د پېمانه پېمانه لخوا خپرې شوې لیکنې


د ټوپک والا انصاف

د ټوپک والا انصاف په سړک کې د ولاړ ټوپک والا او مسافر لانجه ختمه نشوه. پوره پنځه زره افغانۍ يې ترې غوښتې. ځوان ټوپک والا چې اوږدې جامې يې په تن وې، په خپل نسواري رنګه پکول کې يې ګرچاپېره ګلان هم ټومبلي وو. ټوپک يې پر خپلې اوږې سم کړه. سګرټ يې ولږه او د سړک منځ ته راغی. مسافر هم ورپسې راغی. مسافر: ګوره قمندان صيب! عذر درته کوم. والله که دومره ګټه په کې وي. ما ته چې زياتې وګټي، ايله لس زره به

24.05.2010 پېمانه

محمد رسول الله

نعت شريف په کور کې د الهاد جوړ شوی غم وو هغه ورځ تا ايښی پردې ځمکه خپل قدم وو هغه ورځ   سندرو باندې ستړي ول مرغان د باغ او بڼ جوړ کړي هواګانو ترنم وو هغه ورځ مړه شوې وه د فارس ها زر کلنه آتشکده پېدا د هر ابليس سترګو کې

24.05.2010 پېمانه

تازه خبر

په سړک کې ښخ شوی ماین د سرحدي پولیسو څلور تنه سرتیري او د یو قمندان ژوند واخست. د غه پيښه تیر ماښام ناوخته د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د سرحدي پولیسو رانجر موټر د ترکمنستان سره په پوله په ګزمه بوخت وو. په پېښه کې د فضل احمد خان په نامه د څلورم سرحدي زون د تورغونډۍ د څلورم سرحدي کنډک د اوپراسیون امر او ورسره څلور تنه نور پولیس  وژل شوي دي. تر اوسه پورې چا د پيښې پړه پر غاړه نده اخستي. د عامیلینو په اړه يې پلټنه دوام ل

14.05.2010 پېمانه

شپاړلسم نمبر: شیرین اغا جهانګیر

شپاړلسم نمبر په دروازه کې ناست پیره دار   د ډاکتر د معاینه خانې د زنګ له غږ سره د ټېلېفون ګوشي کېښوده، له خپلې چوکۍ نه پورته شو او د ډاکتر معاینه خانې ته  ور دننه شو. له معاینه خانې نه په ډیرې چټکۍ سره بهر راووته او غږ يې وکه: -"  شپاړلسم نمبر! شپاړلمس نمبر! د جناداد خان والا ناروغ  څوک دی؟"

13.05.2010 پېمانه

جنګ : شیرین اغا جهانګیر

جنګ له څو میاشتو راهیسې جنګ دوام درلوده. له هرې خوانه د سپکو او درنو وسلو د ډزو آوازونه اوریدل کېده. د ښار په کوڅو کې بني آدم نه ښکارېده. ځای نیم ځای به سپي اوتر اوتر هرې خواته منډې وهلې. د برېښنا ستنې راګذارې شوې وې. په ښار باندې برېښنا پرې شوې وه. د ښار په هره کوڅه کې دوکانونه او موټران سوي ول. هرې خواته لمبې پورته کېدې. په ټول ښار بانې یوه بوګنوونکي خاموشي خوره وه. دغه خاموشي به هله له منځه تله چې کله به په کنوم کور باندې توغندی راپورېته او د انسانان

12.05.2010 پېمانه

د کرکټ د ملي لوبډلې په ویاړ: شیرین اغا جهانګیر

پرون يې چې شمله د ټول افغان ګټلی دی نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی   ښودلې يې د خپلو مټو زور ټولې دنیا ته مغرورې امرېکې ته آیرلینډ او کاناډا ته قسم په پټو سترګو يې بوتان ګټلی دی نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی   سکاټلینډ به زړه کې تل وساتي درد ددې حالاتو پټۍ به په زخمونو کښیږدي څوک د اماراتو

