ژوند
د پوهنتون د دورې په ورستۍ ورځ استاد په ډېر زحمت سره یوه درنه خلته ټولګې ته راننه ایسته. کله چې ټولګی رسمآ پېل شو، استاد یوه غټه ښیښه يي پیاله له خلتې نه رابهر کړه او د مېز د پاسه يې کېښوده. بیايې له خلتې نه څو دانې غټې تیږې وویستې او په پیاله کې يې واچولې. بیا يې له محصلینو نه چې په ډېرې حېرانتیا سره يې پیالې ته کتل، پوښتنه وکړه:
- آیا پیاله ډکه شوېده؟
ټولو ځواب ورکړل:
- هو، ډکه شوېده!
استاد له خلتې نه یوه اندازه وړې وړې کاڼي وایستې او په پیاله کې يې واچولې. دغه واړې وړې کاڼي د لویو کاڼود منځ تشو ځایونو ته ننوتې او په پیاله کې ورکې شوې. استاد بیا له محصلینو نه پوښتنه وکړه:
- آیا پیاله ډکه شوېده؟
ټولو په ګډه ځواب ورکړه:
- هو، ډکه شوېده!
استاد بیا خلتې ته لاس که او یو موټی شګې يې ترې وایستې او پیالې ته يې واچوه. بیا يې پیاله وخوځوله. شګې د پیالې تشو ځایونو ته ننوتې او په پیاله کې ورکې شوې. استاد بیا له محصلینو نه پوښتنه وکړه:
- آیا پیاله ډکه شوېده؟
ټولو په ګډه ځواب ورکړه:
- هو، ډکه شوېده!
استاد یو ځل بیا خلتې ته لاس که او د اوبو یو بوتل يې له خلتې نه رابهر کړه. د اوبو د بوتل سر يې خلاص که او پیالې ته يې ورګذار کړ. اوبو د پیالې ټولې تشې ډکې کړې او په پیاله کې ورکې شوې. مګر داځل وړاندې تردې چې استاد پوښتنه وکړي، محصلینو په خندا ځواب ورکړل:
- هو، اوس ډکه شوه!
وروسته تر هغې چې د محصلینو خنداوې پای ته ورسېدې، استاد وویل:
- دغه پیاله ستاسو د ژوند د لوښي په شان دی، او هغه تیږي ستاسو د ژوند مهم توکي لکه روغتیا، کورنۍ، اولادونه او ملګري دي. دا هغه څیزونه دي چې که هر نور څه له لاسه ورکړې او یواځې همدا شیان درسره پاتې وي، بیا هم ستاسو ژوند ډک دی.
استاد محصلینو ته مخ کړ او ويې ویل:
- وړې تیږې هم هغه نور شیان دي چې ستاسو په ژوند کې ارزښت لري لکه، دنده، شتمني او کور..
د شګو زرې هم د ژوند وړې او بې ارزښته څیزونه دي. که تاسو لومړی د شګو زرې پیالې ته واچوئ، بیا نو غټو او وړو تیږو ته ځای نه پاتې کیږي. دغه حالت ستاسو په ژوند کې هم صدق کوي.
په ژوند کې خپل پام هغو شیانو ته واړوئ چې ارزښت لري. خپله میرمن یو ماښام هوټل ته یوسئ، د خپلو اولادونو سره لوبې وکړئ او د خپلو دوستانو سره هم اړیکې ټېنګې کړئ او څنګ ته يې ورشئ. د کور د پاکوالي او د ورانیو د جوړولو لپاره هر وخت؛ وخت شته. اول د خپل ژوند سترو برخو ته پام وکړئ، نور شیان د شګو مثال لري.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۱۴ سنبله ۱۳۸۹
۵ سپټمبر ۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره، جلال آباد