پیاوړي یعني څه، ښاغلي یعني څه، توریالي یعني څه؟ پیاوړي، توریالي او ویاړلي خو پنجاب ده چه تقریبأ د دوي د پایدایښت نه تر ننورځي پوري په دا لڼډه موده کي یعني په دا 74 کالونو کي دوي د نړې په سطحه لسمه قوي اردو جوړه کړه، اټومي وسلي يي جوړي کړي  او خپل زوړ خاوند یعني افغانستان يي په ګینډو کړ او هرساز ته چه دوي او په هر ډول وغواړي پښتانه  نڅاولي شي.

اي پښتونه خداي ته وګوره او خپل ګریوان ته لږ سر ټیټ کړه. آیا دا پورته صفتونه چه ته يي ځانته کاروي جعلي نه دي؟

آیا د خپل هیواد او ولس سوکالي ته مو څه ډالي کړي دي؛

آیا ماشومان مو لوږي نه دي، آیا دنړۍ کوم بل هیواد سره سیالی کولاي شو، آیا د نړیوالو نه پرته خپلو عسکرو ته ډوډي او وسله برابروله شو؟

آیا ټولي دنیا ته مو لاس نه ده اوږد چه مرسته را سره وکړي؟

آیا خپل هیواد او نړې ته مو پرته د وحشت نه کوم بل څه مثبت ډالي کړي دي؟

آیا کوم پښتون د نړۍ په سطحه د انسانانو د سوکالي لپاره کوم ویاړ ګټلي ده؟

آیا ټوله نړۍ موږ نه، نه ده ستړي شوي او هر هیواد ته دمهاجرت دروازه نه ټکوو؟

فلهذأ آیا دا پورته ذکر شوي صفتونه جعلي نه دي او خپل ځان او ولس ورباندي نه غولوو؟ تر څو چه موږ خپل ځان نه وي پپژندلې او خپلي ښیګڼي او کمزورتیا وي مو نه وي پیژندلي او په هغه مو اعتراف نه وي کړي باید وپو هیږو او پدي مو سر خلاص شي چه د هیواد آبادي اوسوکالي مو ناشونۍ ده او دا پخپله دهیواد د راتلونکي نسل سره جفأ او خیانت ده. 

بس راځي چه دیو عادي انسان په شکل ژوند غوره کړو او دهیواد په ږغو رلو او جوړولو کي پوره ونډه واخلو. دهر څه نه مهمه دا ده چه یوبل  ته احترام قایل شو د بي ځایه سیاليو نه لاس واخلو او یو بل ته د کاندو کیندلو پر ځاي لاري جوړي کړو تر چه زموږ راتلونکي نسل هم په دا لارو تللي وي، مننه.