د پېمانه پېمانه لخوا خپرې شوې لیکنې
دوه درویشان: شیرین اغا جهانګیر
دوه درویشان (له قابوس نامې څخه) دوه درویشان سره په یو سفر کې ملګري ول. یو درویش ډېر زیات ډنګر و او د ورځې يې یواځې یو څل خوراک کاوه، بل درویش ډېر چاغ و او غښتلی وجود يې درلود، د ورځې به يې په درې ځلي خوراک هم بسنه نه کوله. دواړه یو ښار ته ورسیدل. د ښار پولیس د دوو جاسوسانو په لټه کې ول. د ښار پولیس د دوو جاسوسانو پر ځای دغه دوه درویشان ګرفتاره کړل او په زندان کې يې ورګذار کړ. د دغو دوو درویشانو پسې د زندان دروازې بندې شوې ا
یو ژوند
یو ژوند له همغه اول وخت څخه چې پېدا شوم، بریالی وم، که نه نو نمې شو کولای چې دې نړۍ ته خپله پښه کښېږدم. له همغه اوله مې چاته کم ونه ویل. کله چې ډاکتر راته په ملا ضربه راکړله، داسې مې وژړل چې ډاکتر ګمان وکړ چې دا د هغه د ګزار پر وړاندې زما ځواب دی. هیڅکله مې ندی پرې ایښی چې کوم څیز دې راته ماته راکړي، پرله پسې مې شیېدې خوړلې او د خپل زړه د درد پروا مې نه ساته. کله چې ښوونځي ته لاړم، د خپلو ټولو همز
کشیش او روماتیزم
کشیش او روماتیزم کشیش په ملي بس کې ناست و چې یو ملنګ، چې جامې يې شلیدلې او پښې يې لوڅې وې، ملي بس ته پورته شو او د کشیش ترڅنګ کښېناست. د کښېناستو سره سم ملنګ له خپل جب څخه ورځپاڼه رابره کړه او په لوستلو يې پیل وکړ. لږه شېبه وروسته ملنګ بېرته کشیش ته مخ کړ او ورځني يې پوښتنه وکړه: - ای زما روحاني پلاره! کولای شئ راته ووایئ چې روماتیزم له څه وجې نه انس
عقیده
عقیده ډېر پخوا، د افکارو په لرغوني ښار کې دوه پوهان اوسیدل، دوي یو له بله سره کینه لرله او یو د بل پوهې ته به يې په سپک نظر کاته، ځکه چې یو د خدای په وجود باور او عقیده نه لرله او بل تن، د خدای په وجود ټینګ ایمان او باور درلود. یوه ورځ دغه دوه پوهان په ښار کې سره مخ شول، او د خپلو پېروانو پر وړاندې د خدای د شتون او نه شتون په اړه يې بحث او مناظره شروع کړه. له څو ساعت کشمکش او جنجال وروسته، دواړه پوهان په خپله مخه لاړل.
مور: لنډه کیسه
مور د شپې ۳ بجې وې چې د ټېلېفون د زنګ غږ هلک له خوبه راویښ کړ. هلک د ټېلېفون غوږۍ پورته کړه، مور يې وه. هلک ورځنې په ډېرې غوسې پوښتنه وکړه: - څه ټکه راپرېوتې ده؟ ولې دې زه په دې نیمه شپه کې راویښ کړم؟ مور يې ورته په ډېر ارام غږ ځواب ورکړ: - له نن څخه ۲۵ کاله وړاندې، په همدې نیمه شپه، تا زه له خوبه را ویښه
جنت
جنت کله چې به د بهلول زړه تنګ شو، نو د سیند غاړې ته به لاړ. هغه به د سین په غاړه، په ساحل کې کښېناسته او د اوبو ننداره به يې کوله. د اوبو پاکوالی او تازه ګي به يې غوسه له منځه وړله. کله چې به وزګار و، په ساحل کې به کښېناسته او د ماشوم په شان يې له خټو سره لوبې کولې. یوه ورځ د په ساحل کې ناست و او له خټو څخه يې د سیند په غاړه کور جوړولو. د کور مخې ته يې باغ جوړ کړ، په باغ کې يې وړې وړې بوټې او ګلان کښېناوه. ناڅاپ
حیواني مینه
