خیالات
مینه، مبارزه، واده، انقلاب او ....... ماتې يې په ډېرې چټکې سره شاته پري ایښې وې او فرار ته رسیدلی و چې...... ناڅاپه مېرمنې يې په ژړا شروع وکړه او ويې ویل:
- باور نه کیږي. نه، اصلا باور نه کیږي!
که څه هم خاوند يې د خپلې میرمنې د ژړا په سبب پوه و ، مګر داچې غوښتل يي چې باید یو څه ووايي، ويې ویل:
- بیا څه شوي
مېرمنې يې خپلې اوښکې پاکې کړې او په داسې حال کې چې سلګې يې وهلې، ويې ویل:
- څنګه باور کولی شم چې ته دې مړ وې؟!
سړي د خپلې ښځې له لاسه د چایو پیاله لرې کړه او خپل نیم ژول شوی کپ یې تېر کړ او ويې ویل:
- چای دې وڅکه! سړیږي.
په داسې حال کې چې ښځې خپلې اوښکې پاکولې په خندا شوه او ويې ویل:
- ښه دی چې حواس دې اوس هم په خپل ځای دي.
- څه وکړم. وډار شوم چې مات نشي!
ښځې يې د چایو پیالې ته ښکته پورته وکاته او ويې ویل:
- کاشکې هرڅه ددې پیالې په شان واي، ماتېدای او بل مې اخستلای!
خاوند يې په غوصې ځواب ورکړ:
- مګر زما مرګ لکه چې زما په لاس کې وو؟!
ښځه له خپله ځایه پورته شوه او د چایو د راوړلو په بهانه د پخلنځي لور ته لاړه. کله چې پخلنځي ته ننوته، ستوني کې يې څه ونحښته. ستونی يې بند شو. غوښتل يې چغې وکړي. نه کېده. د هغې کړکۍ لورته لاړه چې د کوڅې په طرف خلاصېده. آسمان ته يې وکاته، لمدې ځمکې ته، ونو ته او د باران په واسطه د ونو لمدو شوو پاڼو ته يې وکاته. آیا دا به يې د درد دوا وي چې ځان د کړکۍ نه لاندې ګذاره کړي؟
- هیڅ ګټه نکوي!
د خاوند غږ يې وو چې د کوټې نه يې په خپلې مېرمنې وکه. ښځې ور غږ کړه:
- څه هیڅ ګټه نکوي؟
- هغه څه چې ته يې په اړه فکر کوې!
- هر څه چې وي، له دې ژوند نه ښه دي!
- اولادونه به څنګه شي؟ د هغوي په اړه دې فکر کړې؟
بیا د ښځې ستونی بند شو او ويې نشو کولای د خپل خاوند ځواب ورکړي. دوه ګیلاسونه يې له چایو نه ډک کړل، او خپلې کوټې ته لاړه.
سړي وویل:
- خپګان مکوه! هرڅه به ښه شي!
- ځان ته خپه نه یمه. ددغو دوو ماشومانو لپاه خپه یم چې تراوسه ګمان کوي چې پلار يې ژوندی دی.
- مګر هغه ماشومان چې پلرونه يې ژوندي دي، د خپلو ماشومانو لپاره څه کوي چې زه يې نکوم؟
ښځې يې ځواب ورکړ
- ژوند
خاوند يې وویل:
- ته ګمان کوئ چې زه نه غواړم ژوند وکړم؟ دا له انصافه لرې ده چې له هغه چا څخه چې مړ وي، دا طمع ولرې چې ژوند وکړي. دا ستا خیالات دي. که نه ماشومان نه پوهیږي چې زه مړ شوی یم!
د ښځې ستونی خلاص شو. له څوکۍ نه ښکته شوه او په ځمکې کښېناسته او په داسې حال کې چې ژړا ورنه ډار ختم کړی وو، ويې ویل:
- زه څه څنګه!؟ زه خو پوهیږمه! آخر دا انصاف دی چې....
- غوښتل دې هیله ونه کړې! مګر هیله دې وه. له خپل خدای نه دې هیله وکړه چې ما ووژني. ستا خدای هم ستا هیله قبوله کړه او زه يې ووژلم!
ناڅاپه له ډېرې خوشحالۍ نه د ښځې په سترګو کې برېښنا شوه، له خپله ځایه پورته شوه، لاړه او د سړي څنګ ته په یوې څوکۍ کښېناسته او ويې ویل:
- پس اخر دې باور راغی چې خدای شته. اه؟
سړی بې لدېنه چې مخ خپلې میرمنې ته واړوي، همغسې چې لرې کوم شي ته ځیرشوی وو، ويې ویل:
- په خدای باور کول د ژوندو کار دی. مړي خدای ویني.
- یعنې ته هم غواړې ووایې چې خدای ویني؟
- هو!
- خدای څنګه دی؟
- په هنداره کې زما د تصویر په شان.
کومه رڼا چې د ښځې په سترګو کې ځلیده، مړه شوه. له خپله ځایه پورته شوه چې پخلنځي ته لاړه شي، مګر پښې يې هغه د هغې کړکۍ په لور کش کولو چې بلې خواته يې یوه لوړه ماڼې ولاړه وه. کله چې د کړکۍ څنګ ته ورسېده، ودرېده او په یاد يې شو چې د خاوند له مرګ نه وروسته يې د کور هنداره ددې لپاره رنګ کړې وه چې هسې نه ماشومان يې د هندارې مخ ته د خپل پلار ترڅنګ ودریږي او وګوري چې د پلار تصویر يې په هنداره کې نشته.
سړي وویل:
- ګټه نکوي
- څه ګټه نکوي؟
- همدا چې تل په دې فکر کې وې چې خدای شته او که نه!
- ما په دې اړه فکر نه کوه.
- پس د څه شي په اړه دې فکر کاوه؟
- دا فکر مې کاوه چې آیا یوه بله هنداره هم واخلم او که نه!
- هنداره واخلې چې خدای په کې ووینې؟
- نه، خپل ځان.
په داسې حال کې چې د سړي پر شونډو یوه مسکا خپره شوه، ښځه له کړکۍ نه لرې شوه. سړي وروسته له فکر کولو نه په دې اړه چې ولې مسکی شو، ټکان يې وخوړ او د همغه ټکان له امله چې کله يې غوښت له څوکۍ نه پورته شي، ويې نشو کړای خپل تعادل وساتي. ناببره يې لاس په هغه ګیلاس ولږېده چې په میز باندی ایښی وو. ګیلاس د میز له سره لاندې پریوت او مات شو. د ښځې غږ له بلې کوټې نه راووته چې ویل يې:
- مات شو؟
سړي څه ونه ویل. د کړکۍ لورته لاړ او ويې لېده چې وریځي په آسمان کې خواره کیږي، مګر باران اوس هم ورېده. ښځې خپله باراني کورتۍ واغوسته، خپله چترۍ يې پورته کړه او له کوره ووته. کله چې سړي د کور د دروازې د تړلو غږ واورېده، کړکۍ يې خلاصه کړه او په هوا کې ورک شو.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۱۳ سنبله ۱۳۸۹
۴ سپټمبر ۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره، جلال آباد