدغه عشق او مينه ده چې په خلکو کې يو خوځښت پېدا کوي او د يو عادي کس نه يو هنرمند جوړوي. عشق او مينه د روح غوښتنه ده.عشق مجازي تل د زوال په لوري حرکت کوي. او هوګو خو بيا وايې چې "هغه څوک ډېر نېکبخت دى چې خداى ورته داسې زړه ورکړى چې د عشق او سوزاو ګداز لايق دى. چا چې د عالم اوضاع او د انسان زړه د عشق په دوه مخېزه هنداره کې نه وى ليدلى هغه هيڅ حقيقت نه دى ليدلى او په هيڅ نه دى پوه شوى"

   عشق مجازي د عشق په لورې لومړى ګام او پوړۍ ده. کله چې په عشق مجازي کې څوک تجربې وکړي او سره سر له ناکامۍ سره مخ شي نو د بيا د سکون لپاره په عشق حقيقي کې د تل لپاره پناه واخلي. عشق مجازي که عروج لري نو زوال هم لري مګر عشقې حقيقي زاوال نه لري هغه تل د عروج په لور روان وي. د طاير په شاعرۍ کې هم د عشق مجازي ډېر شعرونه شته دى او داسې معلومېږي چې ښاغلي په عشق کې مجازي کې له ناکامۍ سره مخ شوى او کېداى شي چې په ايينده کې په عشقې حقيقي کې د تل لپاره پناه واخلي. که د هغه ټول عشق مجازي شعرونه ولوستل شي نو يوه ډېره زړه راښکوونکي افسانه تري جوړيږي

لکه دا لاندې شعرونه.

په يو لټون کې په يوه نقطه جدا څنګه شو

څه وه زما د زړګي سره څه وه ستا اراده
دواړه به په ليک د تندي وژاړو په دې پړاؤ

ته له مانه پاتې شوې زه تانه تنها پاتې شوم
دا دومره فرق زما او ستا په منځ کې څنګه راغى

زه دې بغارې وهم سوازم او ته ښاد او اباد
 چې لاس دې ر اکړو اوس په نېمه لار تنها مې پرېږدې

دا خو نه مينه شوه اشنا نه د پښتو روايت
د چا د ژوند د ارزوګانو د تکميل په خاطر

دخپل ارمان لاش مې د زړه کنډر کې ولمبوو

     اخر شعر خو يې د اخلاقياتو يوه ښه نمونه ده چې د شاعر څېره پکې څرګند دى او شاعر يوه بې رويه بې ريا اېينه ښکاري.

      اکثره شاعران تصوف د يوې ښې موضوع په توګه په خپلو شعرونو کې راوړي. همدا سبب او علت دى چې صوفيانه شعرونه د ځېنو شاعرانو په غزلو کې موندل کېږي. مګر په داسې شاعرۍ کې نه درد وي نه څه اثر نه؟ او نه پر يو چا يو کېفيت راولي. خو ددې بر خلاف څه شاعران داسې هم شته دي چې په عملي توګه خو صوفيان نه دي مګر په ژوند کې يې ضرور د تصوف څه نا څه عنصر او سمبول وجود لري. طاير هم په يوې دينداره کورنۍ کې سترګې غړولي او لوى شوى دى پلار يې يو عالم او فاضل سړى دى ضرور به يو صوفي هم وي طاير خو په رښتوني توګه صوفي نه دى مګر ضرور به يې په تنهايۍ کې د محبوب حقيقي په باره کې غور او فکر کړى وي.څنګه چې تصوف او شريعت دواړه لازم او ملزوم دي. هر څو که طايرد شکل او بڼې نه خو صوفي نه ښکاري خو په يو شعر کې داسې څه څرک شته چې هغه د څه مودې لپاره په عملي تصوف کې پاتې شوى دى. (په رښتوني ډول خو صوفي نه دى، مګر په تحت الشعور کې يې تصوف مېشته دى). او کېداى شي چې نږدې وخت کې په عشق حقيقي (تصوف) کې پناه واخلي.

        حضرت داتا ګنج بخش (رح) وايې چې "هغه خلک چې خپل اخلاق او معاملات پاک او سوتره وساتي او خپل باطن د کفر د تيارو نه پاک کړي هغه صوفي دى". سربېره پر دې اخلاقي شعرونه هم په صوفيانه شعرونو کې راځي.

