کشیش او روماتیزم
کشیش په ملي بس کې ناست و چې یو ملنګ، چې جامې يې شلیدلې او پښې يې لوڅې وې، ملي بس ته پورته شو او د کشیش ترڅنګ کښېناست.
د کښېناستو سره سم ملنګ له خپل جب څخه ورځپاڼه رابره کړه او په لوستلو يې پیل وکړ.
لږه شېبه وروسته ملنګ بېرته کشیش ته مخ کړ او ورځني يې پوښتنه وکړه:
- ای زما روحاني پلاره! کولای شئ راته ووایئ چې روماتیزم له څه وجې نه انسان ته پېدا کیږي؟
کشیش بې لدې چې پوښتنه په سمه توګه واوري، په خبرو شو او ورته يې وویل:
- روماتیزم د زیات شراب څښلو، ډېرې مستۍ او نورو ناوړو کارونو له امله رامنځ ته کیږي.
کشیش چې کله خبرې خلاصې کړلې، ملنګ بېرته خپل سر ټیټ کړ او د ورځپاڼې په لوستلو يې پېل وکړ.
شیبه وروسته کشیش ورځني پوښتنه وکړه:
- څومره موده کیږي چې ته روماتیزم لرئ؟
ملنګ په ډېرې ارامۍ سره ځواب ورکړ:
- زه روماتیزم نلرم، په ورځپاڼه کې لیکلي دي چې”لوی پاپ په ډېر سخت روماتیزم اخته شوی دی “.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۹-۱۲-۲۰۱۰
۹ جدي ۱۳۸۹
09.01.2011
- پېمانه
عقیده
ډېر پخوا، د افکارو په لرغوني ښار کې دوه پوهان اوسیدل، دوي یو له بله سره کینه لرله او یو د بل پوهې ته به يې په سپک نظر کاته، ځکه چې یو د خدای په وجود باور او عقیده نه لرله او بل تن، د خدای په وجود ټینګ ایمان او باور درلود.
یوه ورځ دغه دوه پوهان په ښار کې سره مخ شول، او د خپلو پېروانو پر وړاندې د خدای د شتون او نه شتون په اړه يې بحث او مناظره شروع کړه. له څو ساعت کشمکش او جنجال وروسته، دواړه پوهان په خپله مخه لاړل....
09.01.2011
- پېمانه
یو ژوند
له همغه اول وخت څخه چې پېدا شوم، بریالی وم، که نه نو نمې شو کولای چې دې نړۍ ته خپله پښه کښېږدم.
له همغه اوله مې چاته کم ونه ویل. کله چې ډاکتر راته په ملا ضربه راکړله، داسې مې وژړل چې ډاکتر ګمان وکړ چې دا د هغه د ګزار پر وړاندې زما ځواب دی.
هیڅکله مې ندی پرې ایښی چې کوم څیز دې راته ماته راکړي، پرله پسې مې شیېدې خوړلې او د خپل زړه د درد پروا مې نه ساته.
کله چې ښوونځي ته لاړم، د خپلو ټولو همز...