د پېمانه پېمانه لخوا خپرې شوې لیکنې
وروستی دیدن
وروستی دیدن شپه له نیمايي تېره وه. نرسه په هغه ځوان چې د چپرکټ بلې غاړې ته ولاړ وو او سپین ږیري ته يې ډېر خپه خپه کتلو، سترګې ګنډلې وې. مخکې لدېنه چې سپین ږیری بې هوشه شي، خپل زوي ته به يې آواز کاوه. نرسه سپین ږیري ته نږدې شوه او د هغه په غوږ کې يې وویل: " زوی دې راغلی، بالاخره هغه راغی" ناروغ په ډېر زحمت سره خپلې سترګې پرانیستې او د خپل زوي سیوری يې ولیده چې د اکسیجن د خلتې ترشا ولاړ وو.د ناروغ زړه
لمر ګلی ( افتاب پرست )
لمرګلی لمرګلی هیڅکله ددغه معما په راز پوه نشو... چې ولې ددغې مینې رسوايي د هغه په غاړه پرېوته؟... مګر همدا لمر وو چې هر ورځ يې د آسمان له شرقه تر غربه مزل کاوه تر څو هغه ته رڼا ورکړي...لیکوال: امیر عباس انصاريژباړن: شیرین اغا جهانګیر ۲۹ اسد ۱۳۸۹ ۲۰ اګست ۲۰۱۰ د صفا راډیو اداره، جلال آباد
د رحمت دروازه
د رحمت دروازه هغې دروازې ته ولاړ وو چې خدای تړلې وه. ژړل يې، بې تابي يې کوله، دعا ګانې يې کولې... مګر هیڅ ګټه يې نکوله... هغه ګمان کاوه چې خدای يې غږ نه اوري... ناڅاپه يې سترګې په بله دروازه ولږېدې چې خدای د خپل رحمت له رویه پرانیستې وه... کلونه وروسته د هغې تړلې دروازې په حکمت هم پوه شو... لیکوال: امیر عباس انصاريژباړن: شیرین اغا جهانګیر ۲۹ اسد ۱۳۸۹ ۲۰ اګست ۲۰۱۰ د صفا راډیو اداره،
راګرځېدل
راګرځېدل ويې ویل:" نور نو هیڅکله بېرته نه راځم..." خپله لاره يې ونیوله او لاړ... تر هغه لاړ چې وسه يې کېده... مګر هغه خبر نه وو چې د ځمکې کره ګرده ده. لیکوال: امیر عباس انصاريژباړن: شیرین اغا جهانګیر ۲۹ اسد ۱۳۸۹ ۲۰ اګست ۲۰۱۰ د صفا راډیو اداره، جلال آباد
اخلاص: شیرین اغا جهانګر
اخلاص یو ترکاڼ ډېر زیات سپین ږیری شوی وو. غوښتل يې چې نور نو خپله دنده پرېږدي. خپل مالک ته يې وویل چې نور نه غواړم کورونه جوړ کړم. غواړم ددغه ژوند نه ځان یوې غاړې ته کړم او د خپلې مېرمنې سره په آرامه ژوند وکړم. مالک يې چې کله پوه شو چې د هغه تر ټولو ښه کاریګر خپله دنده پرېږدي، خپه شو. له خپل ترکاڼ څخه يې غوښتنه وکړه چې د وروستي کار په توګه یواځې یو وروستی کور جوړ کړي. سپین ږیري ترکاڼ ورسره ومنله، مګر ښکارېده چې نور ي
ته خداي يې؟
ته خدای يې؟ د کریسمیس ورځ وو. نری باد د ژمې سوړ ماذیګری لا پسې سوړ کړی وو. یو شپږ کلن ماشوم چې پښې ابلې وې او شلیدلي زړې جامې يې په تن وې، د بوټانو د یوې مغازې مخې ته ولاړ وو او خپل لاسونه يې په خپلو تخرګونو کې کلک نیولي وو. یوه ځوانه ښځه د مغازې له مخې تېرېده. په دې وخت کې د ښځې سترګې په ماشوم پرېوتې او سمدلاسه د ماشوم په معصومو سترګو کې ورته یوه نړې هیلې ورښکاره شوې. د ماشوم پر سر يې لاس وښکه، له لاسه يې ونیو، مغازې ته يې دننه بوتلو.
