ډار

په ټکسي کې ناست مسافر ورو د ټکسي چلوونکي په اوږده لاس کېښود، غوښتل يې څه ورته ووايي. د ټکسي چلوونکي چغه کړه او د موټر کنترول يې له لاسه ورکړ...

نږدې و چې ټکسي له بل موټر سره وجنګوي... په ډېرې چټکۍ سره له سړکه يې موټر یوې غاړې ته کړ او ځای په ځای يې د یوې مغازې مخې ته ودراوه....

د څو شېبو لپاره د ټکسي چلوونکي او د مسافر تر منځ یوه خبره هم ښکته پورته نشوه. یوه وحشتناکه چوپتیا خوره وه. د ټکسي چلوونکي دغه سکوت مات کړ، مسافر ته يې مخ کړ او ورته يې وویل:

- ملګریه! نور نو هیڅکله داسې ونه کړئ! زه دې د مرګ تر کندې رسولی وم.

مسافر ترې بخښنه وغوښته او ويې ویل:

- زه نه پوهېدم چې ته به دومره وډار شئ، که نه نو ما هیڅکله دا کار نه کولو.

د ټکسي چلوونکي وویل:

- ته ګرم نه يې. نن لومړۍ ورځ ده چې زه ټکسي چلوم... ما ۲۵ کاله د مړو د انتقال امبولانس چلولو.

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

۱۱-۵-۲۰۱۱

۲۱ ثور ۱۳۹۰

جلال