 

پوهېده غواړي په منصب د خدايۍ اوس طايره

دا چې بېدار ستورو ته ناست دي تر سهاره خلک


  پورتنى شعر کې د تصوف يو تصوير وړاندې شوى دى چې صوفيانه ټوله شپه د نفس سره په مجادله مجاهده او جنګ کې تېروي . ددې دنيا په رمزونو او رازونو ځان اګاه کوي اکثره صوفيانو ته دا دنيا د هيڅ شى ارزښت هم نه لري.

د طور د جلوې پړق يې په تندي باندې روښان وي

راغلى چې دا ستا له ملاقاته کوم وګړى


پورتني شعر کې تلميح د موسى ع او د الله ج ملاقات چې په کوه طور کې خداى ورته خپله جلوه يا پړق وښوده. او د موسى ع ټول قوم بېهوشه شولو. د خداى د نور تاب يې ونه لرلو. او ټول پرکاله شول.

 

ما تېرې کړي څو لمحې په مقدسې نامې

شونډې مې دواړه خوازېدې په مقدسې نامې


 خو د طاير دا شعر مونږ ته داسې وايې چې طايرځلاند په عملي ډول په تصوف کې پاتې شوى دى. يا کېداى شي چې په تنهايۍ کې يې د خداى په اړه څه تصور يا فکر کړى وي او د هغې فکر په نتيجه کې دا شعر پېدا شوى وي.

طايرځلاند په مجازي شاعرۍ کې د حلاتو د  بې روخۍ او د رواياتو نه ډېر شکايت کړى مګر په صوفيانه شاعرۍ کې يې په څېره باندې تبسم خور دى د طاير په مجازي شعرونو کې چرې هم مصنوعيت يا جعل نشته ليکن دا حقيقي تصويرونه ښکاري. دده په عشق کې خوداري ده، خلوص، انسانيت، او اخلاقيات دي.

د طاير ځلاند د شاعرۍ بله لويه فکر زاويه د کايناتو مشاهده يا فطري شاعري ده. ښآغلي چې په فطرت او طبيعت کې څه خوښ شويدي هغه ته يې په شاعرانه نظر کتلي بيا يې را اخستي دي او خپل داخل کې يې اغږلي او بيا يې د خپل استعداد مطابق ورته د شعر جامه ور اغوستې ده او په يوې نوي انداز کې يې خپلې ټولنې ته پېش کړيدي. چې هم پکې خوند او لزت دى او هم نوي والى. ښاغلى وايې چې په فطرت کې يو څاڅکى هم د خپل وجود اثبات لپاره په درياب کې پناه اخلي او خپل وجود ثابتوي.الطاف حسين حالي وايې چې"په شعر کې داسې خبرې يا مضامين بيان شي چې هغه همېشه په نړۍ کې پېښېږي يا پېښې شوي وي.که ددې نه خلاف د کوم شعر مضمون وي هغه به غېري فطري وي نه فطري"

 

ګوره د خپل وجود بقا دپاره

قطره قطره درياب کې ساه اخلي
سحر شي او ماښام شي کله ورځ شي کله شپه شي

فطرت د زمانې دى چې په هر رنګ څرګندېږي
عجبه دا نه ده چې وشي په ازغو کې ګلان

عجبه داده چې ګلان څنګه ازغي ونيسي
 دلته کې لمر لاس کې نيولى د سکروټو تخم

دلته دي شپې کړې د غم د تورتمونو جامې


درېيمه لويه فکري زاويه يې د وخت عکاسي يا تاريخي شاعري ده. چې يو تل پاتې عمر به ولري. هر شاعر چې د خپل وخت غوښتنې او ضرورتونه په خپل شعر کې بيان کړي. هغه شاعر ته د وخت انځورګر يا عکاس شاعر ويل کېږي. له همدې سببه شاعر يو مورخ هم ګڼل کېږي. نن سبا چې د پښتون په سيمه کوم جنګ روان دى. پښتون حفاظت کې نه دى. د پښتون کلتور په مخفوظ کې نه دى د پښتون جومات او هوجره په مخفوظه نه ده نو له همدې حالاتو نه طآير هم رنګ اخستى دى. او دې شعرونو ليکولو ته اړ شوى دى.

 

داسې محلت کې مو ګزران دى د مرګي په ډګر

د ورځې کار وکړم د شپې د ځان پهره کومه
داسې جمود خور دى چې

مرګ په هر منظر ولاړ
دلته انسان ربه د ځان د حفاظت په خاطر

لاره د بل انسان په نيت د تباهي ونيسي

 

   د طاير ځلاند په شاعرۍ کې ځاى پر ځآى ادبي شعري صنعتونه هم موندل کېږي او په ډېر مهارت سره يې کارولي دي. راځئ چې دلته يې يو څو شعري ادبي صنعتونه په شريکه سره ولولو.

