د پېمانه پېمانه لخوا خپرې شوې لیکنې
د هوکه: شیرین اغا جهانګیر
دهوکه مازیګر د دفتر د رصخېدو په وخت کې يې خپلې مېرمنې ته ټېلېفون وکړ او ورته يې وویل: " ګرنې! رئیس مو راځني باربار غوښتنه کوي چې باید له هغه سره کب نیونې ته لاړ شم . هلته به د یوې اونۍ لپاره پاتې شو. دا زما لپاره ښه موقع ده چې د خپلې ترفیع لپاره زمینه سازي وکړم. نو ګرانې! مهرباني وکړه او د یوې اونۍ لپاره ماته جامې برابرې کړه او د کب نیونې وسایل مې هم په کې کښېږده! مونږ له دفتر څخه روانیږو. په لاره کې به زه ودرېږم او له کوره به خپلې جامې پورت
ډار
ډار په ټکسي کې ناست مسافر ورو د ټکسي چلوونکي په اوږده لاس کېښود، غوښتل يې څه ورته ووايي. د ټکسي چلوونکي چغه کړه او د موټر کنترول يې له لاسه ورکړ... نږدې و چې ټکسي له بل موټر سره وجنګوي... په ډېرې چټکۍ سره له سړکه يې موټر یوې غاړې ته کړ او ځای په ځای يې د یوې مغازې مخې ته ودراوه.... د څو شېبو لپاره د ټکسي چلوونکي او د مسافر تر منځ یوه خبره هم ښکته پورته نشوه. یوه وحشتناکه چوپتیا خوره وه. د ټکسي چلوونکي دغه سکوت ما
یوه پېښه، یو درس
یوه پېښه، یو درس د لامبو وهلو ځوان کوچ په خدای عقیده نه درلود، هر څه چې به يې د خدای په اړه اورېدل، خندل به يې او مسخرۍ به يې کولې. یوه شپه ناوخته يې زړه وشو چې لاړ شي او د لامبا په حوض یوه شېبه ولامبي. د حوض څراغونه مړه و، مګر په دغه شپه د څوارلسمې سپوږمۍ د اسمان منځ ته راغلې وه. د سپوږمۍ رڼا دومره زیاته او ښکلې وه چې ځوان غوره وګڼله چې څراغونه روښانه نکړي. ځوان د ټوپ وهلو لوړ
لکه درد لکه پرهر
لکه درد لکه پرهر لکه دا زه بل به څوک وي در په در لکه دا زه؟ لارې څوک څاري د مرګ د قاصدانو؟ په سنګر لکه عسکر لکه دا زه ۰۶-۰۴-۲۰۱۱ جلالکوټ، خپله مینه
غزل
ځم د یو ستړي مازیګر غوندې له ښاره وځم له کوڅې وځمه له کلي د دلداره وځم د زمانې په پل مې پل دې پل ترې مخ ته اخلم لکه تصویر د آینې نه په قراره وځم له تاریکیو فاصلو مې سترګه نه سوزیږي خور به د ستورو له محفله له مداره وځم د خوب تعبیر مې د لالهاند ژوند په پاڼو کې دیلکه نظر له هر یو لفظ له هر کتاره وځم
ځلوریځې
یو خوب وې ته یو خیال وې یو تعبیر وي راسره وې مرید ومه منلې مې وې پير وې راسره وې همزولو کې مې غاړه غړۍ هستکه ګرځوله په غاړه کې د سرو زرو زنځیر وې را سره وې ۱۱-۰۴-۲۰۱۱ شیرین اغا جهانګیر
غزل
ته، ستا دوســــت او ســــــــتا رقیب زما رقیب ستا لارښــــــــود او ســـــــــتا طبیب زما رقیب ستا د تــــــور فکر تــــیارې مـــــې رڼا مړه کړه ســــــــتا رڼا داســـــــتا صــــلیــــــب زما رقیب زه د زور او د کمـــــــــزور ترمځ لوی صــــــــــفر زمــــــــا تــــــوان زما ضــــریـــب زما رقـــیــــب
ستړی مه شې!!!
