وَالصُّلْحُ خَيْرٌ

محترم ډاکتر صاحب محمد اشرف غني!

السلام علیکم

هیله ده روغ وې. زما نوم دوکتور هاتف مختار دی، په ټولنپېژندنه کې د دکتورا تر کچې لوړې زده‌کړې لرم، غواړم د یو دردېدلي مسلمان او پر خپل مظلوم ولس او خپلې خاورې مین افغان په توګه یو څو مهمې مشورې درکړم. دا تا ته یوازې زما مشورې او زما د زړه خبرې نه دي؛ بلکې په داخل او خارج کې د افغانستان د مظلوم او درېدلي ولس د غوڅ اکثریت د زړه غوښتنې، هیلې او ارمانونه دي چې ما د کلونو څېړنو، له خلکو سره د مرکو او لیدنو، ویناوو، غوښتنو او د هیواد د څو څلوېښت کلن ناورین او روان دردناک وضعیت له نیږدې څارلو له مخې راټولې کړي دي، چې تا ته یې د دې لیک په ذریعه لېږم. هیله لرم چې دا لیک له سره تر پایه په پوره دقت ولولې، د مشورو په اړه یې فکر وکړې او په رڼا کې یې په خپلو سیاستونو کې لازم او بیړني بدلونونه راولې. زه ډاډمن یم چې ته مشورې ته غوږ نیسې، د ستونزو پر بنسټیز حل باور لرې او له زړه غواړې چې د وضعیت په اړه دقیق معلومات ترلاسه کړې او پر بنسټ یې پرېکړه وکړې. هیله مې ده چې د مشورې د سپېڅلي اصل له مخې دا مشورې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نه شي.

ښاغلی دوکتور محمد اشرف غني!

لومړی غواړم د هیواد روان دردناک وضعیت درته په بې پرې ډول تشریح کړم. هیواد په حساس او خطرناک وضعیت کې دی، بهرني پوځونه به په نیږدې راتلونکي کې په بشپړ ډول ووځي، البته په داسې ډول وځي چې خپل ډېری تأسیسات یا له ځانه سره وړي، یا یې ګاونډي هیواد پاکستان ته ورکوي او یا یې ویجاړوي، ملي اردو ته سپارل کېدونکې بېسونه او اډې په ویجاړ ډول سپاري، چې د ملګرتیا څرک یې ترې لګولی شې. په ډېری ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي، چې په اونۍ کې له څلور تر شپږو ولسوالیو د طالبانو لخوا سقوط کېږي او هره اونۍ په لسګونو دولتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېږي، چې زیات مهمات او سپکې او درنې وسلې په لاس ورځي، تر څنګ یې په اونۍ کې له دوو سوو زیات دولتي عسکر وژل کېږي او له دې زیات طالبانو ته تسلیمېږي، د مقابل اړخ تلفات هم زیات دي. روزانه دواړو اړخونو ته په لسګونو میندې بورېږي، ښځې کونډېږي، ماشومان یتیمانېږي او له پلارونو د زړه ټوټې بېلېږي. د سولې برخلیک په بشپړ ډول پېچلي او نامعلوم دی، هېڅ داسې څرک نه لیدل کېږي، چې د سولې راتګ تضمین کړي، خلک د خپل راتلونکي لپاره سخت نهیلي دي او تر څنګ یې د لوږې، بې وزلۍ او بې‌کارۍ کچه بیخي زیاته لوړه شوې ده، امنیتي وضعیت په ټول هیواد کې دومره خراب دی چې هېڅوک د امن احساس نه کوي، حتی د کابل په هېڅ ځای کې هم څوک امن نه دي او ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دی، د سوداګرۍ خونې د راپور له مخې یوازې په 2020 م کال کې له 2000 زیاتو افغان سوداګرو ترکیې او نورو هیوادونو ته خپلې پانګې اېستلې دي او هیواد یې پرېښی دی، چې تر دوه میلیارده ډالر یې پانګه رسېدله.

