فلسفي ځواب

فلسفي ځواب

په پوهنتون کې د فلسفې استاد ټولګي ته ننوت، غوښتل يې له محصلینو څخه ازموینه واخلي. استاد خپله څوکۍ د خپل میز د پاسه کېښوده، د تورې تختې لورته ته لاړ او په تختې باندي يې ولیکل:

- معلومه کړئ چې دغه څوکۍ شتون نلري!

محصلینو ډېر کوښښ وکړ، د فلسفې او ریاضي فارمولونه او فرضيي يې په خپل ذهن کې ښکته او پورته کړې، مګر یو هم  ونشو کړای چې له دې ازموینې څخه بریالی راووځي.

یواځي یو ه محصل وکولای شول د استاد پوښتنه په دوو کلمو کې ځواب کړي. هغه په خپل ازمون پاڼه کې ولیکل:

- ښوونکیه! کومه  څوکۍ؟

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۱۰ سنبله ۱۳۸۹

۰۱ سپټمبر ۲۰۱۰

د صفا راډیو اداره