سوداګر
پاک نن په زمزم اوپه کوثر ښکاري
پېل کی سړي دغسې اکثر ښکاري
ما درته ویلي وه چه مه یې منه
ماته داغږونه جادوګر ښکاري
مه ورکوه لاس چی درنه یې پرې نه کړي
پټ یی په لسټوني کې خنجر ښکاري
وخت سره بدلیږي دا د وخت بچي
دوه ژبې مخونه يې په سر ښکاري
شیرین اغا جهانګیر
۳۱-۰۷-۲۰۰۹
ننګرهار هوټل، ننګرهار
23.01.2010
- پېمانه
مونږ
بــېرته پـاتـې شــوو د ژونـد د قـافــلـې نــه
دنـیـا وویـسـتــو د خـــپــلې سـلـســلې نــه
ورځ مو خپله په ځان شپه کړله خوبـــــیا هم
ګــیــلـه مـن یـو د تــــــقـدیــر د فېصلــې نــه
********
د بــشــر د تـاریـخ بــر دور کـې ګـرځــو
مون...
23.01.2010
- پېمانه
ویـــر زما ټــپه شــوله ســندره شوه
میـــنه می کیــسه شـــوله خبره شوه
اوښکه تړمې تړمې د ګریوان په چم
پرېــوته له ستـــرګو مسافــره شوه
شیرین اغا جهانګیر
۰۶-۰۸-۲۰۰۹
هرات...