بیګا مې خوب ولیده
چې د یو لوي او بې پایانه سمندر په غېږ کې
زه یم او ته یې د لرګو یوه وړه بېړۍ کې
درومو او درومو پسې مخ ته درومو
هیڅ پرې پوه نشم چې ترکومه پروې ورسیږو
او
بیا چې ویده شم
بیا مې بوځې یوې بلې خواته
د لوړو غرونو سرته
چې پرې د سپینو واورو
لمن خوره وره وي
خو د ایوریسټ څوکه بیا
د سپینو وریځو په لمن کې ځان تاو کړی نه وي
د لمر د وړانګو انعکاس د سپینو واورو څخه
سترګې راوبرېښوې
ستا لوپټه سترګو ته ونیسمه
ته مې پلو کې پټ کړې
شیرین اغا جهانګیر
د صفا راډیو اداره
۱۶-۰۷-۲۰۱۰
16.07.2010
- پېمانه
ډېر ځله داسې شوي
چې ستا به فکر نه وو
ما به دې مخ ته په ځیر ځیر کتلو
خو
چې ستا به پام شو راته
ما به نظر اوتر اوتر په بله واړولو
شیرین اغا جهانګیر
د صفا راډیو اداره
جلال اباد
۱۶-۰۷-۲۰۱۰
...
16.07.2010
- پېمانه
سپین غر په وینو سور دی
شمشاد لمبه لمبه شو
کابل ایره ایره وو
پیښور سره سکروټه
قندهار یتیم شو راته
ننګرهار میرات ښکاري
کنړ تالا والا شو
هلمند پرهر پرهر دی
خو
خو زه هیڅ پوه نشومه
ځکه چې
زه د غفلت په خوب ویده یو خوبوړی غافل
د زمانې د کشمش دور کې ویده پاتې شوم...