ښه، بیا؟
یو امریکايی سوداګر د یو مکسیکويی کلیوال څنګ ته ولاړ وو، په دې وخت کې يې د کب نیونې یوه وړه بېړۍ له څنګه تېره شوه. په بېړۍ کې یواځې یو څو دانې کبان پراته ول. له مکسیکويي نه يې پوښتنه وکړه:
- په څومره وخت کې دې دا کبان راونیوه؟
- ډېر وخت ېې ونه نیوه.
- ولې تم نشوئ چې نور هم ونیسئ؟
- ځکه چې همدا مې د کورنۍ د مړولو لپاره بسنه کوي.
- په پاتې ورځ کې څه کار کوئ؟
تر ناوخته پورې خوب کوم، لږه شېبه کبان نیسم، د خپلو ماشومانو سره لوبې کوم، بیا ځم په خپل کلي باندې ګرځم. یو پیاله مۍ څکم او له خپلو دوستانو سره ګیتار غږوم، سندرې وایم او مستي کوم. لنډه داچې همدا مې ژوند دی.
امریکايی: ګوره! ما په هاروارډ پوهنتون کې زده کړه کړېده او کولای شم درسره مرسته وکړم. ته باید تر ډېره وخته پورې کبان ونیسئ. بیا کولای شئ چې په همغو پېسو یوه غټه بېړۍ واخلئ. او بیا کولای شئ چې یوه دوهمه بېړۍ هم پرې واخلئ. بیا به درسره د کب نیونې لپاره ښې ډېرې بېرۍ وي.
مکسیکويی: ښه بیا؟
امریکايی: ددې پرځای چې کبان د بل چا په واسطه خرڅ کړئ، مستقیماً به يې پېرودونکو ته ورکوئ او ځان ته به پرې کاروبار جوړ کړئ... بیا به یوه کارخانه جوړه کړئ او ته به يې د تولیداتو څارنه کوئ... دا کلی به هم پرېږدئ او مکسیکو سیټي ته به لاړشئ... بیا به لاس انجلس او له هغه ځایه به نیویارک ته لاړشئ.... هلته به بیا ستر ستر کارونه پېل کړئ.
مکسیکويی: مګر ښاغلیه! دغه کار به څومره وخت ونیسي؟
امریکايی: پنځلسو نه تر شلو کلونو پورې!
مکسیکويی: ښه بیا؟
امریکايی: تر ټولو غوره برخه يې همدا ده: کله چې ښه موقع لاس ته درغی، د خپل شرکت اسهام به په ډېره لوړه بیه خرڅ کړئ! په دې کار سره به میلونونه ډالره لاس ته راوړئ.
مکسیکويی: میلونونه ډالره!!!!!؟ اووووو! ښه بیا؟
امریکايی؛ بیا به په کور کښینئ. چېرته لرې، د کوم ساحل په غاړه کې به ځان ته کور واخلئ. بیابه کولای شئ چې تر ډېره وخته پورې خوب وکړئ، لږه شیبه کبان ونیسئ، د خپلو ماشومانو سره لوبې وکړئ، کلي ته لاړشئ او مۍ وڅکئ، تر ناوخته پورې له خپلو ملګرو سره ګیتار وغږوئ او سندرې ووايئ. او په آرامه ژوند وکړئ.
چلچراغ، ۱۵۴ شمېره
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۱۳-۱۲-۲۰۰۹