له بلې خوا په په دولتي ادارو کې فساد اوج ته رسېدلی دی، په دولت کې د حاکمو ډلو د ناکامو سیاستونو او د جګړه‌مارو د بدماشیو، جګړو او فسادونو په وجه د دولت او ولس تر منځ واټن له اندازې زیات شوی دی، خلک په دولت سخت بې باوره شوي دي، ځکه چې نه یې سر، نه مال او نه ناموس په کې خوندي دی. په مقابل کې یې ولس له طالبانو سره ورځ تر بلې همکاري او خواخوږي زیاتوي، چې مخ پر ډېرېدونکي پرمختګونه یې لوی دلایل دي. طالبانو هم د ولس د خپلولو ډېرې مثبتې پالیسۍ روانې کړې دي، خپل صفونه یې لا پیاوړي کړي دي او له ناپاکو او ولس ځوروونکو جنګیالیو یې خپل ټول صفونه به بشپړ ډول پاک کړي دي، د ولس د زړه خپلولو لپاره یې په ډېر منظم او اغېزمن ډول کار روان کړی دی، چې په ډېری ځایونو په ځانګړي ډول نویو نیول شوو سیمو کې یې دا کار زیات اغېزمن ثابت شوی دی.

همدارنګه په هیواد کې د ښوونې او روزنې وضعیت هم په بیخي بد وضعیت کې دی، په همدې کابل کې د داسې لېسو بېلګې ډېرې دي چې له دریو زرو زیات شاګردان لري خو یوازې شپږ تر لسو کسانو استادان یې اداره کوي، چې د ښوونې په برخه کې یې ناورین بللی شو. بې عدالتي، زورواکي او خپلسري اوج ته رسېدلي دي، چې ښې بېلګې یې د کابل په شمال کې د باج‌غوښتونکو لخوا په بمونو د برېښنا د پایو له منځه وړل دي، چې کابو هره اونۍ دوه درې پایې تخریبوي او له کبله یې په ټول کابل او یو شمېر ولایتونو برېښنا پرې کېږي او برښنا د پېرودونکو تر څنګ د برښنا شرکت ته میلیونونه ډالر زیان اوړي. په همدې ډول سلګونه نورې ستونزې او بدبختۍ شته دي چې وطن یې له ماتېدو سره مخ کړی دی.

محترم ډاکتر صاحب محمد اشرف غني!

لکه څرنګه چې خپله وایې چې په دیني علومو او د اسلام په تاریخ کې پوهه لرم او په دې برخه کې مې څو کاله په کراچۍ او نورو ځایونو کې لوړې زده‌کړې هم کړې دي او تر څنګ یې ځان ته په دکتور، ټولنپوه، د نړیوالو پوهنتونونو استاد، څېړونکي، عالم او نورو علمي او اکاډمیکو القابو قایل یې؛ نو د اسلام د سپېڅلي دین واضح حکم دی چې د مسلمانانو مشر باید له خپل رب او خپل رعیت یا ولس سره صادق او امین وي، زړه‌سوی پرې ولري، د ظالم لاس د مظلوم له ګرېوانه لنډ کړي او هغه څه وکړي چې د ولس خیر، ښېګڼه او سوکالي په کې نغښتې وي.

محترم دوکتور صاحب محمد اشرف غني!

لکه څرنګه چې تاسو یو ټولنپوه یاست او په دې برخه کې مو د زیاتو کلونو استادۍ تر څنګ څېړنې هم کړې دي، همدارنګه په اقتصادي او سیاسي برخه کې مو لوړې زده‌کړې کړي دي؛ حتمأ د افغانستان ټولنه پېژنئ او د خپل وطن د خلکو دیني، ملي، عنعنوي او ټولنیز اصول او وضعیت په اړه بشپړ معلومات لرئ. ترڅنګ یې حتمأ تاسو د خپل هیواد په تاریخ کې د هغو څېرو چې یرغلګرو راوستلي وو، اقتدار ته یې رسولي وو لکه شاه‌شجاع، تره‌کی، ببرک کارمل، ډاکتر نجیب او... چې د ولس د دیني او ملي ارزښتونو د سپکاوي تر څنګ یې غوښتل دا ولس د تل لپاره د نورو مستعمره وي، خو په وړاندې یې افغان ولس راپورته شو او همدا د پردیو لخوا د قدرت پر ګدۍ ناست حاکمان یې راوپرځول او حکومتونه یې نسکور شول. تاسو یې حتمأ په اړه معلومات لرئ چې په ولس کې په کوم نوم یادېږي او غلطو سیاستونو او تېروتنو یې دا ولس له څومره تباهیو سره مخ کړ.

