ناسم قضاوت

سپین ږیری د خپل ۲۵ کلن زوی سره  اور ګاډي ته پورته شو. ټول مسافر په خپلو خپلو سیټونو کې ناست و . اور ګاډی حرکت وکړ...

د اورګاډي له حرکت سره سم ۲۵ کلن ځوان چې د اورګاډي له ښیښې سره ناست وو، شور او زوږ جوړ کړ. خپل لاس يې د اورګاډي له ښیښې نه بهر کړ او په داسې حال کې چې محرکه هوا يې په ډېر خوند لمس کولو، ويې ویل:

-         پلاره! وګوره! ونې روانې دي.

سپین ږیري په خوشحالۍ سره خپل زوي نازاوه.

د ځوان ترڅنګ یوه زوانه میرمنه او د هغې خاوند ناست ول چې د زوي او پلار خبرې يې اورېدلې او د ځوان حرکاتو ته حېران ول . ځوان یو ۵ کلن ماشوم ته ورته حرکات سرته رساوه.

ناڅاپه ځوان بیا چغې کړې:

-         پلاره! وګوره! سیند، حیوانات او وریځې له اورګاډي سره حرکت کوي.

ښځه او خاوند يې ځوان ته په ډېرې زړه سواندۍ سره کاته. باران په ورېدو شو. د ځوان په لاس د باران څو څاڅکې پرېوتې. هغه په ډېر خوند سره د باران څاڅکي لمس کړې او بیا يې چغې کړې:

-         پلاره! وګوره! باران اوري. زما پر مخ د باران څاڅکې راپرېوتې.

د ځوان سره ناسته ښځه او خاوند نور نو صبر نشو کولای، له سپین ږیري نه يې پوښتنه وکړه:

-         ولې مو   زوي د درملنې لپاره روغتون ته نه وړې؟

سپین ږیري ځواب ورکړ:

-         مونږ همدا اوس له روغتونه ستانه شولو. نن په ژوند کې په لومړي ځل زما زوي کولای شي نړۍ وویني!

اخلاقي پایله: مخکې لدېنه چې د یوې موضوع په اړه په هرڅه پوه شو، نتیجه ګیري او قضاوت کول به عادلانه نه وي.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۱۰ سنبله ۱۳۸۹

۱ سپټمبر ۲۰۱۰

د صفا راډیو اداره، جلال آباد