د پېمانه پېمانه لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل : ستوری
ځکه له تیارو نه مو ډار تللی دی ستوری مو د لمر پر مدار تللی دی وخته اوس مې وار دی تماشه کوه توره مې له تیکې په وار تللی دی خود به طوفانونه ځان سره راوړي
غزل
غزل اوښـــکــــو زمــا د ویـــر کــیســې وکړلې وژړېدې ســتــورو مــې خــواکې پوره شپې وکړلې وژړېدې د تــنــهــايـې شــېبــې هیـــڅکله تنها پرې نه خودم وخــتـــونــو پــټ پــټ تــمــاشــې وکـړلې وژړېدې د زړه ربــاب مـــې د ګــری
دنوي معاشرت آداب: (دریمه برخه)
لومړنی تصادف (برخورد): په لیدنو، مېلمستیاوو ،غونډو او معاشرتونو کې یو له اړینو موضوعاتونه له خلکو سره د لومړني لیدنې او او آشنا کیدو مسئله ده. لومړنی لیدنه او لومړنی تصادف په حقیقت کې د خپل ځان لومړی انځور دی چې د نورو په ذهن کې ېې انځوروئ، دغه انځور به تل د هغو خلکو په ذهن کې پاتې وي چې زمونږ سره سروکار لري او د هغه بدلون او سمونه به په دومره لږه موده کې امکان ونه لري او ددغه کا
غزل : د غره تندی
یاره که د خپل نظر ښاغلی دې کړم در به شم سوځم لمبه کېږمه که غلی دې کړم در به شم سوچ کې مې هم نه راته چې دومره به بدنامه وې مینې که د ځان غوندې سپېڅلی دې کړم در به شم زه مې لکه خپل د قسمت ستوری راپرېوتی یم خیاله که د لم
دنوي معاشرت آداب: (دوهمه برخه)
شخصیت او د هغه اصلاح: له هغو کلمو نه چې په ورځني ژوند کې ډیر زیات استعمال لري، یو هم شخصیت دی. د شخصیت کلمه تقریباً د ډېرو خلکو په آند روښانه مانا لري او تقریباً ټول په اتفاق سره د هغه له مانا سره اشنايي لري. د ارواح پوهنې له نظره شخصیت بل ډول تعریف لري. ځیني هغه له کرکټر سره یو ګڼي، یوه بله ډله پدې باور دی چې شخصیت له هغې اغېزې نه عبارت دی چې فرد يې په ټولنه کې لري یا په بله وینا، شخصیت هغه انځور دی چې ټولنه يې د فرد نه وړاندې کوي. فیلسوفان وايي:
له شاهې ماڼۍ نه تر زندانه : د جدي د شپږمې یوه په زړه پورې کیسه
له شاهي ماڼۍ نه تر زندانه د جدي د شپږمې یوه په زړه پورې کیسه د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه نېټه د پخواني شوروي اتحاد ځانګړي فوځونه د تاج بېک په ماڼۍ حمله وکړه، د خلق د دموکراتیک ګوند مشر او د افغانستان جمهور رئیس حفیظ الله امین يې وواژه. د هغه دوه زامن او ځني نور خپلوان هم په دغه پېښه کې ووژل شول. په هغه ورځ حفیظ الله امین د کابینې ځني غړي د غرمې ډوډۍ ته رابللي وو. نجیبه فیضي،
غزل
راشــي ســهــرونــو تـــه تــیارې ځــان ســره راولي داســې ستــوري نــشـته چې ډیــوې ځان سره راولي زمـــونــږ لا د خــزان زخمــونـه نـه وي رغیدلي چې شــور شي سپـرلی راشي سرې لمبې ځان سره راولي
درې بېتونه
زما که د لمبه لمبه وجود بڅرې مړې شي ایله به ددې ښار دلیونو سندرې مړې شي ما لوستي د منصور دافسانې د کتاب پاڼې والله که مې په دار هم ارادې د یرې مړې شي چې اوړي له شمشاده تور کارغان پ
غزل : جذبات
جذبات د نیمګړي خوب تعبیر دی حادثاتو ته مې سپاري که انجام د محبت دی وړي حالاتو ته مې سپاري د تدبیر په زنځیرونو د تقدیر دروازې بند کړي بغاوت به رانه وشي جذباتو ته مې سپاري مینه هسې هم
څلوریځه : وخـت نــه دخپــلــې بـدې ورځــې انـتقـام اخلم
زړه وایي مه ځه خو زه ګام پسې بل ګام اخلم پـرېـږده باغـي شـمه پـه سـر دغـه الــزام اخلم وخت د حــالاتــو زنــځیــرونــو کـې تــړلـی یمه وخـت نــه دخپــلــې بـدې ورځــې انـتقـام اخلم شیرین اغا جهانګیر ۱۴-۰۸-۲۰۰۹ هرات
څلوریځه
ویـــر زما ټــپه شــوله ســندره شوه میـــنه می کیــسه شـــوله خبره شوه اوښکه تړمې تړمې د ګریوان په چم پرېــوته له ستـــرګو مسافــره شوه شیرین اغا جهانګیر ۰۶-۰۸-۲۰۰۹ هرات
سوداګر
