بودا او فاحشه
بودا یو کلي ته سفر وکړ...
یوه ښځه د بودا په خبرو مینه شوه، له بودا نه يې غوښتنه وکړه چې د هغې میلمه شي. بودا ورسره ومنله او له ښځې سره د هغې میلمستیا ته روان شو.
د کلي حاکم په منډه منډه ځان د بودا خواته ورساوه او ورته يې وویل:
- ای بودا! دا ښځه بدلمنې ده، ته ددې کور ته مه ورځه!
بودا د کلي حاکم ته وویل:
- یو لاس دې ماته راکړه!!!
د کلي حاکم حیران شو او خپل یو لاس يې بودا ته ورکړ.
بودا د کلي حاکم ته وویل:
- اوس چک چک ووهه!!!
د کلي حاکم لا پسې حیران شو او ويې ویل:
- هیڅوک نشي کولای چې په یو لاس چک چک ووهي!
بودا مسکی شو او ويې ویل:
- هیڅ ښځه نشي کولای چې په ځانله ځان بدلمنه او فاحشه شي، مګر داچې د ټولنې سړي هم بدلمن ونه اوسي. همدا د ټولنې سړي او د هغوي مال او دولت دی چې د ټولنې ښځې بدلمنتیا او فحاشۍ ته راکاږي...
ژباړن : شیرین اغا جهانګیر
۶ فیبروري ۲۰۱۱
۱۷ دلو ۱۳۸۹
06.02.2011
- پېمانه
د بهلول ډار
یوه ورځ بهلول د بصرې ښار ته لاړ، بهلول هلته کوم ملګری نه درلود، نو ځکه يې هلته یوه کوټه کرایه کړه.
هغه کوټه چې بهلول په کې اوسېده، تر دې حده زړه وه چې په ډیر کم باد یا باران سره به يې د کوټې تیران او دیوالونه اوازونه کول او لړزېده به.
بهلول د کور خاوند ته لاړ او ورته يې وویل:
- ښاغلیه! کومه کوټه چې دې راته په کرایه راکړې، ډېره زیاته زړه ده، په ډېر کم ب...
13.02.2011
- پېمانه
بایسکلته به چند میخري؟
په ښار باندې د وحشت چوپتیا خپلې وزرې غوړولې، یواځې هغه وخت به چغې شوې چې په ښار باندې به د توغندیو باران پیل شو، په ښار کې هرې خواته د ډزو اوازونه اورېدل کېدې. ښار په څو برخو ویشل شوی و، په هر قدم کې ټوپکوالو پوستې جوړې کړې وې.
دا دویمه ورځ وه چې په کور کې ټول خوراکي توکي ختمې شوې وې. ماشومان راته ژړل، نور مې د خپلو ماشومانو لوږه نشو زغملی. خپل زوړ بایسکل م...