سلام ستړی مشې! ښه شو په خېر راغلې د لرې لرې وطنونو مسافره آشنا چې د مور غېږې ته ځان واچوئ دمه دمه شې او زما د فکر تنابونه سره بېرته ورشي خو... ته که لږ نور وای زنډېدلای مابه کچکول پترې کاوه درپسې تلمه **** کلونه ډېر ووتل چې ته له کلي مسافر وې او له ما مرور زما د وران ښار له
وحشت: شیرین اغا جهانګیر
(( د ېوې افغانې مېرمنې د سترګو لېدلی حال)) نن يې له سهاره په سترګو کې اوښکې وچې نشوې. دا يې دریمه ورځ وه چې روغتون ته له خپلې ناروغې سره راغلې وه. ډاکترانو ویل چې د هغې ناروغه خپل اعصاب له لاسه ورکړي. ناڅاپه به يې کړيکې کولې، په ژړا به شوه، نومونه به يې اخیسته او بیا به بېهوشه شوه. په دغه خونه کې یواځې زما او د هغې ناروغې وې
بایسکلته به چند میخري؟ شیرین اغا جهانګیر
بایسکلته به چند میخري؟ په ښار باندې د وحشت چوپتیا خپلې وزرې غوړولې، یواځې هغه وخت به چغې شوې چې په ښار باندې به د توغندیو باران پیل شو، په ښار کې هرې خواته د ډزو اوازونه اورېدل کېدې. ښار په څو برخو ویشل شوی و، په هر قدم کې ټوپکوالو پوستې جوړې کړې وې. دا دویمه ورځ وه چې په کور کې ټول خوراکي توکي ختمې شوې وې. ماشومان راته ژړل، نور مې د خپلو ماشومانو لوږه نشو زغملی. خپل زوړ بایسکل م
بودا او فاحشه
بودا او فاحشه بودا یو کلي ته سفر وکړ... یوه ښځه د بودا په خبرو مینه شوه، له بودا نه يې غوښتنه وکړه چې د هغې میلمه شي. بودا ورسره ومنله او له ښځې سره د هغې میلمستیا ته روان شو. د کلي حاکم په منډه منډه ځان د بودا خواته ورساوه او ورته يې وویل: - ای بودا! دا ښځه بدلمنې ده، ته ددې کور ته مه ورځه! بودا د کلي حاکم ته وویل: -
د بهلول ډار: شیرین اغا جهانګیر
د بهلول ډار یوه ورځ بهلول د بصرې ښار ته لاړ، بهلول هلته کوم ملګری نه درلود، نو ځکه يې هلته یوه کوټه کرایه کړه. هغه کوټه چې بهلول په کې اوسېده، تر دې حده زړه وه چې په ډیر کم باد یا باران سره به يې د کوټې تیران او دیوالونه اوازونه کول او لړزېده به. بهلول د کور خاوند ته لاړ او ورته يې وویل: - ښاغلیه! کومه کوټه چې دې راته په کرایه راکړې، ډېره زیاته زړه ده، په ډېر کم ب
د بهلول ځواب: شیرین اغا جهانګیر
د بهلول ځواب یوه بد خویه او ګناهګار سړي له بهلول څخه پوښتنه وکړه: - بهلوله! غواړم شیطان ووینم. بهلو ورته وویل: - که په کور کې هنداره نه لرئ، پاکو اوبو ته وګوره! شیطان به په کې ووینئ. ژباړن: شیرین اغا جهانګیر ۳ فیبروري ۲۰۱۱ ۱۴ دلوه ۱۳۸۹
نادر افشار او ماشوم: شیرین اغا جهانګیر
نادر افشار او ماشوم تاریخونه لیکي چې کله نادر افشار د هند د نیولو تکل درلود، په لاره کې يې یو ماشوم مخې ته راغی چې مدرسې ته روان و. نادر افشار له ماشوم نه پوښتنه وکړه: - زویه! څه شی لولئ؟ ماشوم زر ځواب ورکړ: - قران نادر افشار بیا پوښتنه وکړه: - &nb
نومیالي: شیرین اغا جهانګیر
