لکه درد لکه پرهر لکه دا زه
بل به څوک وي در په در لکه دا زه؟
لارې څوک څاري د مرګ د قاصدانو؟
په سنګر لکه عسکر لکه دا زه
۰۶-۰۴-۲۰۱۱
جلالکوټ، خپله مینه
28.04.2011
- پېمانه
ځم د یو ستړي مازیګر غوندې له ښاره وځم
له کوڅې وځمه له کلي د دلداره وځم
د زمانې په پل مې پل دې پل ترې مخ ته اخلم
لکه تصویر د آینې نه په قراره وځم
له تاریکیو فاصلو مې سترګه نه سوزیږي
خور به د ستورو له محفله له مداره وځم
د خوب تعبیر مې د لالهاند ژوند په پاڼو کې دیلکه نظر له هر یو لفظ له هر کتاره وځم...
11.05.2011
- پېمانه
یوه پېښه، یو درس
د لامبو وهلو ځوان کوچ په خدای عقیده نه درلود، هر څه چې به يې د خدای په اړه اورېدل، خندل به يې او مسخرۍ به يې کولې.
یوه شپه ناوخته يې زړه وشو چې لاړ شي او د لامبا په حوض یوه شېبه ولامبي. د حوض څراغونه مړه و، مګر په دغه شپه د څوارلسمې سپوږمۍ د اسمان منځ ته راغلې وه. د سپوږمۍ رڼا دومره زیاته او ښکلې وه چې ځوان غوره وګڼله چې څراغونه روښانه نکړي.
ځوان د ټوپ وهلو لوړ...