غزل

شاهنواز باقر 

سـاده پـه مـخ ورځـي او شــاتــه حســرتـونـه پـرېـږ دي
د يــــو ســــړي لـــپــاره خپل روايــتـونـه پـرېـږ دي

بـېګـا مې خوب لــيـده چې زه هـم پـه خـېـرت كې ومـه
سـتـوري دې مځكې تـه راتـلل او اسـمانـونـه پـرېـږ دي

د فــــطـــرت دغــــه كــيــفــيــت ولاړ پــه كـــومــه ادا
ګل چې شي مړاوى نووږموكې خپل رنګونه پـرېـږ دي

زه د هــغــه ســـړي بـس دومــــره شــنـاخت پــېـژنــم
پـه مخـه نـه راځي خو ماته خپـل عـكسـونـه پـرېـږدي

راشــئ د وخـــت دا يـــوه نـــوې تـجــزيــه وګـــورئ
هوا په ځان باندې خپې ګدي اوڅيراغـونـه پـرېـږ دي