د پېمانه پېمانه لخوا خپرې شوې لیکنې
صدقه
صدقه سپین ږیری ستړی ستومانه د صدقې د بکس خواته ودرېده. د زړو جامو له شليدلي جب نه يې یوه سکه راوویسته. بکس ته د سکې د اچولو پرمهال په بکس باندې په لیکل شوې جملې يې سترګې پرېوتې* صدقه عمر زیاتوي*، بېرته يې خپله سکه جب ته کړه او روان شو. ژباړن: شیرین اغا جهانګیر رباط سنګي هرات ۲۶-۰۲-۲۰۱۰
شمع او پرښته
شمع او پرښته یو سړی چې خپله مېرمنه یې له لاسه ورکړې وه، د خپلې درې کلنې لور ډېره پاملرنه به يې کوله. لور يې په ډېرې سختې ناروغۍ اخته شوه. پلار يې هر څه وکړه ترڅو لور يې بېرته ښه شي، خپل ټول شته يې ولږاوه ترڅو دخپلې لور روغتیا بېرته لاس ته راوړي، مګر ناروغي يې د لور ساه واخسته او هغه هم مړه شوه. سړي د خپل کور دروازه بنده کړه او ځانله شو. د هیچا سره يې خبرې نه کولې او کار ته نه تله. ملګرو او خپلوانو يې ډېره هڅه وکړه چ
چرچیل او ټکسي چلوونکی
چرچیل او ټکسي چلوونکی چرچیل (د برطانيي پخوانی لومړی وزیر)، یوه ورځ په ټکسي کې ناست وو او د بي بي سي دفتر ته د یوې مرکې لپاره روان وو. کله چې هلته ورسېد، د تکسي چلوونکي ته يې وویل: - ښاغلیه! مهرباني وکړئ! نیم ساعت تم شئ ترڅو زه بېرته راشم. چلوونکي وویل: - نه ښاغلیه٬ زه غواړم چې زر تر زره کور ته لاړ شم او د چرچیل مرکه له راډیو نه واورم.
زړهْ مینه
زړهْ مینه سپین ږیری سهر وختي له کوره ووت. په لاره کې موټر وواهه او ټپي شو. لارویانو په ډېرې چټکۍ سره هغه پورته کړه او نږدې روغتون ته يې بوتله. په لومړي سر کې ډاکترانو د هغه ټپونه پانسمان کړه او بیا يې ورته وویل: - باید چې ستا د بدن عکسونه وباسو تر څو باوري شو چې د بدن هډوکي دې نه دي مات شوي. سپین ږیری غمجن شو او ويې ویل: - زه باید زر لاړ شم. عکسونو ته ضرورت نشته.
سړی او نړۍ
سړی او نړۍ پلار يې ورځپاڼه لوسته. مګر کوچنی زوی يې ورته مزاحمت کاوه. حوصله يې ختمه شوه. د ورځپاڼې همغه پاڼه يې چې د نړې نقشه په کې وه، پرې کړه او ټوټې ټوټې یې کړه. خپل زوي ته يې ورکړه او ورته يې وویل: راشه زویه! درسره کار لرم. د نړۍ یوه نقشه درکوم. ويې ګوره! کولای شئ چې همغسې يې جوړه کړئ چې څنګه وه؟ پلار يې بېرته په خپل کار بوخت شو. پوهېده چې زوی به يې څو ساعته په دغه کار لګیا
وفا
وفا یوه نجلۍ ددغې بې وفا نړۍ پرمخ اوسېده، دغه نجلۍ په دواړو سترګو ړنده وه. دغه نجلۍ په یو هلک مینه وه. نجلۍ به تل ویل چې که سترګې ېې وای، نو تل به دهغه سره پاتې کېدای. یوه ورځ، یو کس پېداشو چې دغې نجلۍ ته خپلې سترګې ورکړي. کله چې نجلې بینا شوه او ويي لیده چې هغه هلک چې دې ورسره مینه کوي، ړوند دی. هلک ته يې وویل چې نور درسره مینه نکوم. ځه لاړ شه! هلک په ډېرې ناراختۍ سره مسکی شو، لاړ او ورته يې وویل: - زما په سترګو پام سا
تورغونډي کې د سړک د غاړې بمي چاودنه وشوه