10.05.2010 پېمانه

د زرداد پاټک: شیرین اغا جهانګیر

یوه ضروروي یادونه ( د ټولو لوستونکو د پام وړ: له هر څه وړاندې د هغو شهیدانو او سپیڅلو مجاهدینو روح ته د سکون دعا کوم چې خپل خوږ ژوند يې د الله د رضا، د اسلام د سپیڅلي دین او د وطن د ننګ او ناموس د ژغورلو لپاره له لاسه ورکړ. د هغو زړورو مجاهدینو د قربانیو په برکت د شوروي اتحاد نه ماتیدونکی ځواک ټوټې ټوټې شو. پ

09.05.2010 پېمانه

ځناورې قافلې : شیرین اغا جهانګیر

ځناورې قافلې   لوټ شوي په دې لاره دي اکثرې قافلې خپل سري قافلې او زورورې قافلې   سرکشو ته دې چم کې د قدم اجازت نشته سر ښکته ستانه شوي مروروې قافلې   زمونږ د توري غږ ورته تر غوږه رسیدلی

07.05.2010 پېمانه

غزل: بسم الله پښتونمل - کلات

غز لبسم الله (پښتونمل) – كلات راليږونکی : سراج الدین کلیوال هسي نه خيال دي رانـــــه مات سـي ائينه غوندي دىنيمګړى زمــــا دزړه كسات ســــــي ائينه غوندي دى ګرانــــــي تندي ته دي لږ پيڅكـــه د ټكـــــــري ونيسهنــــــه چــــي ثبوت د ملاقات ســــــي ائينه غوندي دى يابــــه سي ستوري هغه ځاي چي يار قدم پ

05.05.2010 پېمانه

څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

  د ظلم جبر هر زنځیر ته مې خپل لاس نیولی د وخت څپيړو ته مې سر او تندی پاس نیولی   د اور پر کرښه مې دی ایښی هر قدم ځکه چې د تاریخونو فیصلو ته یم حراص نیولی  

04.05.2010 پېمانه

د زنځیرونو شور: شیرین اغا جهانګیر

د زنځیرونو شور هغه مرید یمه چې پیر مې زړه کې پټ ساتلی د خپل جانان د مخ تصویر مې زړه کې پټ ساتلی   د پښو تل مې د ازغنو لارو تږ ته جوړ دی پړی د دار شور د زنځیر مې زړه کې پټ ساتلی   وخته دا ژبه به ګونګۍ نکړئ ځان مه ستړوه

04.05.2010 پېمانه

یوحبشي به کعبه شریفه ویجاړه کړي

یوحبشي به کعبه شریفه ویجاړه کړي « یوحبشي به کعبه شریفه ویجاړه کړي »له عبدالله بن عمرورضلي لله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلي لله علی وسلموویل:ترڅوحبشیان له تاسوسره جګړه ونه کړي تاسوله هغوﺉسره جګړه مه کوﺉ،ځکه چي دکعبي شریفي خزانه به ددؤکوچنیولینګوحبشي راوباسي.(مشکوته) په بل روایت کي دي چي کعبه به ددؤکوچنیوکوچنیولینګودرلودونکی حبشي ويجاړه کړي.(بخاری ومسلم) دکوچنیوکوچنیولینګویادونه یي ځک

31.03.2010 پېمانه

په ټیلیفون کې : شیرین اغا جهانګیر

  نن چې له کاره ستړی ستون شومه کوټې ته راغلم مخکې لدینه چې د کار جامې بدلې کړمه لکه د تل په شانتې خپل ټېلېفون مې را اوچت کړلو او ومې کتو پوره پنځه میسکاله شمیره مې وکتله کور نه وو زنګ راغلی زړه مې طاقت ونکړو زنګ مې ور ووهلو بس سمدلاسه چې زنګ ورغللو د مور له هلو سره

31.03.2010 پېمانه

ړندې آینې: شیرین اغا جهانګیر

ړندې آینې زمانه ټوله ړنده ده، د دنیا سترګې ړندې شوې آینې دي ړندې سوي، که زما سترګې ړندې شوې   له رقیب سره ملګری، لاس په لاس اوړي را اوړي زه هم نشت یمه منم خو، د آشنا سترګې ړندې شوې   بیا چینار ځوانیمرګ شوی، بیا ګودر په وینو سور دی