حیواني مینه "دا یوه رښتیني کیسه ده چې په جاپان کې پېښه شوېده" یو کس غوښتل چې د خپل کور دیوال د بیارغونې لپاره وران کړي. جاپانیان د زلزلې په موخه د خپلو کورونو دیوالونه داسې جوړوي چې د لرګینو دیوالونو په منځ کې تش ځای وي. د دیوال د ورانولو پر مهال د کور خاوند د دیوال په خالي ځای کې یو کربوړی مومي چې د بهر له لوري يې په پښه کې یو میخ ټک وهل شوی دی او هغه د دیوال له لرګي سره کلک میخ شوی دی. د سړي زړه پرې ډېر زیات و
په تیاره کې: شیرین اغا جهانګیر
په تیاره کې کلي يې په ډېر احتیاط سره قلف ته ور دننه کړه. احتیاط يې کاوه چې د دروازې قلف آواز ونه کړي. خپل له خیرو ډک بوټان يې چې سپين والی یې په ډېرې سختۍ سره لیدل کېده، له پښو رابهر کړ. هغه وړانګه چې د هوا کش د پردې له شا په هوا کش پرېوته، د هواکش سیوری يې پر ځمکه جوړه کړې وه. خپل لاس يې په ډېر اختیاط سره د برېښنا د ساکټ لورته وړاندې کړ، غوښتل يې چې ګروپ روښانه کړي، مګر وډار شو چې بچیان يې راویښ نه شي.
مېرمنو ته لازمې لارښوونې
مېرمنو ته لازمې لارښوونې لیکوال: شیرین اغا جهانګیر ۲۱ نومبر ۲۰۱۰ مېرمنې د خپلو خاوندانو پروړاندې لاندې ځني مسئولیتونه لري چې باید ورته پاملرنه وکړي او هغه مراعت کړي. مېرمنې باید د خپل خاوند سره په مهربانې سره چلند وکړي. &n
غزل
ته لمانه زه لتانه د ومره لرې لکه دوه سترګې جانانه دومره لرې چې مې زړه سترګو کې دومره لرې یوسې زه به خود یمه له ځانه دومره لرې
غزل
لټوې مې کوز او پاس راپسې ګرځې زمانه زنځیر په لاس راپسې ګرځې ارادې مې خوبوړي غوندې ښکاري زړه ته لار غواړي وسواس راپسې ګرځي
پارلمان، ملي ګټې او که شخصي ګټې
پارلمان، ملي ګټې او که شخصي ګټې که د پارلمان او پارلمانونو تاریخ ته ځېر شو، له پېله تر اوسه پورې پارلمانونه یواځې په دې موخه منځ ته راځي راغلي چې ددولت د اعمالو څارنه وکړي، د اړوندو قوانینو په تصویب سره د انارشیزم او بیروکراسې مخه ونیسي او د ملي منافعو د تامین په لاره کې هلې ځلې وکړي. دا چې په نوره نړۍ کې تر کومه حد ه پورې د نورو هیوادونو پارلمانونه په خپلو کارونو کې بریالي و، دا به د هغوي د اوسني وضعې ا
د اوښکو لار " څلورمه کړۍ"
د اوښکو لار " څلورمه کړۍ" زه ( جهانګیر ) په پوهنتون کې وم، لا امتحان ته ناست وم، د تلاش پرلپسې زنګونو پوزې ته راوستی وم. کله چې د امتحان پارچه مې استاد ته وسپارله او له صهنې ووتم، نو سمدلاسه مې زنګ ورته ووهه، بې لدې چې سلام وکړي، ويې ویل: - ایییییی! نن شپه راډیو ته ضرور راشئ! مشاعره کوو، پوه شوې؟ سلام مې ورته وکړه او ورسره مې وعده وکړه چې سمه ده. کله چې راډیو ته راغلم، د شپې اته بجې
د اوښکو لار
داوښکو لار دفي البدیهه مشاعرو دلړۍ دریمه کړۍ تیره شپه زموږ د اوښکو لارفي البدیهه مشاعرې یاران (زه شیرین اغاجهانګیر، ګل رحمن رحماني ،زیرک فهیم او فردوس حضرتي ) ددغه لړۍ په یوه بله کړۍ کې سره راټول شوو او وموپتیله چې یوه بله مشاعره چې له ډېرې مودې موزړه ورته کیده، ترسره کړو په دفترکې دکارونو له خلاصولو وروسته دمشاعرې غږ وشو. کله چې خبره دمطلعې لیکلو ته راغله، نو ما (جهانګیر) یوبیت چې له وړاندې مې له ځان سره پوخ کړی وو او له
