د پېمانه پېمانه لخوا خپرې شوې لیکنې
لوږه
لوږه.............. تکه سرمه غرمه وه. دروازه ټک ټک شوه. پلار مې ور پرانیسته. د دروازې تر شا یو سپین ږیری ولاړ وو چې مایوسه څهره يې نیولې وه. وړاندې تردې چې پلار مې څه ووايي، سپین ږیري وویل: - درې ورځې کیږي چې په کور کې د خوراک لپاره څه نلرو. پلار مې یوه خبره هم ونکړه. کورته ننوت او په کور کې د پوخ شوي خوړو نیمايي يې کاسې ته واچاوه او ما ته يې وویل چې خواړه د سپین ږیري کورته یوسم او کاسه ترې بېرته راوړم. زه له سپین ږی
غریبه نجلۍ
غریبه نجلۍ ښوونکې په ډېرې غصې کتابچه په مېز ووهله او غږ يې وکړ: - سارا!!!! وړه نجلې له ځایه پاسېده. خپل سر يې ښکته واچوه، لاړه، د ښوونکې د مېز مخې ته ودرېده او په لړزیدلي غږ يې وویل: - بلې ښوونکیه! ښوونکې له غوصې نه لړزېده. د ماشومې معصومو سترګو ته يې په ځیر ځیر وکاته او په غوصه کې يې ورته ته وویل: - څو
یتیم او اختر
یتیم او اختر د کلي په ټولو کوڅو کې ماشومانو شور ماشور جوړ کړی وو. هرې خواته د پټاقیو غږونه اورېدل کېده. د پټاقیو له سوو باروتو د اختر بوي راښته. په کوڅه کې د هټیو مخې ته ماشومان راټول شوي وو. د هر چا نوې جامې په تن وې. نن له هر وخته زیات د هټیوالو بازار ګرم وو. ژاولې خو بیخي ډېرې ښې خرڅېدې. هرې نجلۍ په مخ ښه ډېر سورخي او سفیده وهلې وې. وړو نجونو به خپلو همزولو ته خپلې شونډې ور وړاندې کړې او خپل لب شیرینونه به يې ورته ور ښودل. د هلکانو ډلې هم جوړې وې. هیچا
آزادي
آزادي................... په تالار کې ټولوناستوخلکو د هغه ښاغلي خبرو ته غوږ نیولی وو چې د سټیچ پر سر ولاړ وو او خبرې يې کولې. د هیچا له خولې غږ نه راوته . د لاوډ سپیکر غږ په تالار کې انعکاس کاوه. د تالار دننه هوا ډیره ګرمه وه. ځینو په هغو پاڼو ته چې دوی ته د غونډې د تنظیموونکو له لوري ورکړل شوې وې، ځان ته پکی وهل. ناڅاپه د دهلیز دروازه خلاصه شوه. په سټیچ ولاړ ښاغلی غلی شو او مخامخ دروازې ته يې وارخطا وارخطا وکتل . موسکې شو، خپله خوله يې کږه کړه او خپل سر يې وخ
د سنبلې د ۲۷ ارزښت
د سنبلې ۲۷ او د هغې ارزښت ټولټاکنې د ډیموکراسۍ یو اصل دی، ډیموکراسي له جمهوریته پرته او جمهوریت له ټولټاکنو پرته هسې پوچې د خولې خبرې دي. ډیری غربي هېوادونه نن د رښیتې ډیموکراسۍ مظاهره ورکوي. زمونږ هېواد افغانستان له ډیرو ناخوالو او کورنیو جګړو وروسته اوس اوس د ډیموکراسۍ په لور خپل لومړي ګامونه اخلي. په دې کې شک نشته چې د افغانستان اوسنی سیاسي وضع، قومي ترکیب او ذهني او کلتوري توپیرونه دیته اماده ندي چې رښتینې ډیموکراسۍ په کې پلې شي او رڼې او شفافې ټولټاکنې په کې ترسره شي.
له ګرمې لوبې ووسته، سړه چوپتیا
له ګرمې لوبې وروسته، سړه چوپتیا له ټولټاکنو لا یوه اوونۍ نده تېره شوې چې د کاندایدانو رښتېنې څیرې بربنډې کیږي. ددوی هغه شعارونه چې ویل به يې چې" ولس ته خدمت" اوس تشې پوچې وعدې ښکاري. کله چې ټاکنیزې مبارزې پیل شوې، هر یوه به کوښښ کولو چې له خپل سیال نه وړاندې شي او تر ټولو ډیر او غټ غټ پوسترونه ددغه کوچني ښار د لارو او کوڅو په دیوالونو، ونو، څلور لارو، دباغ وحش په دروازه، د ښوونځیو او روغتونو پردیوالونو او د دوکانونو او مارکیټونو پر سرونو نسب کړي. ښار ټول ددوي په رنګه پوستر
خاطره
خاطره......................
