د ټول افغان لخوا خپرې شوې لیکنې


بدلون: ناپوهي، ټوکې او که د تعليمي نظام د ړنګولو پلان؟

د انجونو د زده کړې په اړه د مور ميری سلوک، او که جهالت ته د يو قشر ټېله کول؟ دوه مياشتې او څلور ورځې بشپړې شوې، چې پخوانی حکومت ړنګ، او واکمني طالبانو تر لاسه کړې، طالب مشرانو په لومړي سر کې ويلي و، چې د حکومتدارۍ ټولو خواوو ته به پوره پاملرنه وکړي، خصوصاً د زده کړې برخې ته به متوجه و اوسي.د اوسني ضعيت په هره برخه کتاب کتاب خبرې کېدای شي، خو زده کړه بيا تر ټولو مهمه ده، امارت له پخوا څخه هم د پوهنې او لوړو زده کړو کميسيونونه درلودل، تمه وه چې د پوهنې او زده کړو په برخه کې به ډېر ع

30.10.2021 محمد اسماعيل (عندليب)

دطالبانود۶۷ورځوامارت یوڅوپوزټيف او نېګاټيف ټکي

+ مثبت ټکي: ۱-ظاهراََ د افغانستان له ۲۰ کلن اشغال او ۴۰-۵۰ مملکتونو (د پاکستان د پروژې او ترکيې په ګډون ...)څخه د دوحې د تړون په اساس آزادول!۲- د هیواد او ولس یووالی او تمامیت تامینول، د قدرت جزایر ختمول۳- هم په پخوانۍ او هم اوس د قاتلینو، غاصبینو، مفسدینو ، فاسقینو، مرجفینو او د شرق او غرب ګوډاګیانو ځغلول او رسوا کول۴- د شر او فساد او مخدره موادو پرضد مبارزه۵-یوه قومانده او مرکزي اداره او له امیر تر مدرسې طالب! د اوامرو اطاعت۶-ډیر زیات شهیدان ورکول، شکنجې او زندانونه لیدل

30.10.2021 ډ. حمیدالله زړور ساپی

بدلون: حکومتداري بايد څرګنده وي

په وروستيو دوه لسيزو کې نړۍ بدلون کړی، او په هره برخه کې بدلون يې افغان ولس هم په يو نه يو ډول تجربه کړی، يا زيات يا کم، د هغې له جملې څخه څرګنده حکومتداري هم ده، دا مانا چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د حکومت ډېری فعاليتونه او څېرې څرګندې وې، د ولس په وړاندې مسئولين راڅرګندېدل، او ولس يې له جرياناتو خبراوه.دا مانا چې دلته بيان او رسنيو تر يو حده ازدي درلودله، که به حکومت يو څه روښانه نه کړل، نو رسنيو او ازادو اړخونو به يې د راسپړلو هڅه کوله، حکومت ته يې يا زيان يا ګټه؛ خو ولس ته

13.10.2021 محمد اسماعيل (عندليب)

د افغانستان د ملي شناخت امتحان او د ډیپلوماسۍ دستګاه ملي ـ تاریخي فرض!

د فرانسي ولسمشر امانویل مکرون تیر کال د اروپایی ټولنی سرمشریزې ته په خطاب کې د چین اړوند وویل: کله چې د پاریس د اقلیم د بدلون د تړون خبره وی نو چین زموږ یو نږدی شریک دی، همدارنګه که د سوداګرۍ او اقتصادی تعاملاتو موضوع وی نو چین زموږ رقیب دی، ولی که د سیمه اییزو سیاستونه او امنیتي بحثونو خبره وی لکه د هندي پېسېفېک موضوع، بیا چین زموږ حریف دی. یانې اروپایی ټولنه که څه هم چین په سوداګرۍ کې یو بې خطره شریک ګڼي، ولي په نظامي او سیاسي حضور کې بیا د چین دریځ او رول ته د یوه سرسخت رقیب او حری

