دهوکه
مازیګر د دفتر د رصخېدو په وخت کې يې خپلې مېرمنې ته ټېلېفون وکړ او ورته يې وویل:
" ګرنې! رئیس مو راځني باربار غوښتنه کوي چې باید له هغه سره کب نیونې ته لاړ شم . هلته به د یوې اونۍ لپاره پاتې شو. دا زما لپاره ښه موقع ده چې د خپلې ترفیع لپاره زمینه سازي وکړم. نو ګرانې! مهرباني وکړه او د یوې اونۍ لپاره ماته جامې برابرې کړه او د کب نیونې وسایل مې هم په کې کښېږده! مونږ له دفتر څخه روانیږو. په لاره کې به زه ودرېږم او له کوره به خپلې جامې پورته کړم. او هو رښتیا! هغه ورېښمین لباس مې هم په کې کښېږدئ!"
مېرمنې يې له ځان سره فکر وکړ چې دا مسئله یو څه پېچلې او غېر طبیعي ده، مګر بیا يې هم هغه څه چې خاوند يې ورته ویلي و، سرته يې ورسوه.
یوه اونۍ وروسته سړی بېرته کورته راغی. لږ څه ستړی ښکارېده، مګر جامې يې پاکې وې. مېرمنې يې هغه ته ښه راغلاست وویل او پوښتنه يې ځني وکړه چې آیا هغه کبان ونیوه او که څنګه؟
سړي وویل" هو، ډول ډول کبان مو ونیول، شارپ، شیر ماي، فلس... مګر هغه زما ورېښمینې جامې دې ولې راته نه وې ایښې؟
ښځې يې ورته ډېر عجیب ځواب ورکړ" ورېښمنې جامې مې درته د کب نېونې د جامو د پاسه اېښې وې"
شیرین اغا جهانګیر
۳۱-۲-۱۳۹۰
۲۱ می ۲۰۱۱
خپله مېنه