حوصله
حوصله................... دوه شپې کېدې چې سترګې مې نه وې پټې کړې. سر مې پړسیدلی و، درد راباندې دومره زور کړی و چې زړه مې غوښته سر په دیوال ووهم. په موټر سایکل باندې خو هسې هم ګرځېدل له خطرونو ډک وي، مګر کله چې په شپه کې موټر سایکل وچلول شي، دا نو بیا بیخي خطرناک وي. په اوړي کې له نورو خطرونو سره یوه خطره د حشراتو ده. د موټر سایکل د چلولو پرمهال دومره په تېزه د سړي په مخ او ځان لږي، چې د ګټو ګمام پرې کیږي. د موټر سایکل مخکی ګروپ مې هم چندان کار نکولو. قرار قرار
د ماتې نه زغمل، یوه کلتوري نیمګړتیا
د ماتې نه زغمل، یوه کلتوري نیمګړتیا له دې سره سره چې افغاني کلتور له ښېګڼو ډک دی او د نړۍ د غوره کلتورونو په لومړي لیکه کې راځي، ځني نیمګړتیاوې هم لري. کېدای شي چې زما دغه خبره د ځینو خلکو خوښه نشي، مګر نیمګړتیا باید پټې پاتې نشي، باید په ګوته يې کړو. د ډېرو نورو نېمګړیتا سره سره چې زمونږ په ټولنه کې وجود لري، خو یوه ستره نیمګړتیا د خپلې ماتې نه منل دي، او منل يې یو ډول عیب انګیرل کیږي. زمونږ ټولنه یو له هغو ټولنو څخه ده چې هیڅکله يې وګړي د خپلې ماتې منلو ته
زه د امن اور کې سوځم
زه د امن اور کې سوځم ستا د امن لاره ډکه له لمبو ده ستا د سولې شعارونه بې مانا دي زما سپرلی سپرلی ماحول دې لولپه کړه زاڼې زرکې ستا له لاسه په ژړا دي د خپل جنګ له تاترې شمه وتلی ستا د سولې له سايې نه امان غواړم د حالاتو کشمکش سره عادت یم ستا د عدل فیصلې نه امان غواړم
فی البدیهه مشاعره
یادونه: د شپې لس بجې وې. زه ( شیرین اغا جهانګیر) او ګل رحمان رحماني لا په خپل دفتر کې وو او په کار بوخت وو چې سید عبدالله نظامي راننوت. راته يې وویل چې نن شپه یوه فی البدیهه مشاعره کوو. دا اراده خو ما او رحماني صیب یوه اونۍ وړاندې کړې وه، مګر ورته نه برابرېدو. اوس نو زه هم خوښ شوم. درې واړه د نظامي کوټې ته روان شو. که څه هم لاره اوږده وه، مګر درې واړو یارانو مجلس دومره خوږ و چې پوه نشو چې لاره څنګه پرې شوه او کوټې ته ورسېدو. له چایو او میوو له خوړلو وروسته رحماني له خپله جبه قل
آزاد شعر
ګمان مې هم نه کاوه چې به زما له زړه او زما له زهنه ستا دا سرکشه زورور یادونه دومره آسانه دومره زر خپلې شیندلې ریښې ټولې کړي او کډه وکړي خو اوس پوهیږمه باور لرمه چې د حالاتو حادثو پر وړاندې بغیر له خدایه نور نو هرڅه کې بدلون راتلی شي شیرین اغا جهانګیر ۳ میزان ۱۳۸۹ ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۰ 12:10am د صفا راډیو اداره، جلال آباد
غریب
غریب.................. له خپل ماشوم زوي سره د هدېرې له څنګه تېرېده. په همدې وخت کې څو کسانو یو تابوت پر اوږو ایښی او هدېرې ته يې روان کړی وو. څلور پنځه کسه ښځې او سړي هم د تابوت تر شا روان وو او ژړل يې. یوه نجلۍ، داسې ښکارېده چې د مړي لور به وه، ژړل يې او ویل يې: - ګرانه پلاره! تا هلته وړي چې نه اوبه شته ، نه خواړه شته، نه خواږه شته، نه رڼا شته او نه تغر.... ماشوم د نجلۍ په دې خبر