د پېمانه پېمانه لخوا خپرې شوې لیکنې
سخاوت
سخاوت ماشوم آیسکریم خانې ته دننه شو او په چوکې کښېناست. د آیسکریم خانې شاګرد ورته یو ګیلاس اوبه ورکړه. ماشوم پوښتنه وکړه:« یو قاب آیسکریم په څو دی؟». شاګرد ځواب ورکړه:« ۵۰ سنټه». هلک خپل جب ته لاس کړه او خپلې پېسې يې وشمېرلې. بیايې پوښتنه وکړه:« یو ساده قاب آیسکریم په څو دی؟». په دې وخت کې نور مشتریان هم د خالې چوکې په انتظار ولاړ ول. شاګرد په غ
مور
مور سړی د ګلونو د هټۍ مخ ته ولاړ وو. غوښتل يې خپلې مور ته چې په بل ښار کې اوسېده، د یوې ګېډۍ ګلانو فرمایش ورکړي او د پوسته خانې له لارې يې ورته ته ولېږي. کله چې د ګلونو د هټې نه بهر شو، یوه نجلۍ يې ولیده چې د سړک په غاړه کې ناسته وه او په کړس کړس يې ژړل. نجلۍ ته نږدې شو او ور نه يې پوښټنه وکړه:« ښکلې نجلۍ! ولې ژاړې؟». نجلۍ ژړله او ويې ویل:« غوښتل مې خ
طنز: دریم نمره
دریم نمره نن ډېر وختي کورته راغی. دروازه يې په ډېرې چټکۍ سره پرانسته. خوله يې له مسکا ډکه وه. سلام يې واچاوه. خپله بکسه يې له اوږو نه ښکته کړه. ټولو ته يې وکاته. د بکسې زنځېر يې په ډېرې چټکۍ سره پرانسته. لاس يې بکسې ته دننه کړه او یوه پاڼه يې ترې راوویسته. مور: زویه! دا پاڼه د څه شي ده؟ زوي: مورې! دامې اطلاع نامه ده. نن مو نومره خاني وه. د ټول مکتب نومرې اعلان شوې. مور: ښه ته راکړ
رواني روغتیا
رواني روغتیا لیکوال: احمد شفیق بهروزیان ژباړن:شیرین آغا جهانګیر ۲۸-۰۸-۲۰۰۹ ۷- سنبله-۱۳۸۸ هرات
ایډز؛ د شلمې پېړۍ وبا
(ایډز) د شلمې پیړۍ وبا AIDS, The Cholera of 20th century لیکوال: محمد صبور البخاري ژباړن:شیرین آغا جهانګیر ۲۴-۰۸-۲۰۰۹ ۲- سنبله-۱۳۸۸ هرات لیک لړ
غزل: په نښترو تالان ګډ دی
مو ماڼې لولپه شوې په ګورګورو تالان ګډ دی سپین غر لمبه لمبه شو په کونترو تالان ګډ دی ګرم ندی کنړ سیند که کروندې راځني یوسي نن هلته سردرو کې په نښترو تالان ګډ دی پامیر له ډیره شرمه سر ګریوان ته دی ور وړی
وروستی ماښام
وروستی ماښام "لئوناردو داوینچي" د «وروستی ماښام» د تابلو د ویستلو پرمهال د یوې لويې ستونزې سره مخامخ شو: هغه باید نیکي د عیسی علیه السلام په بڼه او بدي د یهودا په بڼه، چې د عیسی علیه السلام یو ملګری وو او د ماښام پرمهال يې پریکړه وکړه چې د عیسی علیه السلام سره خیانت وکړي، انځور کړای وای. خپل کار يې په نیمه کې پرېښوده او کوښښ يې کاوه چې خپل د خوښی وړ څهرې ومومي. یوه ورځ يې په یوه سندریز مجلس کې د عیسی علی
غزل
عمر بې دیاره بس همداسې وي ډک له انتظاره بس همداسې وي ډار د قافلې د لوټ کیدلو دی شپه پرلویه لاره بس همداسې وي عشقه قدمونه منصوري واخله دالاره تر داره بس همداسې وي تاته اشنا ستا د حسن څه پته ستوري له مداره بس همداسې وي
د جنت لار
د جنت لار یو سړی له خپل آس او سپي سره په لاره روان وو. د یوې سترې ونې د لاندې نه د تېرېدو پرمهال، د ونې څانګه پرې راماته شوه او درې واړه ېې ووژل. مګر سړی پوه نشو چې نور نو له دې نړۍ نه ېې سترګې پټې کړیدي او همداسې د خپلو دوو ځناورو سره مخ ته تلو. کله کله ډېر وخت نیسي چې مړي په خپلو نوو شرایطو پوه شي. لاره اوږده وه، غونډۍ لوړه وه، لمر تود وو، درې واړه تږي شوي وو او خولې پرې راماتې وې. د لارې په اوږدو کې ېې یوه ستره م