تورغونډي کې د سړک د غاړې بمي چاودنه وشوه نن جمعه، د ۲۰۱۰ زیږدیز کال د فیبرورۍ ۲۶، د سهار په ۱۱ بجو د هرات ولایت، د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډي په بندر کې د سړک د غاړې بم په چاودنه کې د یو تن ملي سوداګر لنډکروز موټر تبا او دوه تنه پکې ټپیان شول. بم په یو موټر سایکل کې ځای پرځای شوی وو او د ریموټ په واسطه له لرې نه کنترول کېده. ویل کیږي چې دغه بم د بریښنا د وزیر، ښاغلي اسماعیل خان لپاره ځای پرځای شوی وو. شیرین اغا جهانګیر
پوښتنه
پوښتنه پوښتنه يې رانه وکړه: - د چا لپاره ژوندی يې؟ زړه مې غوښته چې له زړه نه چغې ووهم او ووایم چې: - ستا لپاره ورته مې وویل: - د هیجا لپاره پوښتنه يې وکړه: - د څه لپاره ژوندی يې؟ زړه مې چغې وهلې چې ووایم: - ستا په خاطر په ډېرې خواشینۍ مې ورته وویل: - د هیڅ څیز په خاطر
یو تن پولیس او د دولت یو تن مخالف ووژل شو
نن دوشنبه، د ۲۰۱۰ کال د فیبرورۍ په ۲۲ نېټه د هرات ولایت د کشک کهنې ولسوالۍ د درزک په سیمه کې د دولت د مخالفینو او د پولیسو ترمنځ سخته نښته وشوه. پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د پولیسو قطار چې امریکايي ځواکونه يې ملتیا وکوله، د کشک کهنې نه د رباط سنګي لورته په حرکت کې وو چې د مخالفینو د کمین سره مخامخ شول. د پېښې په پایله کې یو تن پولیس او یو تن مخالف ووژل شول او د پولیسو په وینا ډېر نور مخالفین سخت ټپي شوي دي. د یو تن کلیوال د وینا پر بنسټ چې د خپل نوم له څرګندولو ن
خبر
د یکشنبې په ورځ د هرات ولایت په دیرش کیلومترې، د کرخ په ولسوالۍ کې د دولت د مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته وشوه. پېښه د کرخ ولسوالۍ د کاریز میر په سېمه کې د شپې ناوخته پېل او دمازیګر تر څلورو بجو پورې دوام وکړه. په دغه پېښه کې د پولیسو یو تن سرتېری په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړه چې دوه تنه نور پولیس ټپې او د ملي اردو دوه تنه سرتیري هم ټپيان شول. د پېښې په پایله کې دوه تنه مخالفین مړه او څلور تنه نور ژوندي ونیول شول. باید یادونه وکړو چې امریکي ځواکونه هم د پولیسو م
سلام
سلام نه پوهېږم چې زمونږ سلام علیک له کومه ځایه پېل شوی وو. هر کله چې به سره مخامخ کېدو، په ډېر شوق سره مو یو بل ته سلام کاوه. هغه هم مسکی کېده او سلام به يې راته کاوه. نه پوهېدم نوم يې څه وو. کېدای شي هغې ته به هم زما نامه نه ورته. داسې نه وه شوې چې له سلام او د زړه خوالې نه پرته به سره ډېر غږېدلي وو. لږ لږ مې عادت شوی وو، که مې سلام ورته نه کاوه نو داسې به مې انګېرله چې ګوندي هغې ته مې توهین کړی وي. داسې نه وه شوې چې هغې ته مې سلام نه وي کړی. یوه ورځ، ناګهانه، کله چې له سړکه تېر شوم، مخې ته
په بڼ کې
په بڼ کې تینا په بڼ کې ولاړه وه او ټام يې ولیده چې د هغې خواته منډې وهي. - تینا! ګل مې! مینه مې! تینا وویل: - ای زما ټامه! ټام وویل: - تینا! ګل مې! تینا بیا وویل: - ټامه! زه هم درسره مینه کوم. ټام هغې ته ورسېد. د هغې مخ ته په ګونډو شو او هغه يې په ډېر زور سره ایسته ټېله کړه.