13.10.2021 قاضي نجیب الله جامع

په افغانستان کې د امريکا شل کلنه ناکامه پاليسې او ماتې

امريکا او  ناټو ائتلاف د افغانستان پخوانی جمهوريت او خلک په يوه سخت بحراني حالت کې بې سرنوشته او په وچ ډګر پرېښودل. په داسې حال کې چې نن سبا بې وزلي په افغانستان کې ريکارډ کچې ته رسېدلې او ان له دويم نړيوال جنګ وروسته هم په جنګ ځپلو هېوادونو کې فقر دومره وده نه وه کړې لکه څنګه چې نن سبا د افغانستان خلک ورسره لاس و ګرېوان دي. د نشه يي توکو کرکيله روانه ده ، داخلي کشمکشونه ورځ تر بلې ډېرېږې او کرار کرار د طالبانو پر وړاندې بېلابېلې ډلې د راپورته کېدلو او راټوکېدلو په حال کې دي.د تېرو ۲۰ کلو

13.10.2021 عبدالله لغمانی

دیوبند او مذهبي بندونه

په ۵۷ اسلامي هیوادونو او پاتې نړۍ کې د مسلمانانو ټول ټال شمیر،‌ یو ملیارد او ۸۰۰ ملیونو ته رسي. ۸۹ سلنه یې سنیان او ۱۱ سلنه شیعه ګان دي چې زیاتره یې په ایران،‌ عراق او هند کې اوسیږي. د ټولو سنیانو ۴۳ سلنه حنفیان او ۵۷ سلنه یې مالکیان، شافعیان، حنبلیان او اهل حدیث/سلفیان دي. د حنفي مذهب پراختیا درې عمده لاملونه لري: لومړی؛ د امام اعظم ابوحنیفه (۸۰ /۱۵۰هـ ق) خپل علمي شخصیت او له څو تنو اصحابو (رض) سره د هغه لیدنه ده، یعنی تابعي دی. هغه د څلور واړو مذهبونو په امامانو کې تر ټولو مشر او په شرعي اح

06.10.2021 ولي الله ملکزی

تاجکستان د بلې جګړې او فتنې محور ګرزي!

هغه مهال چې شامحمود هوتک د میرویس نیکه له تاریخي سپارښتنې سره سم، د واحد افغانستان د احیاء او عزت لښکر د اصفحان په لور مارش کړل، د اصفحان له نیولو سره زموږ لومړۍ د اوبو جګړه د توران له پان ترک نسل تورکانو سره رامنځته شوه.له دې تاریخي ټکر وروسته کله چې ابدال بابا د معاصر او لوی افغانستان د خوندیتابه دوکتورین ټاکل، نو عثماني دربار ته یې د هغوی د هغه بی ځایه اندېښنو د ځوابولو په موخه یو اوږد ډیپلوماټیک لیک چې له افغان خاورې به د عثماني خلافت مشروعیت او راج له ګواښ سره نه مخ کیږی ولیکل. ځکه د

06.10.2021 قاضي نجیب الله جامع

د افغانستان راتلونکي سرکار ته څو سلاوې

په تېرو شلو کلونو کې افغانستان، د هغه خلک، سرکار او خاوره د داسې خلکو او ډلو ټپلو له خوا یرغمل وه چې د بن کنفراسن، امريکايي نېواک، دوو افغان هېوادمشرانو او بهرنيو لاسوهنو ورته لار اواره کړې وه. هغه ډلې ټپلې چې مشرانو يې د جهاد داوې کولې، په ۱۳۷۱ ل کال کې د ډاکتر نجيب الله تر واکمنۍ وروسته د هېواد په کورنۍ جگړه کې داسې ښکېل شوې چې هېچا يې نه يوازې د مظلوم جگړه ځپلي افغان انسان د وينو پروا ونه کړه، بلکې لا يې په هېواد کې د چور، چپاول، د بې گونا انسانانو په سرونو کې مېخونه ټک وهل، د خلکو پر نامو

02.10.2021 محمد طاهر کاڼی 

پنجشیر به نور د واحد او مقتدر افغانستان خوږ ګوته نه وی!

