سلام ستړی مشې!

ښه شو په خېر راغلې

د لرې لرې وطنونو مسافره آشنا

چې د مور غېږې ته ځان واچوئ دمه دمه شې

او زما د فکر تنابونه سره بېرته ورشي

خو...

ته که لږ نور وای زنډېدلای

مابه کچکول پترې کاوه درپسې تلمه

****

کلونه ډېر ووتل

چې ته له کلي مسافر وې او له ما مرور

زما د وران ښار له کنډرو کوڅو چېرته لاړ وې؟

مونږ درته نه یادیدو؟

تا ته چا نه ویل چې دلته مونږ په ویر ناست یو؟

ته خبر نشوې چې زما، زمونږ د همزولو د ژوند

زرین زرین کلونه

په سرو لمبو کې تېر شو

ته خبر نشوې چې زه ستا په لټه

پښې ابلې ښکته پورته وګرځېدم

ما ستا پوښته له هر کس او له ناکسه وکړه

خو ما ته چا هم دا ونه ویل چې

زما د عمرونو د خیالونو او د ستړو شېبو

هغه زما ملګری چېرته لاړ دی؟

هغه چې ما به ورته خپل د زړه غوټۍ څپړلې

او هغه به غېږ کې ټینګولم هڅولم به يې

ماته يې هیلې رابخښلې او خوشحال به يې کړم

هیچا ونه ویل چې کومه لاره ونیسمه

 چېرته لاړ شم

له کومې ستوري يې تپوس وکړمه

او د سپوږمې په کوم یو کونج کې یې تصویر وګورم

هیچا ونه ویل چې هغه زما د خیال ملګری

زما د سوچ هغه زما د ارادې ملګری

ما یادوي او که به هېر ورځني یمه

****

ګرانه! زه نه پوهېږم

چې تا ته اوس زه د اشنا ویلو حق لرمه؟

او که دې دا حق هم اخیستی لما

چې درته یار ووایم

او ستا په سترګو کې د ژوند

د ځوانیمرګو سپرلو

 د نندارې لپاره

نظر نظر شم تماشه شمه لوګی لوګی شم

ته وارخطا شې ما ته وګورې او ومې پوښتې

چې په ما څه وشو حېران ولې شوم؟

زه درته ووایمه

پرېږده چې ښه دیدن دې کړم

سبا مرګی دی بیا به نه وي دیدنونه

****

زه چې خبر شومه چې تا د خپل وطن په لور تکل کړی دی

او لیونی زړه دې زمونږ د ښار هوس کړی دی

غواړې یوه شېبه زمونږ سره د تورو لوږو سیل وکړې

او د بدرنګو راکټونو کړنګ ته غوږ ونیسې

او دا په وینو سور سپرلی راسره ولمانځې

زړه مې زاري راته کولې چې دې مخ ته درشم

او خپل لیمه درته د ګل پر ځای دروغوړوم

غېږ کې دې ونیسم په لپو لپو وژاړمه

غوږ کې دې خوله کښېږدم او ودې پوښتم

مسافرۍ نه په خېر راغلی

زه درته یاد وم که دې هېر ومه مینه

****

خو دې ظالمې زمانې او دا بدرنګ وختونه

ما ته مې خپل ضمیر، د کس او د ناکس مخونه

د مادیت غلامان

د زما د پاکو ارادو قاتلان

د مجبوریت په زنځیرونو کې تړلی ومه

اجازه رانکړه چې درشم درته ووایمه

مسافري دې روزي مه شه

زه دې په نیمه شپه ویده پرې ایښی وم

****

زه خو ستا لارې ته ونه وتم او ښکل مې نه کړې

خو زما سترګې ستا په لاره وې شنې شوې قسم

زما نظر او زما خیال تاسره مله راتللې

زما له ژبې نه بې واره راوتل لفظونه

زما په زړه درته ګېلې دلۍ دلې پرتې وې

زما په مخ زما له سترګو تړمې تړمې اوښکې

را څڅېدې مې په ګریوان لکه د اوړي باران

خو بس مجبور وم چې درنشم او په کور پاتې شم

اوس بس دا تش لفظونه واخله د راتلو په قیمت

په لویه لار د ودرېدو په قیمت

زه بس همدا زما له وسې دي همدا کوی شم

چې درته ولیکم او ووایمه

دا ستا به یاد یم که به هیر یم

د خدای دې هېر شمه چې تابه هېرومه

****

خو ای! زه مړه دا خو ډېره ښه شوه

چې ته راستون شوې د ډیوو د رڼا ګانو له ښار

بېرته د هغه ښار کنډر کنډر کوڅو ته راغلې

چېرته چې ما او تا د خپل د کوچنیوالي د وخت

د هغه دور پسرلي تېرې کړې

چې ته ماشوم وې او زه هم ماشوم وم

دواړه د یو بل سره لاس په لاس اوږه په اوږه

جوړه به لاړو تر مکتبه جوړه بېرته راتلو

چېرت چې زه او ته

د وخت په سترګو کې ازغي ازغي و

د ما ښامونو د تیارو غېږ به مو وڅیرله

د خپل منزل په طرف

په خندا ګانو په چک چکو نڅاګانو تللو

او په یو دروند خوب د ویده ماهول په غوږ کې به مې

د زړه له شوقه به مې دغه زمزمه کوله

ځکه له تیارو نه مو ډار تللی دی

ستوری مو د لمر پر مدار تللی دی

****

مونږ لا د خپلو ارادو د بشپړتیا لپاره

ازغنو لارو ته د ګل جامې اغوستې نه وې

چې د حالاتو د کېنې بادونه ولږېدل

او ارادې مو د سپرلي د ګل غوټیو په شان

هسې غوټې پاتې شوې ګل نه شولې

زمونږه مینې د زمان د نفرتونو ښکار شو

زمونږه خیال د ماښامونو په رنګ، رنګ رنګ شو

او زه..................................

۲۷-۰۳-۲۰۱۱

شیرین اغا جهانګیر

جلالکوټ