دګل په پاڼه چې قطره پاتې شي

نن دې دلمر سترګه ویده پاتې شي

دورځې کار کوو دنیا دپاره

زمونږ په خپله برخه شپه پاتې

ژونده تکمیل ته به دې څوک راځي نور؟

نیمګړې ستا که تماشه پاتې شي

دنظرلمر به مې ویده شي په کې

پر انګو يې که خوله پاتې شي

مونږ دې اسمان سره خبرې کوو

مونږ نه دې وروسته زمانه پاتې شي

دتا یاد راشي ورته لاړشي ترېنه

زما په زړه کې زلزله پاتې شي

په بڼو ګرد او خاموشي په شونډو

وخته ستا یاد دې ماسره پاتې شي

طایره دا په کوم پړاو کې یمه

قافله راشي قافله پاتې شي

۲ طایره لاره به بیا نه ورکوم

په دې هوا کې که ډيوه پاتې شي