د تیرې اګسټ میاشتی په ۱۴مه نېټه طالبان د کابل تر دروازو ورسیدل، په هېواد کې د وینو، اهونو، دردونو، بمباردونو، چاپو، قیامتونو، بوړبوکیو او سراسری جګړو ټغر ټول شوی وو، مګر دوه خبرو لا هم زموږ زړونه ناکراره کړی وو او بشپړ اطمنان مو نه لرل.یو داچې څه باندی ۶۰۰۰ زره امریکایی یرغلګر لا هم د کابل په هوایی ډګر کې د انخلاء په نوم لکه د غرمی ګورم پنډ وو او بل د هندوکش د هسکو په تسلسل د افغانستان د ښکلاه او غرور له تړانګي پنجشیر څخه د وخت د تر ټولو بدرنګو او بدنامو کرایی لنډغرو له خوا ګران افغانستان

02.10.2021 قاضي نجیب الله جامع

ښه بدلون چې زيات بدلون ته اړ دی

د تېر اګست مياشتې په نيمايي کې هيواد د يو داسې ستر بدلون شاهد و، چې له هغې څو اونۍ مخکې يې تمه نه کېده، او نه يې چا وړاندوينه کړې وه، د جمهوريت تر عنوان لاندې جوړ شوی دولت ړنګ، او پر ځای يې طالبانو واک تر لاسه کړ، چې د دولت نوم يې امارت دی. زموږ په هيواد کې زما په نظر، ژوند، امن، او وداني تر ټولو زيات اهميت لري، ځکه د تېرو څلورو لسيزو په دوران کې افغانان وژل کېدل، جګړې وې، او هيواد ويجاړېدو، که څه هم د هيواد او ولس د پرمختګ لپاره يوازې دا درې مهم نه دي، خو لومړيتوب لري، که کار وشي، پر

02.10.2021 محمد اسماعيل "عندليب"

پنجاب - پنجوایی - پنجشیر مثلث گزینه های صلح و جنگ

با هر تغییر بنیادئ سیاسی در جهان سوم قدرتهای جهانی بر موضعگیریهای خود تجدید نظر می کنند. همزمان  تجاران اسلحه، تیکه داران مناقشات سیاسی، و جنگسالاران خون آشام بین المللی در پی شکار تازه می گردند تا بازیگران تازه را شخصیت سازی کرده به صحنهٔ جنگهای پایان ناپذیر بفرستند. در یکی از رسانه ها جمعی تصاویری از شیطنت های برنارد-هانری لیفی را یافتم که در چندین کشور مسلمان مردم را به جنگ و بغاوت تشویق می کند به شمول کردستان، مالی، نایجیریا، چیچنیا، سودان، عراق، سوریه، سومالیا، لیبیا، دارفور،

07.09.2021 دکتور زمان ستانیزی

د افغانستان او اوکراين مشابه سياسي صورتحال او سياسي راتلونکی!

په ناڅاپی ډول په افغانستان کې بدلېدونکی سياسي صورتحال او په يوازې نيمه مياشت کې د افغانستان د ټولو ولايتونو سقوط او د جهوريت پرځېدل او په واک کې د طالبانو راتګ او همدارنګه په بې مسووليته او ناڅاپي دول د امریکايي ځواکونو وتل اوس د نړيوال سياسي کارپوهانو او ستراتيژي جوړونکو په نظر د امریکا او په ټوله کې د غرب د سياستونو او په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه د دوی د باندني سياست ستره ماتې ده. دوی په بشپړ ډول په خپل خارجي سياست کې  چې د افغانستان په اړه يې درلود مات شوي دي او ميدان یې بايللی دی. او

