زه اعتراف کوم چې زما دا کتاب (کونړ؛ دنګ غرونه او غورځنګونه) نیمګړی او له عیبه خالي نه دی. ځکه د نړۍ پر مخ یواځینی کتاب چې خاوند یې په پیل کې د هغه د کره توب او له هر ډول شک او شبهې څخه د پاکۍ او برائت اعلان کوي، هغه قرآنکریم دی (‌ذلک الکتاب لاریب فیه). د دې کتاب د ۳۱۵ پاڼو لیکلو، اته میاشتې ونیولې ترڅو د درنو لوستونکو چوپړ ته یې وړاندی کړم. له ګران افغانستان او په ځانګړي ډول د کونړ سره ځما مینه، زه له مکې سره د پیغمبر (ص) د مینې، لمانځنه او تسلسل بولم. یثرب ته د هجرت په شپه یې کعبې ته مخ کړ او داسې یې وویل « په الله قسم چې ته د ستر رب ډیره مبارکه مځکه یې؛ الله ته هم ګرانه یې؛ که زه مجبور شوی نه وای؛ هیڅکله به هم نه ووم تللې» .

ځما د خاړپوڅو کوڅو، د خټینو جوماتونو منارو، هسکو نښترو، د غوړاڅکو او ختریزو خوشبویۍ،‌ د څپانده سیند رڼو اوبو او د دنګو غرونو سپینو واورو زما احساس بیا بیا وتخنولو او را بیدار یې کړم. هڅه مې وکړه چې د خپل مات ګوډ قلم له لارې، د ویاړلي کونړ او کونړیانو د لا زیاتې پيژندګلوۍ په موخه د یو ډیر کوچني ګام په توګه،‌ څه ولیکم. ګوندې دا لنډه څیړنیزه ارزونه، د دې ولایت د شمله ورو د ژوند، مذهبي او جهادي غورځنګونو، د رواجونو معرفي او په خپلې ژبې، د خپلو خلکو د ستونزمن بهیر انځور په خروار کې چیټاکۍ ګټه ولري. د هیواد د واکمنو او مینه والو پام ورته را واوړي او د کونړیانو له هنګامو او حماسو سره اشنا شي. ترڅو د دوئ د ورځني ژوند په سمون او رغون کې هغه څه وکړي چې د کونړ ولسونه یې مستحق او حقدار دي.

په دې کتاب کې د کونړ د غرنۍ جغرافیا، د سیندونو د مهارولو، د شنو ځنګلونو د بې رحمه غوڅولو او د سیلانیانو د راجلبولو لپاره وړاندیزونه شويدي. په کونړ کې د استوګنو دوه ویشتو قومونو لنډه تاریخچه او د پښتنو له پنځو سترو ښاخونو سره د هغوئ مزي تړل شوي دي. ښایي دا به لومړي ځل وي چې په کوم کتاب کې د کونړ د ساداتو د سترې روحاني کورنۍ په هکله دومره تفصیلي یادونه شوې وي. ما د خپلو مرکو په ترڅ کې هڅه کړې چې د هغوئ شجره د دوئ له خولې واورم او د استوګنې سیمې یې په نښه کړم. په کونړ کې د پنج پیري او سلفي غورځنګونو په جوړښت او د خلکو په متن کې د هغو په اړه د مثبت اغیز او منفي غبرګون څرګندونه وشي. 

همدارنګه مې هڅه وکړه د ۱۰۸ شمله ورو کونړو سوانح پیدا کړم او د نژدې ۳۰۰ نورو مخورو کونړیانو نومونه او ځایونه یاد کړم. په تیرو پنځه اتیا کلونو کې د دې ولایت د ټولو والیانو او حکمرانانو نومونه او تاریخونه پیدا کړم. همدا شان په دې کتاب کې د کونړ د شپاړسو اداري واحدونو پيژندګلوي، د هرې ولسوالۍ نفوس، د ښوونځیو شمیر، د غټو درو د مشهورو کلیو او بانډو نومونه، کونړي دودونه، سپورتې لوبې، سندریز هنر او د واده او جنازې مراسم او رواج په ګوته شوي دي. د ولایت کرهنیز پیداوار، په کونړ کې رسنۍ، ادبی او کلتوري ټولنې، مدني فعالیتونه او د دې نوي ډګر د یو شمیر تکړه فعالینو یادونه شوې او تر ممکن حد پورې له یاده نه دي وتلی.

زما نیت او هیله دا ده چې د دې کتاب تورې کرښې به زموږ نوی کول، یو څه له خپلې ماضي سره وتړي او له خپلو اقدارو او ارزښتونو سره به یې لږ څه نور هم اشنا کړي. زموږ یوه غمیزه دا ده چې تاریخ مو بل څوک په پردۍ ژبې لیکي او د خیرات او درویزې کلتور دومره لټان کړي یو چې د کوڅې او پلچک جوړل هم له بل چا غواړو. اوسیږو په حال او مستقبل کې، خو د خولې خوند د ماضي په تشو یادونو خوندور ساتو. د کونړ په هکله دا کتاب نه لومړنې دی او نه به وروستنې وي. د کونړ یو شمیر پخو او قدرمنو لیکوالانو ډیرې هر اړخیزې او پراخه څیړنې کړې او د شاباس وړ دي. ما دلته په هغه څه باندې زیات لنګر اچولې چې په نورو اړونده کتابونو کې لږ په سترګو کیږي او یا نورو تازه معلوماتو ته اړتیا لیدل کیده. هغه اړین معلومات چې باید ولیکل شي او ځما څخه پاتې دي، هغه نورو څیړونکو او لټونکو ته پریږدم چې کونړ هیر نه کړي.