نومیالي شیخ ابي سعید ابي الخیر ته چا وویل: - هغه فلانی کس د اوبو پر سر ګرځي. شیخ ورته وویل: - آسانه ده، چونګښې او بتکې هم د اوبو پر سر ګرځي. شیخ
خیانت: شیرین اغا جهانګیر
خیانت یوه مکسیکويۍ پېغله د یو اداري ماموریت په موخه د څو میاشتو لپاره ارجنټاین ته لاړه. دوه میاشتې وروسته له خپل مکسیکويي نامزاد څخه یو لیک ترلاسه کړ چې په کې لیکلي و: - ګرانې لورا! ډېره بخښنه غواړم چې نور نشم کولای چې دغه د لرې وطن یارانې ته دوام ورکړم. باید ووایم چې له کوم وخت څخه چې ته له مکسیکو څخه لاړه يې، له همغې نیټې راهیسې ما له تاسره لس وارې خیانت کړی دی. زه پوهیږم چې زه او ته، یو هم باید دا وضع و
طمع: شیرین اغا جهانګیر
طمع د ژمي سړه شپه وه. نری نری واوره ورېده. پاچا له خپلې ماڼې بهر ووت. کله چې بیرته خپلې ماڼۍ ته راګرځیده، یو سپین ږیری ساتونکی يې ولیده چې له یخنۍ نه لړزېده. پاچا له سپین ګیري ساتونکي نه پوښتنه وکړه: - ساړه دې نه کيږي؟ سپین ږیري ساتونکي ځواب ورکړ: - ولې نه عالي جناب! مګر ګرمې جامې نه لرم، مجبور يم چې ويې ز
د کار په لټه: شیرین اغا جهانګیر
د کار په لټه ( یوه خاطره) درس، مکتب، پوهنتون، تحصیل... یو هم ګټه ونه کړه. زړه مې پوزې ته راغلی و. هر ورځ به مې د خپل CV کاپیانې د انټرنیټ له لارې او مستقیمآ هغو دفترونو ته لیږلو چې کومه نوې دنده به يې اعلان کړې وه. له ځانه سره مې پریکړه وکړه چې نور نو له سره دا فکر اوباسم چې زما د زده کړې او زما د تحصیلي سويې مطابقه دنده دې راته پېده شي. دا ځل چې مې هر اعلان مخې ته راغی، خپله CV ورلیږم. سهر وختي له کوټې ووتم او د تل په څیر د انټر
د نظر آباد د علمي او کلتوري ټولنې لخوا د ارواښاد ضمیر علمدوست د فن او شخصیت لمانځغونډه وشوه
د نظر آباد د علمي او کلتوري ټولنې لخوا د ارواښاد ضمیر علمدوست د فن او شخصیت لمانځغونډه وشوه پرون سه شنبه د ۱۳۸۹ لمریز کال د جدي ۲۸ چې د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ له ۱۸ نیټې سره برابره وه، د نظر آباد د علمي او کلتوري ټولنې له لوري د د ارواښاد ضمیر علمدوست د عملي او کلتوري شخصیت د لمانځلو په موخه د ننګرهار ولایت د ښآروالۍ د غونډو په تالار کې غونډه وشوه. دغه غونډو چې د سیمي شاوخوا ۱۵۰ لیکوالان، ژورنالیستان او د ادب مینه وال په کې
خدای ته لیک
خدای ته لیک یوه ورځ، د پسته خانې کار کوونکي د هغو لیکنو پلټنه کوله چې پتې به پرې لیکل شوي نه وې. ناڅاپه د پسته خانې د کارکوونکي سترګې په یو لیک پرېوتې چې په لړزانه ګوتو پرې لیکل شوي و (خدای ته!). د پسته خانې کارکوونکي له ځانه سره فکر وکړ چې غوره به وي دا لیک پرانیزي او ويې لولي. په لیک کې لیکل شوي و: “ای زما ګرانه خدایه! زه یوه زړه ۸۳ کلنه کونډه یمه او د تقاعد په ډېرو کمو پېسو مې ژو ند تېروم. پرون چا راځني د جب بټوه