سوداګر پاک نن په زمزم اوپه کوثر ښکاري پېل کی سړي دغسې اکثر ښکاري ما درته ویلي وه چه مه یې منه ماته داغږونه جادوګر ښکاري مه ورکوه لاس چی درنه یې پرې نه کړي پټ یی په لسټوني کې خنجر ښکاري
مونږ
مونږ بــېرته پـاتـې شــوو د ژونـد د قـافــلـې نــه دنـیـا وویـسـتــو د خـــپــلې سـلـســلې نــه ورځ مو خپله په ځان شپه کړله خوبـــــیا هم ګــیــلـه مـن یـو د تــــــقـدیــر د فېصلــې نــه ******** د بــشــر د تـاریـخ بــر دور کـې ګـرځــو مون
دنوي معاشرت آداب: (لومړی برخه)
دنوي معاشرت آداب The modern social Etiquette ژباړن: شیرین آغا جهانګیر د معاشرت آداب څه دي؟ دخلکو سره څنګه چلند وکړو؟ دښه خبرو کولو لاره کومه ده؟ په مېلمستیاوو کی څنګه ګډون وکړو؟ دښه مزل(تګ) کولو لاره کومه ده؟ د ښه خوراک طریق
غقاب
عقاب یو چا د عقاب هګۍ پېداکړه او هغه يې د چرګې په کوډنۍ کې کیښوده. عقاب د چرګوړو سره یوځای له هګۍ نه راووت. له چرګوړو سره یو ځای لوی شو. عقاب په خپل ټول ژوند کې همغه کارونه وکړل چې چړګان يې کوي. د حشراتو او چنجیانو لپاره به يې په ځمکه باندې خپله مښوکه خښوله او قد قد به يې کاوه. کله کله به يې لږ لږ پروازونه هم کاوه. کلونه تېر شول او عقاب ډېر زوړ شو. یوه ورځ يې د خپل سر د پاسه یو ستر مرغه ولیده چې د
نیستي
نیستي یوه ورځ یو شتمن سړي خپل زوی یوې کلي ته بوتلو ترڅو هغه ته وښايي هغه خلک چې په دې کلي ژوند کاوي، څومره نېستمند دي. هغوي شپه د یو کلیول په کور کې تېره کړه. د سفر په پای کې، کله چې بېرته کورته راتلل، سړي له خپل زوی نه وپوښتل: - زمونږ د مسافرۍ په اړه دې څه نظر دی؟ - ډېر ښه وو. - آیا د هغوي ژوند ته دې پام وکړه؟ - ګمان کوم. - دد
ملګری
ملګری دوه لیوان د کوچنیوالي نه یو د بل ملګري ول. هر چېرته به يې چې ښکار وکړل نو په ګډه سره به يې خوړل او په یوه سوري کې ېې سره ژوند کاوه. یو کال ډېر بد ژمی راغی او دومره واوره پر ځمکه پرېوته چې دواړه لیوان وږي پاتې شول. څو ورځې د واورې د اودرېدو په هیله په خپل سوري کې بند پاتې شول، او ټول پاتې شونې يې سره وخوړل. په دې هیله ول چې واوره ودرېږي او ښکار ته لاړ شي. مګر واوره ونه درېده او دوي ناچاره شول چې دښتې ته ووځي. م
د خدای لیدنه
ما خدای ولیده! یو هلک غوښته چې له خدای سره ملاقات وکړي. هغه فکر کاوه چې خدای چېرته لرې ژوند کوي نو ځکه يې د یو اوږد سفر تیاری ونیوه. خپل بار يې وتاړه او په سفر ووته. په لاره کې د هلک ملاقات له یوې بوډۍ سره وشو. بوډۍ په ورشو کې ناسته وه او کونترو ته ېې کتله. هلک د هغې څنګ ته کښېناست او خپل بار يې پرانیسته. له بار نه يې اوبه وویسته او غوښتل يې چې هغه وڅکي. بوډۍ ته يې پام شو، ګوري چې بوډۍ دده په تماشه ده او ورته ځیر ځیرګوري. ا
ما خدای ولیده!
ما خدای ولیده! یو هلک غوښته چې له خدای سره ملاقات وکړي. هغه فکر کاوه چې خدای چېرته لرې ژوند کوي نو ځکه يې د یو اوږد سفر تیاری ونیوه. خپل بار يې وتاړه او په سفر ووته. په لاره کې د هلک ملاقات له یوې بوډۍ سره وشو. بوډۍ په ورشو کې ناسته وه او کونترو ته ېې کتله. هلک د هغې څنګ ته کښېناست او خپل بار يې پرانیسته. له بار نه يې اوبه وویسته او غوښتل يې چې هغه وڅکي. بوډۍ ته يې پام شو، ګوري چې بوډۍ دده په تماشه ده او ورته ځیر ځی
په خدای رښتیني مینان څوک دي؟
په خدای رښتیني مینان څوک دي؟ یوه فرشته په کوڅه کې ګرځېده. په ښي لاس کې يې یوه ډيوه او په کیڼ لاس کې يې د اوبو یو ډک سطل. یو لاروي له فرشتې نه پوښتنه وکړه: - په اور او اوبو څه کوئ؟ فرشتې ځواب ورکړه: - غواړم په اور سره د جنت ښکلي کورونه وسوځوم او په اوبو باندې د دوزخ اورونه مړه کړم. بیا به پوه شم چې په خدای رښتینې مینان څوک دي. دنیا د سوداګړۍ ځای ندی.