یو خوب وې ته یو خیال وې یو تعبیر وي راسره وې
مرید ومه منلې مې وې پير وې راسره وې
همزولو کې مې غاړه غړۍ هستکه ګرځوله
په غاړه کې د سرو زرو زنځیر وې را سره وې
۱۱-۰۴-۲۰۱۱
شیرین اغا جهانګیر
28.04.2011
- پېمانه
ته، ستا دوســــت او ســــــــتا رقیب زما رقیب
ستا لارښــــــــود او ســـــــــتا طبیب زما رقیب
ستا د تــــــور فکر تــــیارې مـــــې رڼا مړه کړه
ســــــــتا رڼا داســـــــتا صــــلیــــــب زما رقیب
زه د زور او د کمـــــــــزور ترمځ لوی صــــــــــفر
زمــــــــا تــــــوان زما ضــــریـــب زما رقـــیــــب
...
28.04.2011
- پېمانه
ځم د یو ستړي مازیګر غوندې له ښاره وځم
له کوڅې وځمه له کلي د دلداره وځم
د زمانې په پل مې پل دې پل ترې مخ ته اخلم
لکه تصویر د آینې نه په قراره وځم
له تاریکیو فاصلو مې سترګه نه سوزیږي
خور به د ستورو له محفله له مداره وځم
د خوب تعبیر مې د لالهاند ژوند په پاڼو کې دیلکه نظر له هر یو لفظ له هر کتاره وځم...