د پېمانه پېمانه لخوا خپرې شوې لیکنې


فیل په تیاره کې

فیل په تیاره کې  فیل په تیاره کې د خدای د پېژندګلوي په اړه مشهور داستان دی. یوه ډله خلک کوښښ کوي چې پوه شي فیل په تیاره کې د څه شي سره ورته والی لري. هغوي له یوې شي نه د بیلابیلې تجربې لاس ته راوړي. لومړی کس د فیل په خړتوم لاس ږدي. هغه وايي:« چې فیل نل ته ورته دی». دوهم کس د فیل غوږ لمس کوي. هغه وايي:« چې فیل پکي ته ورته دی». دریم کس د فیل په پښه لاس ر

23.01.2010 پېمانه

روزلین روشبروک څنګه مسلمانه شوه؟

      روزلین روشبروک څنګه مسلمانه شوه؟  هغه خپله  کیسه داسې کوي: « زما نوم رقیه مقصود دی. مخکې لدېنه چې په اسلام مشرفه شمه؛ زما نوم روزلین روشبروک وو.

23.01.2010 پېمانه

خوشحال بابا ته

  په خاوره د افغان بیا کوم مغل ایښی قدم دی راپورته شه خوشحاله که راځې دغه دې دم دی   ملالې ټپې نشته اکبر خان په خوب ویده دی پامیر له غمه ژاړي اباسین خپه خپه دی   بکوا سور سیلاب وړی دی کابل پرهر پرهر دی کوم چا درته په سرو لمبو سېځلی پیښور دی  

22.01.2010 پېمانه

څلوریځه:د یوې فارسي څلوريځې ژباړه

  مونږ خپله لوی هستي یو زمانه پر مونږه هست شو زمونږ د سر نشې نه شراب زور واخستو مست شو   شراب په دومره جوش کې لا زمونږ جوش ته فقیر دی ګردش ته زمانه خپل لا زمونږ د هوش اسیر دی  

22.01.2010 پېمانه

څلوریځه

نـــظر دې د ګلـــــونو د ګلــزاره دی راغلی زما د ســـوي زړه تر یــکـه زاره دی راغلی   تعبـیر مې د خوبونو یو د بل پســې راوځې د میــنــې د انکـار خــبــر د یاره دی راغلی   شیرین اغا جهانګیر هرات ۳-۱۲-۲۰۰۹

22.01.2010 پېمانه

سپرلي ته

سپرلیه چې د اور جامې په تن راله رانشئ کنډر پروت دی لمبه لمبه وطن راله رانشئ   باروتو د ګلبڼ د ګلو څانګې دي سیزلي پرې شوي چنارونه دي کونترې چاوژلي   د کلي د خاورین جومات منار

22.01.2010 پېمانه

د خدای لاسونه

د خدای لاسونه ماشوم له ځانه سره وویل: «خدایه! له ماسره خبرې وکړه». یوه مرغۍ په باغ کې په سندرو شوه. ماشوم وانه وریده. غږ يې وکړه:«خدایه! له ماسره وغږېږه». په آسمان کې  تالینده او برېښنا شوه. ماشوم ورته غوږ کېنښود. هغه شاوخواته وکته او ويې ویل:« خدایه! پرېږده چې ودې ګورم».

22.01.2010 پېمانه

عسکر

عسکر

22.01.2010 پېمانه

ډالۍ

ډالۍ لور يې ایله د دریو کلونو وه. یو ورځ د وروځونه، کله چې سړی کورته راغی، ويې لیده چې لور یې د هغه د کتابتون نه د زرورقو یوه قیمتي پاڼه د یو کوچني بکس نه تاوه کړېده. سړي خپله لور ته د هغې ددې کار په خاطر سزا ورکړه. وړه نجلۍ په هغه شپه تر ډېره ژړله او په ژړا ژړا ویده شوه. بله ورځ چې کله سړی له خوبه ویښ شو، ويې لیده چې وړه لور يې د هغه د کټ سرته ولاړه ده او په زرورقو هغه پوښول شوی بکس يې د هغه خواته

