عاشقي...............

د خپل ملګري سره د ټکسي په وروستي سیټ کې ناست وم. یوه اوونۍ کېده چې ځان یې په کور کې نظر بندي کړی وو، هغه مې له کوره بهر کړ چې لږ يې روح تازه شي او ورسره خبرې وکړم چې آرامه شي. نه پوهېدم څه ووایم او له کومه يې پیل کړم. دواړه غلي وو. ورته مې وکاته. هغه بهر ته کتل. ناڅاپه يې له ټکسي چلوونکي نه پوښتنه وکړه:

-         کولای شم په ټکسي کې سګرټ وڅکم؟

ټکسي چلوونکي ځواب ورکړ:

-         نه

بیا غلی شو. ټکسي چلوونکي وویل:

-         سګرټ مه څکه!  ما یو وخت ډیر زیات سګرټ څکول. اوس مې نیمايي سږي نشته.

زما ملګري وویل:

-         زما نیمايي زړه نشته!

هغه هیڅکله داسې خبره نه وه کړې. ګمان مې وکه چې ټوکې کوي. په خندا شوم. مګر د هغه څهره جدي وه. بېرته غلی شوم. ورته مې وویل:

-         تشویش مکوه!

ملګري مې وویل:

-          سمه ده

بیا يې بهر ته وکاته او غلی شو. ورته مې وویل:

-         نور نو دومره خپګان مکوه!

ويې ویل:

-         غواړم ويې نکړم، مګر نه کیږي...څه وکړم؟  زما په لاس کې خو نه دی!

بیا يې پوښتنه وکړه:

-         دستمال لرې؟

حېران شوم. نه مې وو لیدلی چې هغه ژړلی وي، هغه هم د ټولو مخ ته. ورته مې وویل:

-         نه، دستمال نلرم!

ټکسي چلوونکي له سیټ بوټ نه د کاغذي دستمالونو قوطۍ زمونږ خواته وړاندې کړه.

-         ډېره مننه.

ملګري مې وویل. او بیا يې یو دانه دستمال ترې پورته کړ. خپلې اوښکې او د مخ خولې يې پاکې کړې او بیا يې پوښتنه وکړه:

-         ګرمي ده که زما ګرمي کیږي؟

ورته مې وویل:

-         نه، ګرمي ده.

ملګري مې آه وکیښ.

پوښتنه مې ورنه وکړه:

-         ګرمې دې تنګوي؟

ويې ویل:

-         نه

ټکسي چلوونکي ورته د عقب په ښيښه کې وکاته او ورنه يې پوښتنه وکړه:

-         څنګه چل دی؟

پوهېدم چې ملګري مې نه غوښتل ځواب ورکړي، ما ځواب ورکړ:

-         کومه خبره نشته!

ملګري مې وویل:

-         خبره د مېنې ده.... تر اوسه دې د مینې په اړه څه اوریدلي؟

ټکسي چلوونکي آه وکېښ. بیا يې خپله د څنګ ښيښه ښکته کړه او زما ملګري ته يې وویل:

-         ته کولای شئ چې سګرټ وڅکې!

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۱۴ سنبله ۱۳۸۹

۵ سپټمبر ۲۰۱۰

د صفا راډیو اداره، جلال آباد