محترم دوکتور صاحب محمد اشرف غني!

ستا کابو ټول سلاکارن او ډېری چارواکي له هغې وړتیا او تعهد څخه بې برخې دي چې افغان ولس ورته په بیړني ډول اړتیا لري. تا د دغو سلاکارانو په مغرضو او بې‌بنسټه مشورو دا وطن تر بیخي بدې ورځې راورساوه، ښایي ته په دې باور ونه کړې چې وطن په بیخي بد او ماتېدونکي وضعیت کې دی، ځکه تا ته دغه مشاورین او ستا تر لاس لاندې نیږدې مامورین د وطن د ناورین په اړه رښتیني معلومات نه درکوي، د کندوز سقوط یې ښه بېلګه ده چې ته ترې درې ورځې وروسته خبر شوی وې. خو زه درته وایم، دغو مشاورینو او چارواکو مو په ناوړه مشورو اقداماتو ستاسو په لاس دا وطن او مظلوم ولس د دربدرۍ او تباهۍ تر بریده رسولی دی، داسې چې په لرې پرتو سیمو کې خلک د فقر، ناامنۍ او راتلونکي ته د سختۍ مأیوسۍ له وجې له یوه ناورین سره مخ دي، کابو په ټولو دوهمه او درېیمه درجه ولایتونو کې ستا دولت یوازې د ولایت او په یو نیم ولایت کې د ولسوالیو تر چاردېوالیو پورې منحصر شوی دی، چې ولسوالان او مامورین یې د حکومت د مخالفینو تر لاس لاندې په زاریو شپې تېروي، خلکو د فقر له وجې خپل اولادونه سیند ته وغورځول او ځینو د څو روپو په بدل کې خرڅ کړل او د کابل واټونه له غریبانو ډک دي. 

محترم ډاکتر صاحب محمد اشرف غني!

له 44 کلونو راهیسې د افغانستان مظلوم ولس د جنګ او وحشتونو په لمبو کې سوځي. کله چې ستاسو دوره راغله د افغان ولس ډېری وګړي ستاسو د سولې په اړه د ژمنو او ویناوو له کبله زیات هيله‌من وو، چې نور به له وحشتونو، مهاجرتونو، وژنو، تعذيبونو او نورو سلګونو بدبختیو خلاصېږو، ستا د ژمنو سره سم به سولې ته عملي کار کېږي او په مخکې پراته خنډونه به له منځه ځيو سوله به لومړیتوب او قرباني به ورکول کېږي. خو له بده مرغه ستا په دوره کې د وینو او بدبختیو مخه نه یوازې ونه نیول شوه بلکې لمن یې نوره هم اوږده شوه، ژمنې او ویناوې دې ټولې بې‌عمله پاتې شوې، تا او ستا ملګرو په دې کور‌سوځوونکي اور تېل وپاشل او دا ناورین مو نور هم اوږد او خونړی کړ، د افغان ولس ټولې هیلې مو په اوبو لاهو کړې، داسې چې ستاسو له ادرسه یوازې بې علمه خبرې او ژمنې اوري، چې ولس پرې هېڅ باور نه کوي.

ستا د حکومت د ملي آمنيت دستګاه د پخوا په څېر د پخوانيو کمونستانو یا د دوی د زامنو په لاس کې ده او د دې رياست په تحقيقي او د ترورېزم سره د مبارزې په نومونو دستګاوو کې د طالب او ترورېست په نومونو په عامو افغانانو داسې بشر ضد کړنې ترسره کېږي چې د تره‌کي، امين، کارمل او نجيب د وختونو ظلمونه او وحشتونه یې له خلکو هېر کړل. ستا د حکومت صفر ۱، صفر ۲ او د مرګ وحشي قطعو سلګونه داسې افغان ضد، بشر ضد او اسلام ضد عملیات وکړل چې سراسر مظلومو ملکي افغانانو ته په کې د سر او مال درانه زیانونه واوښتل، چې له هېچا پټ نه دي، عام ولس په لسګونو ځله خپل شهیدان، چې ماشومان او ښځې به وو د احتجاج او عدالت‌غوښتنې لپاره د ولایتونو په دروازو کې واچول؛ خو ستا د حاکمیت په دوره کې یې هېچا اوښکې پاکې نه کړې، بلکې دغو وحشي قطعو ته لا هم زیات واک ورکړل شو، چې په ولس کې یې په وړاندې وېره خپره شي. تا د ظلمونو د بندولو لپاره هېڅ ونه کړل، دا په داسې حال کې ده چې په سلګونو ځله تا ته د دغو وحشیانو او جانیانو په اړه د ولس شکایتونه له کورنیو او بهرنیو رسنیو او د دغو مظلومانو له استازو مخامخ اورېدلي دي.

