په ناڅاپی ډول په افغانستان کې بدلېدونکی سياسي صورتحال او په يوازې نيمه مياشت کې د افغانستان د ټولو ولايتونو سقوط او د جهوريت پرځېدل او په واک کې د طالبانو راتګ او همدارنګه په بې مسووليته او ناڅاپي دول د امریکايي ځواکونو وتل اوس د نړيوال سياسي کارپوهانو او ستراتيژي جوړونکو په نظر د امریکا او په ټوله کې د غرب د سياستونو او په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه د دوی د باندني سياست ستره ماتې ده. دوی په بشپړ ډول په خپل خارجي سياست کې  چې د افغانستان په اړه يې درلود مات شوي دي او ميدان یې بايللی دی. او هم يې د نورو شريکانو پر وړاندې خپل ارزښت راټيټ کړی او داسې فکر یې خپور کړ چې که  امریکا او ناټو  د هرچا او هر حکومت تر شا ملاتړ کوي  هر وخت او هرکله ددې امکان شته چې دوی مو په نيمه لاره کې پرېږدي او حاکميت یې ور تار و مار کړي.
د بايډن په اداره باندې د امریکا د پخواني حکومت د لوړپوړو چارواکو له توندو نيوکو او په اروپا کې د برتانيا د پخوانيو چارواکو له غوسې ډکو څرګندونو دا معلومېږي چې ناټو او امريکا  په افغانستان کې به تېرو شل کلونو مرستو او همکاريو اوبه واړولې  او د افغانانو او افغانستان د جوړولو لپاره د دوی چارې، او محبوبيت يوه پيسه ارزښت هم نه دی پيدا کړی.
د حيرانتيا خبره داده چې څه ډول په يوه مياشت کې دننه دا هرڅه پېښ شول او طالبانو په څه ډول دومره په بې ساري پرمختګ سره ټول هېواد تر کنترول لاندې راوست، او په سلګونو زره امنيتي ځواکونه يوازې په څو ورځو کې متلاشي شول او وسلې یې پرځمکه کېښودلې يا تسليم شول او کورونو ته لاړل.
امريکا خپل افغان همکاران په سپين ميدان پرېښودل د دوی واکمني یې ورختمه او د يوه مرفع افغانستان هيلې یې په اوبو لاهو کړې.
ناټو او امريکا وروسته له دې چې خپل نړيوال اعتبار یې  لا پسې خام نشي او هغه ډلې چې د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د ناټو او امريکا په ملاتړ چارې پر مخ وړي ناهيلې نشي او په امریکا بې باوره نشي اوس یې په ډېر بې پلانه او ګډوډ ډول د افغانانو  ( هغو کسانو چې له دوی سره یې کار کړی ) د اېستلو پلان شروع کړی دی چې د کابل په هوايي ډګر پرشاخوا د لسګونو کسانو له مړينې او ژوبلې سره پر مخ روان دی.
 همدارنګه د امريکا دا تېښته به د نړۍ په نورو هېوادونو کې هغه سياسي ډلې چې د دوی په مالي او نظامي مرستو باندې چلېږي بې باوره کړي او په هغو به په اصطلاح (ډومينو اغېز) وکړي.
د مثال په توګه د امريکا دا تېښته د اوکراين لپاره يو سور سيګنال ده چې بايد د ناټو او امريکا په مرسته په خپلو خلکو او نورو هېوادونو  لکه روسيې سره ځان بې مورده متقابل نه کړي ځکه يو وخت به امريکا په سپين ميدان پرېيښي ياست او دا ډول غلطي به د اوکراين د دولت په سياسي مړينه تمامه شي او ددې هېواد لپاره به له تباهي او بربادي ماسوا بله پايله ونه لري.
په ۲۰۱۴ کې د متحده ایالاتو او اروپایی اتحادیې په ملاتړ په اوکراین کې کودتا وشوه او  لویدیځ پلوه سیاستوال واک ته ورسېدل ، چې ددې واکمنو ډېری  یې په دې هېواد کې د  لږکیو او  روسي ژبو خلکو په وړاندې د ښکاره زورزياتي او يرغل ملاتړ کوي. په زرګونو اوکراینیان لاهم د دوی د  خپلې عقیدې ، ایډیالوژیک فکر ، توکمیز او مذهبي اساساتو له امله ځورول کیږي.
