نن مې زړه غواړي چې غزل ولیکم

طایرځلاند

پوره دوه میاشتې وشوې

څه مې لیکلي نه دي

د يو غزل په نامه

څه مې ويلي نه دي

هغه دردونه ، کړاوونه، څړېکې

چې يې سېنه کې لرم

هغه مې چالره ښودلي نه دي

خو نن مې زړه غواړي غزل ولیکم

ددې اوږدې مودې چوپتیا ماته کړم

زما بالخت لاندې بنډ ل بنډل خطونه ايښي

موبایل هم له مېسجونو ډک دی

زما ياران ، ملګري ،څه نالېدلي خلک

له ما غزل غواړي خو څه ولیکم

اوس کومه څړيکه دخپل زړه ولیکم

زما ملګري ، مينوال مانه خواږه به غواړي

ځکه حیران يمه چې

 څنګ اوس تراخه ولیکم

خپل کمپيوټر ته لاړم

په( ډي) فولډر کې مې د(لمر) په نوم کړکۍ پرانسته

يوه شېبه کې مې د دولس کالو

دتېرو شويو شېبو

په مزار کښېناستلم

ستا په څنګل،ستا په زنګون، ستا په سينه خوبونه

له جذبو ډک نشه نشه خوبونه

ستا دوريښمينو زلفو

شرارتونه دباد

ستا په نا زکو شونډو

دژوندانه حرفونه

ستا داواز په شور کې

دفطرت ټول خوندونه

ستا په ګريوان کې خوشبو يې دعطرو

قسم دی ټول زما په یاد دي او راياد شو راته

اوس زه غزل لیکمه

اوس يې لېکلی شمه

اوس دې ستایلی شمه

خپل مينوال مې خندولی شمه

قلم مې لاس کې دی غزل لیکمه

خو دضمیر په نامه

يو بوت سړی راته غږونه کوي

خلک خو وایې، چې جذبات نه لري

خلک خو وایې احساسات نه لري

خو هغه بل ډول خبرې کوې

هغه دستاستایل څه بد نه ګڼي

خو ددې ټول چمن خبره کوي

دګلابونو په نازکو پاڼو

دازغو خاپي شماري

دی، دمشرق په تالاشويو سپرلو

رانه څه فکر غواړي

او دمغرب په دې بد مسته طوفان

دسوچ دعوت راکوي

پوره دوه میاشتې وروسته

ما غزل ونه ليکه

ځکه په  زړه مې مرحلې نوري دي

او دوحتونو تقاضې نوري دي

 .................

انټرنيوز دفتر کابل