سپرلیه چې د اور جامې په تن راله رانشئ
کنډر پروت دی لمبه لمبه وطن راله رانشئ
باروتو د ګلبڼ د ګلو څانګې دي سیزلي
پرې شوي چنارونه دي کونترې چاوژلي
د کلي د خاورین جومات منار دی نړېدلی
زمونږ د هیلو ناوې زمونږ ښار دی نړېدلی
کلونه کیږي دلته د بلبلو نغمې نشته
ډیوې د تورو شپو د سهرونو وږمې نشته
خاموشه تورې شپې دي سهرونه غم لړلي
ازغنی ټولی لارې منزلونه غم لړلي
ښایست مو د ګلونوم ماشومانو لولپه دی
د خدای واړه مخلوق زمونږ د ویر په تماشه دی
شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګی هرات
۰۷-۰۱-۲۰۱۰
22.01.2010
- پېمانه
د خدای لاسونه
ماشوم له ځانه سره وویل: «خدایه! له ماسره خبرې وکړه».
یوه مرغۍ په باغ کې په سندرو شوه.
ماشوم وانه وریده.
غږ يې وکړه:«خدایه! له ماسره وغږېږه».
په آسمان کې تالینده او برېښنا شوه.
ماشوم ورته غوږ کېنښود.
هغه شاوخواته وکته او ويې ویل:« خدایه! پرېږده چې ودې ګورم»....
22.01.2010
- پېمانه
نـــظر دې د ګلـــــونو د ګلــزاره دی راغلی
زما د ســـوي زړه تر یــکـه زاره دی راغلی
تعبـیر مې د خوبونو یو د بل پســې راوځې
د میــنــې د انکـار خــبــر د یاره دی راغلی
شیرین اغا جهانګیر
هرات
۳-۱۲-۲۰۰۹...