مینه: لنډه کیسه
مینه یوه ښځه او د هغې زلمې خاوند په موټر سایکل سپاره وه او د نیمې شپې په تیاره غېږه کې په یوه پراخ سړک باندې په داسې حال کې روان ول چې د باران څاڅکي هم ورېده. هغوي د زړه له تله له یوبل سره مینه کوله. مېرمنې يې د خپل خاوند غوږ ته خوله نږدې کړه او ورته يې وویل: - کرار لاړ شه! زه ډېره زیاته ډارېږم. - نه نه! همداسې ښه ده. - هېله کوم. زه ډېره زیاته ډارېږمه. - ښه، مګر اول باید ووايئ چې لماسره مینه کو
د هیلو شمع
د هیلو شمع څلور شمعې په یوه توره تیاره خونه کې قرار قرار سوځېدل. په آرامه چاپیریال کې د ددغو څلورو شمعو د خبرو ټیټ غږ اورېدل کېده. لومړۍ شمعه:" زه سوله او آرامي یم. مګر هیڅوک نشي کولای چې زما رڼا ژوندۍ وساتي. زه باور لرم چې زه به ډېر زر مړه شم" شېبه وروسته د سولې او آرامۍ شمع مړه شوه. دوهمه شمعه: " زه ایمان یم. ډېر انسانان راته نور په ژوند کې اړتیا نلري. پس کوم دلیل زما د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره نشته"
ژوند: شیرین اغا جهانګیر
ژوند د پوهنتون د دورې څو ملګري چې بېلابېلې دندې يې لرلې او په خپل ژوند او کار کې بریالي ول، ډېره موده وروسته سره پوهنتون ته لاړل او غوښتل يې چې له خپلو استادانو سره وګوري. هغوي خپل یو استاد سره ناست ول او د معمول سره سم يې ډېری خبرې له ژوند څخه ګلیې وې. د خبرو پر مهال يې استاد هغوي ته قهوه تیاروله. هغه ګرمه قهوه تیاره کړه، پر مېز يې کېښود او له هغوي څخه يې غوښتنه وکړه چې ځانته قهوه واچوي. د مېز د پاسه ډول ډول ګیلاسونه ایښي ول، پلاستیکي
وروستۍ هیله: شیرین اغا جهانګیر
وروستۍ هیله په وروستي ځل مې چې کله هغه سره لیدنه وشوه ، د اګست پنځه لسمه نیټه وه. له اعدام څخه يې یوه شپه وړاندې. اصولا له اعدام څخه وړاندې چاته اجازه نشته چې له هغه چا سره وویني چې اعدام کیږي.
وینه: لنډه کیسه
وینه د عملیات خونې دوه پټه دروازه په داسې حال کې پرانستل شوه چې د پاسه پرې سور ګروپ روښانه وو . ډاکتر له خونې رابهر شو او چاپک چاپک زمونږ په لور راغی. زه او پلار مې دواړه وارخطا پاسیدو او پوښتنه مو وکړه: خېر خو به وي ډاکتر صیب؟ ډاکتر خپل د فشار آله چې تراوسه يې غوږونه ته پرته وه، له غوږونو ایسته کړه، خپلې عینکې يې سمې کړې. لومړی يې زما پلار ته و
څېړنیز راپور
د ننګرهار ولایت چارواکي د دوو قومونو ترمنځ د شخړې په مخنیوي کې پاتې راغلي. شیرین اغا جهانګیر ۰۸-۰۸-۲۰۱۰ په ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ په شخړه کې چې د ۱۳۸۹لمریز کال د غبرګولي/جوزا په ۲۲ مه نېټه رامنځ ته شوه، دواړو قومونو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل . په دغه شخړه کې چې دننګرهارولایت دروداتو د مزینې اودبهسودو دعرب قوم ترمینځ د دو
ما سره اوس هغه لفظونه نشته
ګرانې! ما ګرم مه ګڼه چې اوس دې نه ستایمه زه بې قصوره یمه ځکه چې ماسره اوس هغه لفظونه نشته چې تا پرې وستایمه
څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر
یاد کـې مې هیــڅ نه پاتې کیږي چې دا څه چل شوی د زړه له سترګو مې غورځیږي چې دا څه چل شوی اوس پــه رنـګـونــو کـوم لـوبــې خــو تــا نـه ویـنمـه اوس دې تصـویر رانه شرمیـږي چې داڅه چل شوی
زو یو شاعر یم: شیرین اغا جهانګیر
زه یو شاعر یم زما د خیال په ژبه د خاموشۍ قلفونه مه اچوه د قلم څوکه راته مه ماتوه زما له سوچه زیږیدلی تصویر
اوباما ته لیک
پرانیستی لیک: د امریکې ولسمشر، بارک اوباما ته! د پښتنو پروړاندې تبعیض له طرفه د: ډاکتر مصداق، ډاکتر زیرکیار، ډاکتر میرکي او ډاکتر برهاني
درې بیتونه: شیرین اغا جهانګیر
تانه خپه شم تانه لرې لاړ شم قسم په خدای له ځانه لرې لاړ شم زما د نظر له کوڅې مه وځه ته پرېږده چې زه جانانه لرې لاړ شم په څه کړاو زړه کې دې ځای کړمه ځان څومره ترې زه آسانه لرې لاړ شم شیرین اغا جهانګیر د صفا
خوبوړی غافل: شیرین اغا جهانګیر
سپین غر په وینو سور دی شمشاد لمبه لمبه شو کابل ایره ایره وو پیښور سره سکروټه قندهار یتیم شو راته ننګرهار میرات ښکاري کنړ تالا والا شو هلمند پرهر پرهر دی خو خو زه هیڅ پوه نشومه ځکه چې زه د غفلت په خوب ویده یو خوبوړی غافل د زمانې د کشمش دور کې ویده پاتې شوم
خوب: شیرین اغا جهانګیر
بیګا مې خوب ولیده چې د یو لوي او بې پایانه سمندر په غېږ کې زه یم او ته یې د لرګو یوه وړه بېړۍ کې درومو او درومو پسې مخ ته درومو هیڅ پرې پوه نشم چې ترکومه پروې ورسیږو او بیا چې ویده شم بیا مې بوځې یوې بلې خواته د لوړو غرونو سرته چې پرې د سپینو واورو لمن خوره وره وي خو د ایوریسټ څوکه بیا
د دیدن غلا: شیرین اغا جهانګیر
ډېر ځله داسې شوي چې ستا به فکر نه وو ما به دې مخ ته په ځیر ځیر کتلو خو چې ستا به پام شو راته ما به نظر اوتر اوتر په بله واړولو شیرین اغا جهانګیر د صفا راډیو اداره جلال اباد ۱۶-۰۷-۲۰۱۰