خاطره......................

هوا ډېره بده طوفاني شوې وهه. وړه نجلۍ او هلک له یخنۍ نه ګونج شوي ول. د دواړو زړې او اوږدې جامې په تن وې. د   دروازې شاته ولاړ ول او له یخنې نه لړزېدل. دروازه   مې خلاصه کړه او له دروازې نه مې سر رابهر کړ. هلک رانږدې شو  او له ما نه يې پوښتنه وکړه:

-         وبخښې ترورې! تاسو کره زاړه کاغذونه شته؟

زاړه کاغذونه مو نه لرل او زمونږ مالي وضع هم چندان ښه نه و. نه مې شو کولای له هغوي سره مرسته وکړم. غوښتل مې چې ځان ورنه خلاص کړم . ناڅاپه مې سترګې د هغوي وړو پښتو ته پرېوتې چې په زړو څپلکو کې له یخنې نه سرې اوښتې وې. ومې ویل:

-         دننه راشئ! زه به درته د کاکاو یوه یوه پیاله شېدې جوړې کړم!

دواړو یو بل ته وکتل، سره وموسکېدل او راسره روان شول. هغوي مې پخلنځي ته دننه بوتلل، د بخارۍ ترڅنګ مې دواړه کښېنول چې پښې يې ګرمې شي. وروسته مې هغوي ته یوه یوه پیاله د کاکاو شیدې او لږ څه سړه ډوډۍ له مربا سره ورکړه او خپله د خپل کار پسې لاړم.

د سترګو لاندې مې کاته چې وړې نجلۍ د کاکاو تشه پیاله په لاس کې نېولې وه او په ځير ځیر يې ورته کاته. بیا يې رانه  پوښتنه وکړه:

-         وبخښئ ترورې! تاسې مالداره یاست؟

د خپلو کوچونو نخي پوخونو ته مې وکاته او ومې ویل:

-         زه.... مونږ...نه، نه نه!

ماشومې په ډېر اختیاط سره پیاله د پيالې په قاب کېښوده او ويې ویل:

-         اوو ای! د پیالې او قاب رنګ سره څومره ښه زیب کوي!

هغوي پاسېدل، د کاغذونو بوجې يې په خپل سر کلک ونیوه چې له بارانه يې وژغوري، او له کوره ووتل.

شنې پیالې مې پورته کړې، او په لومړي ځل مې د پیالو رنګ ته وکاته. بیا مې د لوښو وینځلو شامپو په کې واچوه او ومې وینځل.

کور،پخلنځای، لوښي، شامپو، خاوند مې، یوه ښه او دایمي دنده، ټول مې په فکر کې تاو راتاو شول. د بخارۍ له څنګه مې څوکۍ ګانې پورته کړې او په خپلو ځایونو کې مې کېښودې او د خپل کور ټولې خونې مې منظمې او پاکې کړې. د ماشومانو د پښو خاپونه مې د بخارۍ له څنګه پاک نکړ، غواړمه چې دغه خاپونه تل همدغلته وي، ورته وګورم او هیڅکله مې هېر نشي چې زه څومره شتمن انسان یم.

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۱۴ سنبله ۱۳۸۹

۵ سپټمبر ۲۰۱۰

د صفا راډیو اداره، جلال آباد