ستا د حکومت په دوره کې افغان ولس ته یوه بله غمیزه او یو نه جبرانېدونکی زیان دا واوښت، چې په مختلفو نومونو د افغان ولس له پنځو زرو زیات برحق داعیان، علمأ او د ولس نېک شخصیتونه او مشران ترور شول، چې په ډېری دغو هدفي ترورونو کې د دولت لاس و. یوازې په تېر یو کال کې په ټول هیواد کې 1200 علماء شهیدان شوي دي، چې عام ولس یې پړه په مطلق ډول په حکومت وراچوي او د دې ادعا لپاره یې په وار وار شواهد او اسناد هم وړاندې کړي دي.

محترم ډاکتر صاحب محمد اشرف غني!

که دا تعذيبونه او د مظلومو علماوو، قومي او معززو شخصیتونو ترور او ربړول ادامه ومومي لکه څنګه چې دا کړنه پخوا د حفیظ الامین او تره‌کي په وخت کې هم ترسره شوې ده، پایلې به یې ډېرې بدې وي، لرې نه ده، چې حکومت دې د عامو افغانانو له نور ټینګ غبرګون سره هم مخ شي، د عامو افغانانو خواخوږي له مقابل اړخ سره لازیاته شي او دولت ته په مختلفو برخو کې ستونزې راوزېږوي. دقیق معلومات دا دي چې همدا اوس له 70% زیاته خاوره ستا د دولت له سلطې بهر د طالبانو د اسلامي تحریک په لاس کې ده او ورځ تر بلې یې سیمه پراخېږي او پر دولت ساحه راتنګېږي. ستاسو او ولس ترمنځ د واټن ډېرېدو له زیاتو علتونو یو ستاسو خودخواهي او په ولس باندي د نا اهلو کمونستانو، سېکولرانو، ټامیانو او زورواکانو تحميول دي، چې له فساد، پردي‌پالنې او هغو غربي پروژو پلي کولو یې بل کار نشته چې دې ولس ته د زهرو په څېر تمامېږي. نو د دا ډول خلکو تاریخ شرميدلی وي، که متوجې نه شې؛ همدا کسان به ستا تاريخ هم په شرمونو وشرموي او د تاریخ په حافظه کې به د یو ناکام، پردیپال... په نوم پاتې شې.

محترم ډاکتر صاحب محمد اشرف غني!

د تاریخ په اوږدو کې افغانان اشغالګرو او یرغلګرو ته نه دي تسلیم شوي، په ۲۰۰۱ م کال کې د امریکا نظامي یرغل له هېڅ پوه افغان له سترګو پټ نه دی، دوی دلته زرګونه وحشتونه وکړل، تاسو ته د خلکو هیلې وې، چې په یوه طریقه به د دوی وتلو ته لاره پیدا کړئ خو نه یوازې له دې تورې بلا نه مو دا وطن ونه ژغوره بلکې د واک په دوهمه ورځ مو ورسره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې یو ځل بیا امریکایي وحشي یرغلګرو پوځیانو ته په افغان ولس د ظلمونو کولو چاپو اچولو موقع په لاس ورغله. د دې پر ځای چې په خپل ولس او د هغه په دیني او ملي ارزښتونو باور وکړئ او خپل ځان خپل رب ته وسپارۍ او مرسته ترې وغواړئ؛ تا او ستا ملګرو د امریکا غېږې ته پناه یوړه، په دې سره د تا او ستا د حکومت په وړاندې د افغان ولس په زړونو کې سخته کرکه پیدا شوه، چې له مخې یې د طالبانو لیکې لاپياوړې شوې.

محترم ډاکتر صاحب محمد اشرف غني!