استعاره په شعرونو کې په صحي توګه په رښتوني معنا نه استعالېږي، بلکې په داسې معناګانو کې استعمالېږي چې د هغې ذکر په يو قاموس يا سيند کې هم نه موندل کېږي. استعاره په لغت کې قرض اخستلو ته وايې او په اصطلاحي توګه د تشبې هغه لنډ حالت دى چې مبالغه پکې موجوده وي.

يوه خپسه ددې خلکو په مرۍ غلې شوه

ګنې نو دومره خاموشي په دې مکان کې نه وه
زه سوازېدم لمبه کېدم خو ما اظهار نه کاوه

ماته اى ګله! ستا مزاج د ګل مزاج ښکارېدو


  په پورتنيو شعرونو کې مکان ددې ګردې نړۍ لپاره او ګل يې د يو چا لپاره استعاره کړى دى.

پاراډوکس د تضاد يا طباق يو ډول ته وايي کله چې شاعر دوه حالتونه سره ټکر کړي او ددې څخه يو دريم حالت راپېدا شي دې ته پراډوکس وايي. لکه د طايرځلاند په لاندې شعرونو کې

 

بيګا مې خوب کې داسې خوب ليدلى

زه ومه وېښ او نور وېده وو خلک
ددې حالاتو په دوزخ کې د سکون په خاطر

زه دې د ياد د احساس سيوري ته دمه کومه


            په دې شعرونو کې دوه حالتونه سره ټکر شويدي او يو دريېم حالت ترې رازېږدلى دى. لکه په اول شعر چې خوب او وېښتوب سره ټکر شوي دي او دريېم حالت (خوب او وېښ) تر رازېږدلى دى.

علامت د طآير ځلاند په شاعري کې ډېر علامتونه يا سمبولونه استعمال شويدي. خو په لاندې شعرونو کې

 

ډېر يو نزدې يو بل ته ناست مخامخ

ته د زهرا زه د زخل په اوګو
هر يو ديوال باندې د کلي تورکارغان دي موجود

سپينو کوترو نه خالي دي ټول برجونه د کور


       په لومړي شعر کې زخل او زهرا چې دوه سيارې دي. د علم عمليات له نظره يو د سعد (محبت) د علامت او سمبول په توګه بله د نحس (نفرت) د سمبول په توګه استعمال شوېده. په دوهم شعر کې کارغان چې د بدامني او جګړې سمبول دى او کوترې د سولې او امن سمبول دى.

 

لکه ملهم په هر پرهر کې اوسو

ځکه د هر چا په ځېګر کې اوسو


پورتنى شعر که هر څو په فکري لحا‎ظ لږ ګوډ او شل ښکاري خو د تختايې ډېره ښه نمونه ده. معنا دا چې ټول شعر کې پورته ټکى (نقطې) نشته بلکې ټول ټکې (نقطې) يې لاندې دي.

د طآير ځلاند په شاعرۍ نورې هم بلا خبرې کېداى شي او که مونږ د ذهنونو له پردو نه ګردونه څنډ وهو نو ښه په ډاډه زړه ويلاى شو چې د طايرځلاند شعري ټولګه(خوشبو نه وينه د رنګونو څاڅي) ددې دور د هر نماينده شاعر د ښې ټولګې سره يو ځاى مزل کولاى شي. د طايرځلاند شاعري د مضمونونو او فکري نړۍ په لحاظ يو ځانګړى رنګ خوند او لهجه لري. بايد چې په زغرده سره ووايم چې طايرځلاند په کومه ټولنه کې ورځې او شپې سبا کوي. شايد چې په هغه ټولنه کې دده شعر ته څوک ترجيح ورنکړي. خو ښه شعر په خپله يو مېډال هم دي. يوه ستاينه هم ده او په دې ښاغلي ته په کار ده چې زړه ونه خوري.  په اخره کې زه طاير ته د نورو برياوو دعا کوم. او د طآير په دې شعر خپله لېکنه پاى ته رسوم.

 

دغه پړاؤ د فن تکميل مه ګڼه

طايره نور له خدايا غواړه مزل

 



حوالې

  1. ځلاند، طآير                         (خوشبو نه وينه د رنګونو څاڅي)
  2. ګنج بحش، داتا                      (کشف المحجوب)
  3. الطاف حسين، مولانا حالي          (مقدمه شعر و شاعري)
  4. الفت، ګل پاچا                       (نثري کليات   اسماعيل يون په زيار)