28.08.2021 عبدالله لغمانی

د افغانستان اوږدې غميزې ته لنډه کتنه

د استانبول د غونډې ډنډورې هم په اوبو لاهو شوې او طالبان هم ارګ ته ورسېدل، خو د افغنستان د تلپاتې غمېزې د سولييزحل لاره بايد په نننيو شرايطو کې راوايستل شي. د ډاکتر عبدالله د ټيم او د اشغال په موده کې د فاسدې واکمنۍ په طرحه کې داسې څه ليکل شوي ول، چې د کمونيست، ډم، ملا او هرې بلې بلا پږي يې ځږه کړي ول. د درې کلني انتقالي واکمني واړنديز پکې ياد شوی وو، چې يو به ولسمشر وي او تر څنګ به يې لومړی وزير «صدرالاعظم» وي، مګر هر یو به څلور مرستيالان «معاونین» لري، چې ما ته څه عجيبه نه ښکارېدله، خو د ملت

16.08.2021 ډاکتر لمر

سکه سبیره ورونه (استعمارـ استبداد)

که د څلورو پیړیو په اوږدو کې د اروپایي استعمار او بیا نوي استعمار او ورسره په ورسته پاتې هیوادونو کې د استبدادي واکمنیو پلونه تعقیب کړو، نو د استعمار او استبداد ترمنځ د نژدې خپلوي اړیکو څرک موندلی شو. که ګورو، زیاتره په پرمختللو هیودونو کې دموکراسي او په وروسته پاتې هیوادونو کې استبدادي حکومتونه واکمنۍ چلوي. دا ظاهري پدیده ده. په ماهیت کې،  لودیز صنعتي دولتونو، کله چې  خپل صنعت ته د اومو توکو تامین له پاره، نور هیوادونه لاندې کړي، هلته یې د ولسونو خودارادیت او خپلواکي قبض کړې او د قانونیت په

06.08.2021 محمد یوسف صابر ساپی

کونړ؛ غرونه او غورځنګونه

زه اعتراف کوم چې زما دا کتاب (کونړ؛ دنګ غرونه او غورځنګونه) نیمګړی او له عیبه خالي نه دی. ځکه د نړۍ پر مخ یواځینی کتاب چې خاوند یې په پیل کې د هغه د کره توب او له هر ډول شک او شبهې څخه د پاکۍ او برائت اعلان کوي، هغه قرآنکریم دی (‌ذلک الکتاب لاریب فیه). د دې کتاب د ۳۱۵ پاڼو لیکلو، اته میاشتې ونیولې ترڅو د درنو لوستونکو چوپړ ته یې وړاندی کړم. له ګران افغانستان او په ځانګړي ډول د کونړ سره ځما مینه، زه له مکې سره د پیغمبر (ص) د مینې، لمانځنه او تسلسل بولم. یثرب ته د هجرت په شپه یې کعبې ته مخ کړ ا

25.07.2021 ولي الله ملکزی

افغانستان بیا د خپل سرنوشت په دوه لارې کې

په هیواد کې د جګړې پای او د سولې د خبرو پایلې لا هیڅ نه ښکاري. په رسنیو کې هره ورځ، د بهرنیو پوځونو د وتلو او ورسره د جګړې د شدت ظالمانه ډرامه وړاندې کیږي، طالبان دومره پیاوړي ښودل کیږي، چې دا دی ولسوالۍ یو د بل پسې نیسي، دولتي  پوځیان ورته تسلیمیږي، دولتي ځواکونه په شا ځي... دا پداسې حال کې، چې نه هم د طالبانو په لیکو کې کوم اضافي قوت ور اضافه شوی دی او نه هم د دولت په ځواکونو کې کوم کموالی راغلی دی، خارجي پوځونه هم لا په صحنه کې حضور لري. ددې مکارانه نندارې منطقي توضیح داسې کیدلای ش

01.07.2021 محمد یوسف صابر ساپی

طالبانو تېر تاریخ مه تکراروئ!