په خپله به حتمأ معلومات لرې چې ستا په دې شپږ کلنه دوره کې یرغلګرو امریکایانو په مخلتفو ولایتونو کې په مظلومو افغانانو بمونه واورول، حتی د بمونو مور یې په مظلوم افغان ولس استعمال کړه، په زرګونو وحشي چاپې یې واچولې او د طالبانو په نامه یې زرګونه افغانان په شپو او په ورځو کې شهیدان او ټپیان کړل، خو ولس ستاسو له ادرسه د دې ظلمونو په وړاندې د مخالفت هېڅ ډول غبرګون ونه لیده، بلکې پر ځای مو یې د دوی وحشتونه او ظلمونه توجیه کړل او د ملي اردو یا د نورو دولتي ځواکونو عملیات مو وګڼل څو د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د افغان ولس روان حساسیت نور هم زیات نه شي.

دا او دې ته ورته زیاتې بدبختۍ دي، چې پر تاسو پورې اړه لري او تاسو یې په وړاندې افغان ولس ته لومړی نمبر مسؤل یاست. اوس راځم د دې ستونزو د بنیادي حل لپاره څو وړاندیزونو او سپارښتنو ته:

محترم ډاکتر صاحب محمد اشرف غني!

راځه د واک په دې اخر وخت کې دې دا همت او زړورتیا وکړه، چې د خپل ولس د دیني، ملي او نورو ارزښتونو سره سم د یو ځواکمن اسلامي نظام جوړېدو لپاره لار خلاصه کړې او په وړاندې یې په تا پورې اړوند ټول خنډونه په پوره مېړانه، جرئت او صداقت له مخې لرې کړه او خپل مسلمان، مظلوم، کړېدلي او په سلګونه نهیلیو کې راګیر افغان ولس او اسلامي نړۍ ته ځان دین او وطن ته ژمن ثابت کړه. دا به نه یوازې ستا، بلکې ستا ټولې کورنۍ، په تا پورې اړوندو کسانو او افغان ولس لپاره یو تاریخي ویاړ وي، چې په تاریخ کې به په زرینو ټکو ولیکل شي او د افغان غمیزې د حل پیلامه به شي.

لومړی دې خپل مشاورین چاڼ وهه! په اړه یې دقیق معلومات پیدا کړه، د تېرو کړنو، فکر او افغانستان او دې مظلوم ولس ته یې د صداقت او تعهد کچه معلومه کړه، د افغان ولس دیني او ملي ارزښتونو ته یې وفاداري معلومه کړه. کابو ټول ولس په دې باور دی، چې ستاسو د لومړۍ کچې مشاورین د دې وطن له دین، فرهنګ او خلکو سره نابلده دي، تاسو ته داسې مشورې درکوي چې تاسو له خپل اصلي کار او مسؤلیت راګرځوي، چې ښایي ستاسو تر ټولو لویه ناکامي هم له همدې اړخه وي. د خپلو مشاورینو په ګډون د ټولو هغو افغان ضد عناصرو لاس د سیاست او جنګ له لیکو لنډ کړه، چې غواړي د افغانستان غمیزه نوره هم اوږده شي او خپلې ګټې په جګړه کې لټوي. راځه نور د داسې چا مشورې واوره او ویې منه چې نه ستا مامور وي او نه د قدرت، مادیاتو او نورو پروا ولري؛ بلکې مسلمان وي، افغان وي او د خپل مظلوم ولس په دردونو دردېږي، د وطن په وضعیت خبر وي او د دې لویې غمیزې د پای ته رسولو په حل پوه وي.

سپارښتنې:

محترم ډاکتر صاحب محمد اشرف غني! غواړم لاندې څو مهمې مشورې او سپارښتنې درکړم. په دې باور لرم چې که په بیړني ډول پرې عمل وکړې، چې د وخت غوښتنه ده؛ حتمأ به ان شاءالله ستا د ځان او افغان ولس په خیر وي او په وطن کې به د سولې او سوکالۍ باب پرانیستل شي:

۱- د سولې د راتګ لپاره قرباني ورکړه! د سولې لپاره له هر صادقانه حرکت بشپړ ملاتړ وکړه، په ښکاره اعلان وکړه، چې د سولې لپاره له واک تېرېږم او څه مې چې پر وس پوره دي او مسؤلیت یې لرم، په وړاندې یې هر ډول قربانۍ ته چمتووالی په عمل کې ثابتوم.