22.01.2010 پېمانه

زنداني

زنداني د ۱۹۴۵ کال اوړی، د برلین په یوه کوڅه کې: دولس زندانیان په زړو او شلېدلو جامو کې د یو روسي عسکر په امر له ېوې کوڅې نه تېرېدل، داسې ښکارېده چې له کومې لرې پوځي چوڼۍ نه يې راوستي وو او چېرته يې د کار لپاره مخ ته کړي وو. هغوي له خپل راتلونکي نه هیڅ خبر نه ول. ناببره یوه ښځه له کنډوالو نه راووځي، فریاد کوي، د سړک خواته منډې وهي او یو زنداني په غېږه کې نیسي. خلک ددوي د نندارې لپا

22.01.2010 پېمانه

د نړۍ بدلون

د نړۍ بدلون د وست مینسټر ښار په کلیسا کې د یو کشیش د قبر د پاسه لیکل شوي دي:« کله چې ماشوم وم، غوښتل مې چې نړۍ بدله کړم. کله چې رالوی شوم، پام مې شو چې نړۍ ډېره لویه ده، زه باید انګلستان ته بدلون وړکړم. انګلستان هم راته وروسته لوی ښکاره شو، او پرېکړه مې وکړه چې خپل ښار ته بدلون ورکړم. کله چې بوډا شوم، غوښتل مې چې خپلې کورنۍ ته بدلون ورکړم. دادی اوس د مرګ په حال کې یم او پوهېږم چې که په همغه لومړي ورځ کې مې ځان ته بدلون ورکړای و

22.01.2010 پېمانه

یو ځانګړی ساعت

یو ځانګړی ساعت سړی ناوخته او ستړی له کار نه کور ته راستون شو. په دروازه کې يې خپل پنځه کلن زوی ولیده چې د هغه په انتظار کې ولاړ وو: - سلام پلار جانه! یوه پوښتنه درنه وکړم؟ - هو حتماً. د څه شي پوښتنه؟ - پلار جانه! تاسو د هر ساعت کار په بدل کې څو ډالره اخلۍ؟ - سړي په غصې ځواب ورکړه:« تاته يې څه؟ ولې داسې یوه پوښتنه رانه کوئ؟ - بس هسې؛ غواړم

22.01.2010 پېمانه

د ګابریل ګارسیا مارکز نه د ژوند او مینې دیارلس اړین ټکي

د ګابریل ګارسیا مارکز نه د ژوند او مینې دیارلس اړین ټکي یو: مینه درسره کوم، نه ستا د شخصیت په خاطر، بلکه د هغه شخصیت په خاطر چې زه يې لتانه ستا سره د اوسېدو پرمهال پېدا کوم. دوه:  هیڅوک ستا د اوښکو ارزښت نلري، څوک چې دغه ارښت لري، ستا د اوښکو د تویولو سبب کیږي نه. درې:  که څوک درسره هغه شان مینه نکوي، څنګه چې ته غواړئ، دا په دا مانا ن

22.01.2010 پېمانه

د کړکۍ بلې خواته

د کړکۍ بلې خواته د روغتون په یوه خونه کې دوه ناروغان بستر ول. یو ناروغ اجازه لرله چې هره ورځ سهر مهال یو ساعت په خپله بستره کې کښېني. د هغه کټ د خونې د کړکۍ په غاړه کې پروت وو. مګر بل ناروغ مجبور وو چې هیڅ ټکان ونه خوري او تل په خپل کټ کې د شا پرتخته پروت ووسي. هغوي په ساعتونو ساعتونو له یو بل سره غږېدل؛ د خپلو کورنیو، مېرمنو، ماشومانو او د خپلو عسکریو په اړه یو له بل سره يې خبرې کولې. هر سهر به هغه ناروغ چې کټ يې د

