ځم د یو ستړي مازیګر غوندې له ښاره وځم

له کوڅې وځمه له کلي د دلداره وځم

 

د زمانې په پل مې پل دې پل ترې مخ ته اخلم

لکه تصویر د آینې نه په قراره وځم

 

له تاریکیو فاصلو مې سترګه نه سوزیږي

خور به د ستورو له محفله له مداره وځم

 

د خوب تعبیر مې د لالهاند ژوند په پاڼو کې دی
لکه نظر له هر یو لفظ له هر کتاره وځم

 

دومره کوچنی یم جهان څه چې لا په ځان کې ورک یم

ځکه خو دلته له نظره او له شماره وځم

 شیرین اغا جهانګیر

۲۰۰۷ کال، کابل پوهنتون