۲- د سولې لپاره د اعتماد جوړونې په موخه ټول سیاسي او نظامي بندیان له بندونو آزاد کړه.

۳- له تور لېست څخه د طالبانو د مشرانو د اېستلو وړاندیز وکړه او لابي ورته وکړه. د تور لېست ختمولو او بندیانو خلاصون د اعتماد رامنځته کېدو لپاره ډېر اړین ګامونه دي.

۴- په مذاکره کوونکي پلاوي له سره غور وکړه! داسې کسان په کې وټاکه، چې د لویو قومونو په رښتینې توګه استازیتوب وکړي، دیني علم ولري او د افغانستان او نړۍ په سیاست پوه وي، له مقابل اړخ سره د خبرو او دلیل ویلو بشپړ توان ولري، هیواد ته صادق وي او سوله یې لوی ارمان وي.

۵- د سولې لپاره دې لهجه نرمه کړه. دا چې سوله د سولې ادبیات غواړي، نو د یو مهم او مسؤل کس په توګه مو باید لهجه سولییزه او د جوړښت وي، همدارنګه خپل ویندویان دې چې تل ترې د جګړې، پیغورونو او تورونو خبرې اورېدل کېږي؛ بدل او سولې ته ژمن کسان وګماره.

۶- د سولې لپاره لویو توافقاتو، پرېکړو او قربانۍ ته عملأ رامخکې شه څو په اسانۍ سره د توافقاتو له لارې لاندې لویو موخو ته ورسېږو

جګړه بنده او اوربند وشي
امنیتي ارګانونه متلاشي نه شي
وینه تویېدل په بیړني او دایمي ډول بند شي
د دولتي تأسیساتو د تخریب مخنیوی وشي
ټول افغانان د یو ځواکمن اسلامي نظام جوړېدو ته سوق شي
په مجموع کې نظام ړنګ نه شي او بل کورنی جنګ پیل نه شي او افغانان بیا له راز راز ستونزو سره مخ نه شي
۷- مشهور متل دی چې وایي پردی کټ تر نیمو شپو وي، د یرغلګرو ملګرتيا مو ولیده، نو نه به د امریکا ملاتړ درسره پاتې وي او نه د نورو نیږدې او لرې ګاونډیانو، څه چې کار ورکولی شي هغه د افغان ولس هر اړخیز ملاتړ دی، چې کله یې له حکومت سره کړی دی نو حکومت هم پایېدلی دی، باید په خپلو خلکو باور وشي، د هر اړخیز ملاتړ جلبولو لپاره د ولس د دیني او ملي ارزښتونو سره سم نظام رامنځته شي څو خلک پرې باور وکړي.

۸- افغانستان باید په بیړني ډول بې طرفه سیاسي او اقتصادي سیاست خپل کړي، دا د نړۍ د لویو قدرتونو تر څنګ د پاکستان او هند او ایران لپاره هم خپله پالیسي وګرځول شي، څو د نیابتي جګړو او لاسوهنو په امن شو.

۹- د بهرنیانو پاتې کېدل یا یې هر ډول رسوخ او لاسوهنې ته زمینه برابرول زموږ د هیواد په زیان دي، چې باید په جدي ډول ترې لاس واخیستل شي.

۱۰- د اسلامي نظام له راتګ باید هېڅوک وېره ونه لري، اسلام نظام د ولس لپاره رحمت دی، د هر چا سر، مال او ناموس به په واقعي ډول خوندي شي، بشپړ امنیت به تأمین شي، قومي، ژبنیو، توکمیزو او نورو تعصباتو ته به د پای ټکی کېږي او ټول افغانستان به د دولت تر حاکمیت لاندې راشي، چې د وخت لویه اړتیا ده، اشغال به په واقعي ډول ختم شي او افغانستان به په واقعي ډول خپلواک شي. نو راشه همداسې یوه نظام جوړېدو ته لاره خلاصه کړه او په در پورې اړوند ټول مسؤلیتونه په پوره جرئت او مېړانې ترسره کړه.

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَٰغُ ٱلْمُبِينُ