تجاران اکثرا هغه ملیونران او یا ملیادران کېږي، چې له فرصت نه ښه استفاده وکړی. خیاطان د ټول کال خرچه د اخترونو په کالو جوړوي. همداسې سیاستوال فرصتونه ګوري او خپل نفوذ ډېروي. طالبانو ته یو زرین فرصت په لاس ورغی، چې د نړۍ له زبرځواک سره موافقه لاسلیک کړي. ځان نړۍ ته وښيي چې یو څه یې وکړل. د طالبانو دا هغه ستر فرصت دی، چې هېڅکله به یې بیا ترلاسه نه کړي. که هوښیارانه استفاده ترې وکړې ښايي د غازیانو لقبونه تاریخ ته پرېږدي، او که یې له امریکایانو وروسته د داخلي جګړو او د وطن تباهۍ ته لار هواره کړه،

01.07.2021 محمد هلال

ښاغلي محمد اشرف ته پرانیستی لیک

 وَالصُّلْحُ خَيْرٌ محترم ډاکتر صاحب محمد اشرف غني! السلام علیکم هیله ده روغ وې. زما نوم دوکتور هاتف مختار دی، په ټولنپېژندنه کې د دکتورا تر کچې لوړې زده‌کړې لرم، غواړم د یو دردېدلي مسلمان او پر خپل مظلوم ولس او خپلې خاورې مین افغان په توګه یو څو مهمې مشورې درکړم. دا تا ته یوازې زما مشورې او زما د زړه خبرې نه دي؛ بلکې په داخل او خارج کې د افغانستان د مظلوم او درېدلي ولس د غوڅ اکثریت د زړه غوښتنې، هیلې او ارمانونه دي چې ما د کلونو څېړنو، له خلکو سره د مرکو او لیدنو، وین

13.06.2021 دوکتور هاتف مختار

افغانستان د نجات او که د بحران پر لور!

     د سیاسي او ټولنیزو مسایلو په تحلیل او څېړنه کې یوه ستره ستونزه دا ده، چې په اړه يې دقیقه وړاندوېینه نه شي کیدای، په ځانګړي ډول د ذکر شویو مسایلو په اړه سمه وړاندوېینه هغه وخت لا ستونزمنه او پيچلي شي، چې بېلا بېلا متغیرونه او لاملونه پکې دخيل وي او هر یو پکې ځانته ځانګړی رول لوبوي. په همدې اساس، د افغانستان د راتلونکې وضعیت په اړه د سم او کَره نظر وړاندې کول به ستونزمن څه چې ناشوني وي، ځکه له بده مرغه د افغانستان په مسئله کې په هېواد کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونډونو او ډلو ټپلو سربېره د ګا

13.06.2021 استاد پوهنیار رباني وحدت

د SPIEF  نړيوال اقتصادي فورم  څه شی دی او د څه لپاره جوړېږي؟

د کرونا وبا له پيل څخه تر اوسه په دنيا کې لومړۍ ستره حضوري نړيواله اقتصادي غونډه.سره له دې چې له تېر کال راهيسې کرونا وايروس ټوله نړۍ ډېره ځپلې ده او اوس یې په لويديځه او پرمختللې  نړۍ کې د واکسين او روغتيايي اصولو په نظر کې نيولو سره کرار، کرار څپې په کمېدو دي ، د کرونا وايروس همدې کمېدلو او کمزوري کېدلو ته په کتلو او د کرونا پر وړاندې د پرمختللو هېوادونو د خلکو معافيت او واکسين کېدل لامل شول چې سږکال د St. Petersburg International Economic Forum دوويشتمه نړيواله اقتصادي غونډه په حضوري ډ

04.06.2021 عبدالله لغمانی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more