د ټېلېفون پر کرښه
د ټېلېفون پر کرښه کله چې ماشوم وم، اول چې چا ټېلېفون واخست، مونږ وو. تر اوسه مې د ټېلېفون پخوانۍ زړه دستګا، د هغه توره غوږۍ او مزی چې د دیوال پورې نښلول شوي وو، په ډېر ښه توګه په ذهن کې پاتې دي. زما قد ټیټ وو او لاس مې ټېلېفون ته نه رسېده. هرکله چې به مې مور په ټېلېفون کې خبرې کولې، څنګ ته به يې ودرېدم. غوږ به مې ورته نیولو او د هغه له خبرو نه چې له ټېلېفون سره يې کولې، خوند اخسته.موده وروسته پوه شوم چې د ټېلېفون په
40 تنه زندانیان آزاد شول
د ننګرهار له محبس څخه ۴۰ تنه زندانیان آزاد شول دو شنبه ۸ سنبله ۱۳۸۹ شیرین اغا جهانګیر، جلال آباد د ننګرهار له زندان څخه ۴۰ تنه هغه زندانیان چې په جنايي جرمونو بندیان شوي وو، او د دریو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې د بند حکم پرې شوی وو، له زندانه آزاد شول. د ننګرهار د محبس آمر سمونوال عبدولولي وویل چې دغه بندیان د ولسمشر کرزي د ۶۴ مې ګڼې فرمان له مخې د افغانستان د ۹۱ کلیزې په مناسبت له بنده
خوب او ډار
خوب او ډار : شیرین اغا جهانګیرد یوه سپین فرش دپاسه يې څنګ ته کښېناستم. راته يې وکاته. ما هم ورته وکاته، یوه شپږ کلنه نجلۍ، ویښتان يې خرمايي او د جامو رنګ يې قهوه يي وو.غلی ورنږدې شوم او په ورو غږ مې ورته وويل: سلام وړې!مخ ېې را واړوه، مسکۍ شوه او راته يې وویل:- سلامسترګې يې روښانه قهوه يې رنګه وې، په سترګو کې يې خندل.پوښتنه مې ترې وکړه:
فی البدیهه مشاعره
یادونه : دصفایاران دخپرونې تربشپړیدووروسته خپلې کاري خونې ته له راګرځیدوسره سم مو د کمپیوټرپه ښیښه په یوه ښکلي انځور چې د یوې کلیوالې انجلۍ وې، سترګې ورښخې شوې ما (ځیرک فهیم) د ((لوستل یې ګران دي څه خوره وره کیسه پرته ده )) نیم بیتي په ویلوله دوستانوهیله وکړه چې راځئ په همدې نیم بیتي في البدیه مشاعره وکړو. دانودشپې کابودوولس بجې دي زه (ځیرک فهیم ، شیرین اغا جهانګیر،ګل رحمن رحماني ) سره په یوه خونه کې یو چې له همدې موراپیل کړه
مینه او نفرت: لنډه کیسه
مینه او نفرت زما د مور یوه سترګه وه. ما ترې کرکه کوله. همیشه راته د شرم ګوټی وو. هغه به د کورنۍ لپاره د پېسو د برابرولو په خاطر د ښوونځي زده کوونکو او ښوونکو ته خواړه پخوله. یوه ورځ د ښوونځي مخې ته راغلې وه، غوښتل يې چې راسره ستړي مشي وکړي او کورته مې له ځانه سره بوځي. ډېر زیات وشرمېدم. اوف! هغې څنګه وکولای شو دا کار وکړي؟ هیڅکله خیال مې ورته ونه کړه. په ډېر نفرت مې ورته وکاته او ترې لاړم. بله ورځ یو ټولګیوال مې راباندې ملن
مذدور ماشوم
مذدور ماشوم کوچنی ماشوم درملتون ته ننوت، د درملو یو کارتن يې د ټیلیفون خواته ور نږدې کړه. د کارتن د پاسه ودرېد څو لاس يې د ټېلېفون بټنو ته ورسي، او اووه رقمیزه شمېره يې ټېلېفون ته ورکړه. د درملتون خاوند ورته متوجه وو او د هغه خبرې يې اورېدې. ماشوم پوښتنه وکړه:" مېرمنې! کولای شم لتاسو نه هیله وکړم چې د چمنونو ریبل ماته راکړئ؟"