دریم نمره
نن ډېر وختي کورته راغی. دروازه يې په ډېرې چټکۍ سره پرانسته. خوله يې له مسکا ډکه وه. سلام يې واچاوه. خپله بکسه يې له اوږو نه ښکته کړه. ټولو ته يې وکاته. د بکسې زنځېر يې په ډېرې چټکۍ سره پرانسته. لاس يې بکسې ته دننه کړه او یوه پاڼه يې ترې راوویسته.
مور: زویه! دا پاڼه د څه شي ده؟
زوي: مورې! دامې اطلاع نامه ده. نن مو نومره خاني وه. د ټول مکتب نومرې اعلان شوې.
مور: ښه ته راکړه ماته! څووم نمره شوی يي؟
زوي: سږکال دریم نمره شوی یم مورې.
مور: څه؟ دریم؟
په دې وخت کې ېې مور له پښې نه چپله راوویسته او د خپل زوی سرته ېې ونیوه. خېرې يې کولې او هلک يې په سر سر وهلو. هلک په ژړا شو. د هلک د ژړا سره ګاونډیان راغلل او هلک يې له خپلې موره خلاص کړه.
یوه ګاونډۍ: ولې دا ماشوم وهئ؟
مور: دا ماشوم دې خپل سر وخوري. د نورو خلکو اولادونه وګوره! څوک شلم نمره، څوک دېرشم، څوک آن پنځوسم نمره شوي، دا غټ سری راته دریم نمره شوی دی.
لیکوال: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۱۴-۱۲-۲۰۰۹