22.01.2010 پېمانه

چاکلېټ

چاکلېټ په یوه چاکلیټ پېل شو، ما ورته په ورغوي کې یو چاکليټ کېښود، هغه هم زما په ورغوي کې یو چاکلیټ کېښود. زه ماشوم وم، هغه هم ماشوم وو. سر مې پورته کړه، سر يې پورته کړه. پوه شوم چې ما پېژني. په خندا شوم.  ويې ویل:« ملګري یو؟».  ومې ویل:«هو، ملګري».  ويې ویل:« تر کومه؟». و مې ویل:« په ملګرتیا کې «تر&ra

22.01.2010 پېمانه

خپلې وزرې دې څه کړئ؟

خپلې وزرې دې څه کړئ؟ مرغه د انسان پر اوږو کښېناست. انسان په ډېر تعجب سره مرغه ته مخ واړوه او ورته يې وویل:« زه ونه نه یم، ته نشئ کولای چې زما پر اوږو ځاله جوړه کړئ». مرغه وویل:« زه د انسانانو او ونو په توپیر دېر ښه پوهېږم. مګر کله کله د انسانانو او ماغانو ترمنځ توپير نشم کولای». انسان په خندا شو، دغه ستره تېروتنه يې په نظر کې ممکنه نه وه. مرغه وویل:«

22.01.2010 پېمانه

یوه ورځ د ژوند لپاره

یوه ورځ د ژوند لپاره د ژوند پای ته ېې دوی ورځې پاتې دي. ایله اوس پوه شو چې هیڅ يې ژوند ندی کړی. کتاب يې ډک شوی وو، یواځې دوه ورځې پکښې پاتې وې. یواځې په دوو ورځو کرښه نه وه کښل شوې. پرېشانه شو، خپه او په بد حال د خدای لوري ته ولاړ ترڅو له خدایه ډېرې ورځې وغواړي. فریاد يې وکړه، بدرد يې وویل. خدای سکوت وکړه. چغې ېې کړې، جنجال يې جوړ کړه. خدای سکوت وکړه. آسمان او ځمکه يې په سر واخست. خدای سکوت وکړه.

22.01.2010 پېمانه

لیلی د آزادۍ بل نوم دی

لیلی د آزادۍ بل نوم دی کله چې نړۍ جوړه شوه، زنځېر په کې نه وو. خدای نړۍ بې زنځیره جوړه کړه. آدم زنځیر جوړ کړه. شېطان ورسره مرسته وکړه. زړه زنځیر شوه، مینه زنځیر شوه، نړې له زنځیرونو ډکه شوه، او ټول آدم زاد زنځیري لیونیان شول. خدای بې زنځیره نړۍ غوښته. د بې زنځیره نړۍ نوم جنت دی. د آدم ازموینه همدلته وه. د شیطان لاسونه له زنځیرونو نه ډک ول. خدای

22.01.2010 پېمانه

ښه، بیا؟

ښه، بیا؟ یو امریکايی سوداګر د یو مکسیکويی کلیوال څنګ ته ولاړ وو، په دې وخت کې يې د کب نیونې یوه وړه بېړۍ له څنګه تېره شوه. په بېړۍ کې یواځې یو څو دانې کبان پراته ول. له مکسیکويي نه يې پوښتنه وکړه: - په څومره وخت کې دې دا کبان راونیوه؟ - ډېر وخت ېې ونه نیوه. - ولې تم نشوئ چې نور هم ونیسئ؟ - ځکه چې همدا مې د کورنۍ د مړولو لپاره بسنه کوي. - په پاتې

22.01.2010 پېمانه

د چارلي چاپلین تاریخي لیک خپلې لور ته

د چارلي چاپلین تاریخي لیک خپلې لور ته   چارلي چاپلین د سینما یو له منل شوو نابغه ګانو ځنی دی. کله چی هغه دبري لوړو پوړونو کې وو، د «اونا اونیل» سره یی واده وکړه اودهغې نه د ۷یا ۸ اولادونو پلار شو، مګر له هغوي ځنی یواځي یو تن چې جرالدین نومیده، تمثیل یی له پلاره په میراث وړې ده

22.01.2010 پېمانه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more