30.03.2010 پېمانه

عاجل خبر: د هرات ولایت د کشک کهنې په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولت ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

عاجل خبر:  د هرات ولایت د کشک کهنې په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولت ترمنځ سخته جګړه روانه ده. د هرا ت ولایت د کشک کهنې  په ولسوالۍ کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. جګړه نن د غرمې په یوه بجه پیل او تراوسه پورې ادامه لري. دولتي منبح چې نه يې غوښته چې نوم يې څرګند شي، وویل چې پنځه تنه پولیس اسیران شوي او په زیاته کچه دولتي مخالفین وژل شوي دي. ددې پېښې په اړه لا نور جزئیات ندي ورکړل شوي شیرین اغا جهانګیر

30.03.2010 پېمانه

آزاد نظم: شیرین اغا جهانګیر

ما د ګلونو د رنګو عبادت شروع کړه د آینو سجدې ته پرېوتمه د ډیوو پل مې ونیو شومه ملګری د نغمو د کاروان لاړم د وريځو سره لکه د څاڅکو د باران پرېوتم د یوې وچې دښتې پر لمبه شوي لمن زه د یو نور په تلاش د سرو لمبو غېږې ته پرېوتمه زه هم لمبه لمبه شوم ولې خپل هر درد ته مسکی مسکی وم

28.03.2010 پېمانه

د ملا فتواه: شیرین اغا جهانګیر

  د ملا فتواه         د ملا مېرمن د چرګانو په پاکولو بوخته وه. پېشو راغله او یوه چرګ يې ترې وتښتوه. د ملا مېرمن چغې کړې: - ملا! پېشو چرګ وتښتوه. ملا د کوټې نه په لوړ غږ وویل: - قران شریف راوړه! کله چې پیشو د ملا غږ واورېده، چرګ يې ګذار کړه او و تښتېده. نور پ

27.03.2010 پېمانه

پسرلی : شیرین اغا جهانګیر

پسرلی پسرلي خو ما لیدلي پسرلی خو داسې نه وي دا نو څنګه پسرلی دی چې لمبې لري په غيږ کې پسرلی چې کله راشي بلبلان په نغمو سر شي خو دا چم څه عجیبه دی دلته ډار زړونو کې خپور شي ګونګوسي د جنګ شروع شي هوا ورځ تر بلې تود شي د مارانو سره یو ځای انسانان له سوړو وځ

27.03.2010 پېمانه

تازه خبر: د طالبانو او سرحدي پولیسو ترمنځ نښته وشوه

د طالبانو او سرحدي پولیسو ترمنځ نښته وشوه نن سه شنبه د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال ۳ چې د ۲۰۱۰ کال د مارچ له ۲۳ نېټې سره برابره ده، د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د ګله چا په سېمه کې چې د ترکمنستان پولې ته نږدې پرته ده، د طالبانو او د افغان سرحدي پولیسو ترمنځ نښته وشوه. پېښه د غرمې په ۱۲ بجو پېل او درې ساعته يې دوام وکړ. د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کوم راپور ندی ورکړل شوی. په تورغونډۍ کې د سرحدي پولیسو د کنډک قمندان دغه پېښه تائد کړه مګر د نورو جذئیاتو له وړاندې کولو نه ي

23.03.2010 پېمانه

تازه خبر: سرحدي پوسته د طالبانو لاس ته پرېوته

  سرحدي پوسته د طالبانو لاس ته پرېوته نن شنبه، د ۱۳۸۸ هجري لمریز کال د کب د میاشتې ۲۹ چې د ۲۰۱۰ زیږدیز کال د مارچ له ۲۰ نیټې سره برابره ده، د هرات ولایت، د رباط سنګي ولسوالۍ د ګله چا په سېمه کې د سرحدي پولیسو په یوې سرحدې پوستې باندې د طالبانو د حملې وروسته د سرحدي پولیسو د پوستې قمندان مړ او یو تن پولیس سخت ټپي شو. پېښه تېره شپه ناوخته پېل او د سهر تر ۳ بجو يې دوام وکړ. په پېښه کې د طالبانو له لوري د مرګ ژوبلې کوم راپور ندی ورکړ شوی. په تورغ

20.03.2010 پېمانه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more