زياتره هغه اوکراينيان چې ددې ظلم او جبر څخه تنګ وو نورو هېوادونو ته کډوال شول او يا یې لکه د کريميا ټاپووزمه په يوه ټولپوښتنه کې په غوڅ اکثريت د روسيې برخه شوه او ځینې اوکراينيان لکه د ډونباس خلک مجبور شول چې د اوکراين د غربي حاکميت پر وړاندې راپاڅېږي او په ټوپک سره د خپلې سيمې او ځانونو څخه دفاع وکړي.
ډېری هېوادونه په دې سيمه کې په روانو سياسی ستونزو خوابدي دي او غواړي چې په اوکراين کې بايد وينه تويول( د مينسک تړون) له مخې  ودرول شي چې په ۲۰۱۴ زېږدي کال کې په اوکراين کې د جنګي ډلو لخوا لاسليک شوی دی او په اوکراين کې د سياست د سوله ييز حل وړانديز کوي او نړيوال قوتونه پکې د ناظرانو ونډه لرلې ده.
په هرصورت سوله ييزو خبرو نتیجه ورنکړه د مینسک پروتوکول له لاسلیک درې میاشتې وروسته د اوکراین سویل ختیځ کې جګړه پیل شوه. د کیف چارواکو واقعیا د خپلو مسؤلیتونو پوره کولو څخه انکار کړی  وکړ او د هغو خلکو پر وړاندې چې د خپل حق غږ پورته کوي په وسله ځواب ورکول کېږي.
اوسمهال د اوکراین ډیری قوانین، فرمانونه او سندونه د اوکراین په پلازمینه کیف کې د امریکایی ډیپلوماتانو تر نظارت او مشورې وروسته ليکل کېږي ډیری لارښوونې مستقیم د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا څخه ورته راځي.  د اوکراین اوسنی ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي لکه د هغه مخکیني پیټرو پوروشینکو د سپینې ماڼۍ خورا نږدې همکار او د امر تابع شخص دی  او په هيڅ حال کې د امريکا سره خپله خواخوږي نه پټوي، او هېواد یې په يو طرفه ډول د امريکا او ناټو په لومه کې اچولی دی او سيمه ييز حساسيتونه او له نورو هېوادونو سره د ګاونډيتوب هيڅ اصول نه پلي کوي. 
پخپله په اوکراین کې  وضعیت عادي نه دی ،په دې هېواد کې کرار ، کرار د لویدیځ پلوه افراطي مذهبي ډلې، د کيف د چارواکو په خاموش رضايت سره د روسي ارتودوکس کلیسا په پيروانو ظلمونه کوي ، دوی له خپلو کلیساګانو څخه ایستل کیږي. خلک د روسي ژبې کارولو څخه په دفتري کارونو کې تر فشار لاندې دي ،پوځ په يوه بيخي بدله او ناسمه روزنه د ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې په ناسم فکر تربيه کېږي او  امریکا او ناټو غواړي چې په دې ډول  د اوکراين د دولت په وسيله خپلو اهدافو او موخو ته ځان ورسوي. دا پوځ د لويدیځ په وسلو مسلح کیږي او د ناټو معیارونو سره سم (بې له سيمه ييزې همغږي ) تجهيزکیږي. امریکايي متخصصین اوکرایني سرتیرو او افسرانو ته لارښوونه کوي چې هر ډول غږونه بايد وځپل شي، خلکو ته د ازادي او غږ اوچتولو حق نه ورکول کېږي.
خو ډېری سياسي کارپوهان په دې باور دي چې د امریکا او ناټو دا ډول پلانونه او د اوکرايني چارواکو دا کړنې به ډېر دوام ونه کړي او يو وخت به د امريکا او ناټو لخوا په هغه وخت کې چې د ولس له پراخ مخالفت سره مخ وي په وچ ډګر پرېښودل شي او امريکا او ناټو به ترې لکه له افغانستان څخه چې په نيمه شپه له باګرام هوايي ډګر څخه وکوچېدل  الوتکو ته پورته شي او په خپله مخه به لاړ شي او اوکراين به د واک او وېش له احتمالي سقوط سره مخ شي.
راتلونکې اګست په ۳۱ مه د اوکراين ولسمشر زيلينسکي له بايډن سره په سپينه ماڼۍ کې ګوري او نوموړی هڅه کوي چې لا نور هم د امریکا او ناټو ملاتړ ځان ته راجلب کړي خو د بايډن له سياست څخه داسې ښکاري چې هغه په نړۍ کې د خپل سياست د راټولولو په حال کې دی او زيليسنکي به په راتلونکي کې په يوازې او تک تنها لکه افغانستان سياست وال  په اوکراين کې پرېږدي او دا به هغه وخت وي چې د اوکراین به هرڅه به ګډوډ او سياست به یې پاشلی وي.