د سیاسي او ټولنیزو مسایلو په تحلیل او څېړنه کې یوه ستره ستونزه دا ده، چې په اړه يې دقیقه وړاندوېینه نه شي کیدای، په ځانګړي ډول د ذکر شویو مسایلو په اړه سمه وړاندوېینه هغه وخت لا ستونزمنه او پيچلي شي، چې بېلا بېلا متغیرونه او لاملونه پکې دخيل وي او هر یو پکې ځانته ځانګړی رول لوبوي. په همدې اساس، د افغانستان د راتلونکې وضعیت په اړه د سم او کَره نظر وړاندې کول به ستونزمن څه چې ناشوني وي، ځکه له بده مرغه د افغانستان په مسئله کې په هېواد کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونډونو او ډلو ټپلو سربېره د ګاونډیو، سیمې او د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه او نړېوال سازمانونه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ښکیل دي. 

     دا چې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر او حکومت پریکړه کړي، چې په راتلونکې سبتمبر میاشت کې  خپل تول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي؛ نو د افغانستان د راتلونکې حالت په اړه يې ګڼې پوښتنې او اندېښنې رامنځته کړيدي، ځکه یو شمېر کسان فکر کوي، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به هېواد د بحران پر لور روان لاړ شي او اندېښنه لري، چې خدای مه کړه یو ځل بیا له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو تر وتلو او د ډاکټر نجیب تر مشرۍ لاندې د کمونیستي حکومت نسکورولو وروسته د نویمې لسیزې کورنيو جګړو ترخه تجربه بیا تکرار نه شي. 

مګر یو شمېر نور کسان بیا له افغانستان څخه د امریکايي فوځونو وتل د افغانانو لپاره طلایي فرصت ګني او په دې آند دي، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان د نجات پر لور روان شي، ځکه په افغانستان کې د روانې جګړې تر ټولو اساسي فکتور او لامل د امریکا متحده ایالتونو تر مشرۍ لاندې د بهرنیو ځواکونو شتون دی. 

پوښتنه دا ده، چې څنګه کیدای شي، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، افغانان خپل اختلافات د جګړې پرځای د خبرو اترو له لارې حل وفصل کړي؟

     که د پورتنی پوښتنې ځواب د افغانستان په څه باندې څلورو لسیزو پرله پسې جنګونو، یرغلونو، وژنو او ناورینونو کې ولټوو، نو په ډاګه مالومیږي، چې هيڅ ډله او هېواد په دې نه ده توانیدلی، چې د ټوپک او وسلې په زور، مخالف لوری په بشپړ ډول له منځه یوسي، خپله واکمني او غوښتنې  پرې ومني. 

د بېلګې په توګه پخواني شوروي اتحاد، چې د وخت زبرځواکه استعماري قدرت و، په خپل ټول توان هڅه وکړه، چې هغه تش لاسي مجاهدین له منځه یوسي، چې د دوی پر وړاندې يې جهاد کاوه، ترڅو په افغانستان او سیمه کې خپلې استعماري طرحې او پلانونه پلي کړي.

     همدارنګه د اسلامي انقلاب له بریالیتوب څخه وروسته، جهادي تنظیمونو او ډلو د خپلمنځي جنګونو پرمهال، د یو او بل پر وړاندې د هرې شونې وسیلې څخه په ګټې اخېستنې په دې بریالي نه شول، چې مخالف لوري مات کړي، خپل ګوند او ځان قدرت ته ورسوي.

     کله چې طالبانو د شر او فساد له منځه وړلو په نوم په قندهار ظهور وکړ، نو په کم وخت کې يې  تقریباً د جګړې ښکېلې جهادي ډلې له صحنې لېرې کړې او د هېواد شاوخوا ۹۵٪ قلمرو يې تر خپلې والکې لاندې راوست، مګر په دې و نه توانیدل، چې خپل ټول مخالفین په بشپړ ډول له منځه یوسي او د خپلې واکمنۍ تر پایه يې خپل قدرت او بودجه په جنګ کې مصرف کړه او په جګړه کې بوخت پاتې شول.

     د سبټمبر له (۱۱) پېښې څخه وروسته، امریکا متحده ایالاتو او متحدینو په(۲۰۰۱ز) کال کې پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت سقوط وکړ، امریکا او متحدینو په لومړیو څو کلونو کې داسې فکر کاوه، چې نور د طالبانو په ګډون هيڅ داسې مخالف کس یا ډله نشته، چې د دوی پرضد ټوپک او وسلې ته لاس اوږد کړي، مګر څو کاله وروسته طالبان بېرته سره منسجم شول، د بهرنیو ځواکونو او دولت پر وړاندې يې مبارزه پیل کړه. که څه هم د امریکا متحده ایالاتونو تر مشرۍ لاندې بهرنیو ځواکونو په خپل ټول توان او قوت هڅه وکړه، چې طالبان له منځه یوسي، مګر د دوی د تمې برخلاف طالبان ورځ تر بلې ځواکمن شول او امریکایان په دې پوه شول، چې جګړه حللاره نه ده او د طالبانو سره يې په قطر کې د دوحې د سولې تړون لاسلیک کړ. 

په هر صورت، د پورتنیو جریاناتو او واقعیتونو څخه په ډاګه مالومیږي، چې افغانستان قضیه د جګړې له لارې نه، بلکې د خبرو اترو له لارې حل کیږي.

     پایله: که د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د اشرف غني تر مشرۍ لاندې حکومت، نور مطرح سیاسي ګوندونه او ډلې ټپلې او د طالبانو اسلامي تحریک له تېرو ترخو تجاربو څخه سمه زده کړه و نکړي، د ټوپک او وسلې پر زور د قدرت د دوام یا اقتدار ته د رسېدو ناکامه هڅه وکړي، نو پرته له شکه افغانستان به یو ځل بیا په داسې یو بحران کې راګیر شي، چې سلامت راوتل به ترې لسیزې وخت ونېسي، افغانان به په خپلو منځونو سره وژني او بهرنیان به يې ننداره کوي؛  خو که د افغانستان په مسئله کې ښکیلې افغان لوري د سیاسي اشتبهاتو له تکرار څخه ډډه وکړي او د خپل رب پر دغه سپيڅلو آیتونو ( فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا)، (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُواْ بَینْ أَخَوَیکمُ وَ اتَّقُواْ اللَّهَ لَعَلَّکمُ تُرْحَمُونَ ) او یا(إِنِ امْرَأَةٌ خافَتْ مِنْ بَعْلِها نُشُوزاً أَوْ إِعْراضاً فَلا جُناحَ عَلَيْهِما أَنْ يُصْلِحا بَيْنَهُما صُلْحاً وَ الصُّلْحُ خَيْرٌ) باندې عمل وکړي؛ نو ان شاء الله د تل لپاره به د ګران هېواد افغستان څخه د استعمار، جنګونو، نفاق او ورور وژنې ټغر ټول شي. 

استاد پوهنیار رباني وحدت

د شیخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د علمي کادر غړی