ته، ستا دوســــت او ســــــــتا رقیب زما رقیب

ستا لارښــــــــود او ســـــــــتا طبیب زما رقیب

 

ستا د تــــــور فکر تــــیارې مـــــې رڼا مړه کړه

ســــــــتا رڼا داســـــــتا صــــلیــــــب زما رقیب

 

زه د زور او د کمـــــــــزور ترمځ لوی صــــــــــفر

زمــــــــا تــــــوان زما ضــــریـــب زما رقـــیــــب

 

ستا په سوله کې د جنګ هومره درمند شوم

دا فریـــــــــب دغه ترکــــــــــــــــیب زما رقیب

 

ته ګرم نه يې زه په خپله خـــــپل رقیــب یم

زما بـــــــــرخه زما نصــــــــیب زما رقیــــــب

شیرین اغا جهانګیر

۳۰ حمل ۱۳۹۰

۱۹- اپریل ۲۰۱۱

جلالکوټ