عمر
عمر د خلکو په منځ کې يې ځانته لاره جوړه کړه. ور دننه شو او ځان يې قبر ته ورساوه. د قبر شناختې ته ښکته شو او له ځانه سره يې پټ پټ ولوسته: * مریم مریمي، د زېږېدو نېټه: ۱۳۶۲-۳-۲۱*. نور يې ونه لوسته. پورته شو. بیا يې د خلکو په منځ کې ځانته لاره وکړه. کله چې لرې ولاړ، نور يې ونشو کولای چې ونه ژاړي. په ژړا شو او ويې ویل: * لعنتي، تل به يې رانه خپل عمر پټوه*. لیکوال: علي به پژوه
خدای پاماني
خدای پاماني مننه کوم: - له خپلې موره چې د وریجو د درنو بوجیو په پورته کولو سره يې هڅه وکړه چې زه دې نړۍ ته پښه کښېنږدم. - له خپله پلاره چې د ما او زما د مور په یواځې پرېښودولو سره يې وغوښتل چې مونږ د لوږې په وسیله ددې لعنتي نړۍ له شره خلاص کړي. - او له ژونده چې د خپلو هغو ټولو خرابیو سره سره، اوس چې ددې بام په بلې ولاړ یم، غواړي راته وښايې چې څنګه يې شر له خپل سر نه کم کړم. لیکوال: زینب صابر پو
نیکه او لمسی: لنډه کیسه
نیکه او لمسی نیکه ډېر سپین ګیری شوی وو. پښې يې د ګرځېدو توان نه لاره. سترګو يې خپل دید له لاسه ورکړي وو. غوږونه يې څه نه آورېدل، حتی د خوراک لپاره يې غاښونه هم نه لاره. زوې او اینګور يې پرېکړه وکړه چې نور به هغه په دسترخوان نه کښېنوي، بلکه د بخارۍ ترڅنګ به هغه ته خواړه ورکړي. یوه ورځ يې هغه ته په ښیښه يي کاسه کې خواړه واچاوه او ورته يې یوړه. بوډا کاسه ځانته راوکاږه؛ مګر له لاسه يې پرېوته او ماته شوه. اینګور يې غصه شوه او ويې ویل چ
مینه
مینه زه لس کلن یم. زمونږ د ګاونډي لور هم لس کلنه ده. ګمان کوم چې لس کاله وروسته، کلن چې شل کلن شوم، په هغې به مین شم. زه شل کلن یم. زمونږ د ګاونډي لور هم شل کلنه ده. ګمان کوم چې لس کاله وړاندې، کله چې لس کلن وم، په هغې مین شوی وم. لیکوال: سعید میر سعیدي ژباړن: شیرین اغا جهانګیر ۰۹-۰۲-۲۰۱۰ رباط سنګي هرات
هلته چې روغتون نشته: لنډه کیسه
هلته چې روغتون نشته ( دا یوه رښتیني کیسه ده چې ۲۰۱۰ کال د فیبرورۍ د میاشتې په ۸ نیټه، د هرات ولایت د رباط سنګي په یوې کلي کې پېښه شوه او زه ( لیکوال) په خپله ددې پېښې شاهد وم) له سهر راهیسې باران ورېده. ویالې او کوڅې له اوبو ډکې وې. ناوې ډکې ډکې را روانې وې. په کلي کې چپه چوپتیا وه. د بخاریو لوږي له کورونو نه راپورته کېدې. خلک ټول په خپلو خپلو کورونو کې ناست ول. مونږ لا په دې انتظار ک
آزادي: لنډه کیسه
آزادي سهر وختي د خپلې بسترې ترڅنګ د پیشو دغږ سره پورته شوم. ماته رانږدې کېده او په حېرانتیا سره يې په خپل دې کار کې سخت اصرار کاوه. موضوع زه حېرانه کړم. د هغې غم زه هم غمجن کړلم. کېدای شي وږې به وي. پورته شوم او خواړه مې ورته راوړه. یوه شېبه د خوړو شاوخواته تاوه شوه، مګر د خوړو له څنګه لرې شوه او پام يې ورته ونکړه. له ځانه سره مې وویل چې کېدای شي تږې به وي. د اوبو د لوښي څنګ ته مې بوتله. مګر اوبو ته يې هم پاملرنه ونکړه. ماته يې کاته.
غزل
وخته لږ تم شه دادی زه هم بارومه ځمه له دغه دور سره هرڅه ختمومه ځمه سپوږمې له ځانه سره اخلمه چې لار ووینم د تیارو غېږ کې ډیوې ډېرې بلومه ځمه سپرلیه ته که مې ملګری شئ احسا
یوه لنډه خیالي کیسه
یوه لنډه خیالي کیسه زما پلار غوښتل چې زوي ېې باید د هغه په شان مسکین نه وي. زه اوس غټ شوی یم، مګر هغه نشته چې ما وویني. زه ټوله ورځ د یوې ډوډۍ پسې ګرځم چې خپله وږې مور پرې مړه کړم. کله کله د کوڅې ماشومان مې وهي او کله کله نور سوالګر ماشومان رانه زما ډوډۍ اخلي. کله چې ځم چې د خپل کلي له باغه د سوند لرګي راټول کړم، تل په دې ډار کې یم چې په کوم ځمکني ماین باندې به پښه کښېنږدم. اوس مې مشر ورور په یوې پښې ګوډ دی، ځکه چې هغه زما په شان بخ