د جنورۍ د ۲۸ غونډه، خوشبینۍ او مایوسۍ
د جنورۍ د ۲۸ غونډه، خوشبینۍ او مایوسۍ لیکوال: قریب الرحمان سعید ( افغان سیاستوال او پخوانی دیپلومات ) ژباړن: شیرین اغا جهانګیر د ۲۰۰۹ کال په پای کې جوته شوه چې دغه کال د دواړو؛ افغان ملت او د نړیوالو اشغالګرو ځواکونو لپاره چې په ۲۰۰۱ کال کې يې پردې هېواد یرغل وکړ، تر ټ
غزل
د چا د سر وهلو پسې تورې ګرځوي بدرنګ د ښار د ښکلو پسې توري ګرځوي د کومې قافلې د کومې لارې لارویان دي ډیوې وژني سندرو پسې تورې ګرځوي د روغو سره کلي کې دوه درې لیوني ښه دي راغلو نابللو پسې تورې ګرځوي ضرور به دغه باغ له بې موسمه خزان راشي
وزګاره پرښته
وزګاره پرښته سړي یو عجیبه خوب ولیده. هغه په خوب کې ولیده چې د پرښتو څنګ ته لاړ دی او د هغو کارونه ګوري. د بېرته راتلو پرمهال، د پرښتو یوه لویه ډله يې ولیده چې سخت په کار بوخت دي، او په ډېرې چټکۍ سره هغه لیکونه خلاصوي چې د قاصدینو لخوا له ځمکې نه راوړل کیږي؛ او په بکسونو کې يې اچوي. سړي له یوه پرښتې نه وپوښتل:« تاسو څه کوئ؟». په داسې حال کې چې پرښته لګیا وه او لیک يې خل
اوربلکی
اوربلکی د وېش ورځ وو. خدای هستي وېشله. خدای وویل:« یو څه رانه وغواړئ. هرڅه چې وي، دربه يې کړم. له هستۍ نه خپله برخه وغواړئ، ځکه چې خدای ډېر بخښونکی دی.» هرڅوک راغی او څه يې وغوښته. یو د الوتلو لپاره وزرونه، بل د منډو لپاره پښې، یوه غټه تنه وغوښته او یو چا تېزې سترګې، چا سیند خوښ کړه او چا آسمان. په دې وخت کې یو کوچنی چینجی راوړاندې شو او خدای ته يې وویل:« زه له هستۍ نه ډېر څه نه غ
د ژوند کتاب
د ژوند کتاب ویده وم. په خوب کې مې د خپل ماضي کتاب پرانیسته او د خپل ژوندانه تېرې ورځې مې پاڼې پاڼې لوستې. هرې ورځې ته به ځیر شوم. د هرې ورځې سره د دوو کسانو د پښو خاپونه ول. یوه زما او بله مې د خدای. مخ ته تلم او خپلې تېرې شوې ورځې به مې لیدلې. ښې خاطرې، بدې خاطرې، ښکلاګانې، مسکاوې، خوږې، ترخې، مصیبتونه،... هرڅه مې لیده. مګر ومې لیده چې د ځینو پاڼو سره یواځې یوه جوړه پلونه لیدل کیږي. ورته ځیر
فریاد
فریاد یوه چغه کول غواړي یو آواز کول په کار دی د خدای په لور اسمان خواته پر واز کول په کار دی ریښې ریښې به وشیندو تارونه د ګریوان خبر به په حالاتو کړو څښتن د خپل انسان &nb
دوې ډوډۍ
دوې ډوډۍ د اختر ورځ وو. هرې خواته خوشحاله خوشحالي وه. هر چا نوي جامې په تن کړې وې. د کلي د هټیو مخ ته ټول ماشومان سره راټول شوي وو. سړي خپلو ماشومانو ته ډېر د لوبو سامان واخسته او له هټې نه بهر شو. د هټۍ مخې ته په زړو او شلېدلو جامو کې وړه نجلۍ د اوښکو ډکې سترګې نیولې وې او ژړل يې او په ځیر ځیر يې د نورو ماشومانو نوو جامو ته کاته. د سړي ورته د لرې نه پام شو. ښه شېبه يې د وړې نجلۍ نندار
ته مې تماشه کوه
ته مې تماشه کوه پرېږده چې ستي شم لولپه شمه ایره شمه ته مې تماشه کوه اور شمه سکروټه شم لوګی شمه لمبه شمه ته مې تماشه کوه پرېږده چې د خپل وجود ټوټی په خپله ووینم پرې چې د زړه ماتې آینې په خپله ووینم پرېږده چې بدرنګې زمانې په خپله ووینم
په افغانستان کې د امریکا د متحده آیالاتو د شکست اناتومي
لیکوال: Mohammed Daud Miraki, MA, MA, PhD ژباړن: شیرین اغا جهانګیر ۱۵-۰۱-۲۰۱۰ رباط سنګی هرات