له خپلو درنو دوستانو؛ ډاکټر عبد الرحمن زماني، استاد محمد اکبر کرګر، ژورنالست حیات الله پیاوړي او لیکوال سید اصغر هاشمي څخه د کونړ د غرونو په تول او تله، مننه کوم چې ما ته یې مسلکي مشورې راکړې. د خپلو مصروفیتونو سره سره یې، د دې کتاب ځلغنده کتنه وکړه او زه یې ځینو داسې ټکو ته متوجه کړم چې زما ورته هډو پام نه وو. همدا رنګه زه د خپلې میرمنې د مشورو او هڅونې او د خپلې ننګور د همکارۍ مننه کوم چې د کتاب د لومړۍ پښتۍ (وقایې) دغه ښکلې انخور یې په ډیر زحمت او دقت سره رسم او انځور کړ.

په مینې او مننې،

ملکزی / کالیفورنیا

------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

د لیکوال لنډه پیژندنه:

ولي الله ملکزی د اروا ښاد استاد محمد امین ملکزي ځوئ دی، د ۱۳۳۷ لمریز کال د تلې په میاشت کې د کونړ ولایت د نرنګ په ولسوالۍ کی زیږیدلی دی. لومړنې او منځنې ښوونځې یی همدلته لوستې او ثانوي دوره یی په کابل کې سر ته رسولې ده. د غوايي د خونړۍ کودتا په لومړیو میاشتو کې کوزې پښتونخوا ته مهاجر او په ۱۹۸۱م کال کې د یو تعلیمي بورس له لارې د عالي تحصیلاتو لپاره سعودي عربستان ته واستول شو. په ۱۹۸۶م کال کې یی د مدینې منورې د پوهنتون څخه د تاریخ او ژورنالیزم په څانګې کې لیسانس ترلاسه او بیرته پیښور ته لاړ. 

د مسلکي کار پیل یی د حق پاڅون په میاشتینۍ مجلې کی د لیکوالې ډلې غړیتوب وو، بیا درې کاله وروسته د همدې مجلې مدیر وټاکل شو. له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۵م کال پوری په پیښور کې د دعوت او جهاد پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د معاصر تاریخ د اسستانت استاد او د پوهنتون د اکاډمیکې مجلې چلوونکې وو. په ۱۹۹۸م کې یی د پیښور له پوهنتون څخه د عربي ژبې په کلاسیک ادب کې ماستري واخیسته او جوخت یی ورسره د «سهار» په نوم یو خپلواک خبري آژانس جوړ کړ. هغه ځینی داسی راپور تاژونه برابر او مرکې تر سره کړې چې د چارواکو او سیاسي ګوندونو د غضب لامل وګرځیدې. له همدې امله یې د آژانس دروازه وتړل شوه او اړ شو چې یو ځل بیا هیواد پریږدي.

ولې د هیواد او خپلو خلکو سره د نه شلیدونکي پیوند له مخې، د یو شمیر معتبرو افغاني ویبپاڼو او سایټونو سره همیشنۍ قلمي همکاري لري او په بصري چینلونو کې هم برخه اخلي. له بله پلوه،‌ هغه د قاموس کبیر افغانستان د لیکوالې ډلې غړې دی او د عربي لغاتونو د پښتو او درې کولو برخه پرمخ بیايي. ملکزي په ۲۰۰۶م کال کې د کلیفورنیا د سان واکین ډیلټا کالج څخه د عامه اړیکو او خبریالۍ په څانګه کې د اسوشیټید ډګري ترلاسه او بیا د لنډ مهال لپاره د امریکا د انډیانا په پوهنتون کې د پښتو ژبه تدریس کړه. ملکزي تر اوسه یې درې کتابونه لیکلي دي: (معاهدات الافغان فی الثمانینات / ځما خټین تاج محل / کونړ؛ غرونه او غورځنګونه) دا وروستې کتاب یې اوس تازه چاپ شویدی.

نوموړې د کلیفورنیا په پلازمینې (سکرمنټو) کې د کډوالو د ځای په ځای کولو له یو سازمان سره کار کوي او په همدې ښار کې د افغان کلتوري ټولنې بنسټګرغړی دی. که دوستان وخت او علاقه لري، کولاې شي چې د ملکزي لیکنې، څیړنې او ویډیويي خپرونې د هغه د فیسبوک په پاڼې او یوټیوب په چینل کې په لاندینۍ پتې ولولي او وګوري.